(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون ‎

[30.Aug.2015 - 20:18]

لبک : ذبیح الله خورشیدی 
د ټاکنو د اصلاحاتو لپاره د ځانګړي کمېسيون دوو غړو کاوون کاکړ او شاه محمود میاخېل له دې امله د کمېسيون غونډې تحريم کړې، چې په وینا یې د دغه کمېسيون نورو غړو غوښتل د ولسي جرګې له ٢٤٩ څوکيو څخه ١٠٠ سیټونه سياسي ګوندونو ته ورکړي.

د هغوی وېره په دې کې ده چې هسې نه په دې سره  ډېر واک هغو ګوندونو ته په لاس ورشي چې د زور او امکاناتو له پلوه تر نورو هغو زیات پوره دي.
اوس که ریښتا هم څه داسې طرحه حکومت ومني  نه یوازې عدالت به ترپښو لاندې شي ،بلکه یو بل داسې سیاسي بحران ته به لار پرانستل شي چې پایلې به یې په همدې حکومت ورکږې شي.
په افغانستان کې سیاسي احزاب په دې سطحه کې نه دي چې یو د بل سره په ټاکنیزو سیالیو کې سیالي وکړي او نه هم دغه ګوندونه تر دې مرحلې رسېدلي چې حکومت رهبري کړي.

دلته احزاب او سیاسي حرکتونه د بهر څخه د نورو د ګټو او موخو د پلي کېدو په تړاو د بهرنیو ډلو ټپلو پرمټ تمویلیږي او ټول عواید ورته د بهر څخه راځي ، خو په نوره نړۍ کې بیا داسې نه دي.

په ټوله نړۍ کې درې ډوله ټاکنیز سیستونه فعال دي چې ښکاره بېلګې یې تناسبي، مختلط او اکثریتي ټاکنې دي او هر یو د بل سره توپیر لري

په افغانستان کې د دې ډول ټاکنو اکثریتي یې عامې دي ځکه ګوندونه او سیاسي احزاب کمزوري دي او یو یې هم افغان شموله ګوند نه دی چې پرې حساب وشي.

په دې ډول حلاتو کې مختلط نظام افغانستان له سیاسي بې ثباتۍ سره مخ کولای شي او یو لوی اکثریت له نظامه بې برخې کېږي چې عواقب به یې ډېر خراب تمام وي.
د کمېسیون په ترکیب باندې له اوله مونږ شک درلود او په دې تړاو مو څو ځله غږ پورته کړی چې د دې کمېسیون عواقب د افغانستان په زیان دي او ټول ترکیب یې د یوې ځانګړې ډلې له لوري جوړ دی که دغه طرحه اوس عملي کېږي یوازې ټوپکوال احزاب چې نن ورځ د جهادي حزبونو په نوم یادیږي په لوی اکثریت به هغه ډول نخرې کوي چې د ۹۰ لسیزو دښمنۍ به وپالل شي او د نظام له قوت څخه به ډېره ناوړه استفاده ترسره شي.

په تېرو ۱۳ کلونو کې چې کومې ټاکنیزې تجربې مو ولیدي د تقلب یوه ښکاره بېلګه داوه چې ټاکنیزې حوزې غټې جوړې شوي او دلته اړتیا دا وه چې حوزې وړې شي خو له بده مرغه چې کمېسیون دې موضوع ته پام نه دی کړی او نه هم د دې کمېسیون د دوو غړو اندېښنو ته ځواب ویل شوی چې دې ته ورته ملحوضاتو پر بنسټ یې نن د ټاکنیزو اصلاحاتو له کمېسیون سره پرېکون اعلان کړی دی.

ټاکل شوې چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمېسیون همدغه بې بنسټه طرحه د ملي یوالي حکومت مشرانو مخې ته کېږدي خو یوڅه چې د تاریخ په مخ څرګندیږي هغه دا دی چې ډیرو خپل سپین ځانونه تور کړل او ډېرو تورو په کې سپین رنګ واخیست خو ملت ته به د تل لپاره سر ټیټي وي.

د ملي یوالي حکومت که لږ هم په دې زوریدلي ملت زړه سوځي دغه طرحه دې باطله اعلان کړي څو په راتلونکې کې هېڅ یو افغان له خپلو حقونو څخه بې برخې پاتې نه شي.

که زه د ولسمشر پرځای وم هېڅکله به مې لومړی دغه ډول کمېسیون جوړ کړی نه وه او نه به مې هېڅ وخت چارې د هغه چا په لاس ورکړې وای چې د افغانستان له ولس سره تر ټولو ستره دښمني کوي.

-
بېرته شاته