(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملي غورځنګ اعلامیه

[31.Aug.2015 - 16:58]

 د هېواد په شمال کې د وروستيو پېښو په اړه مطبوعاتي اعلاميه

د يوې مياشتې راهيسې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د هېواد په شمال او په ځانګړې توګه فارياب کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې پراخ پوځي عمليات پيل شوي دي. که څه هم موږ سخت لېواله يو چې په ګران هېواد افغانستان کې روانه تپل شوې جګړه د خبرو له لارې پايته ورسېږي او د جګړې ټول افغاني اړخونه خپل اختلافات له سوله ييزو لارو حل کړي، خو دغه ارمان ته تر رسېدو پورې موږ  د ملي امنيتي ځواکونو له خوا د داسې عملياتو مخالف هم نه يو چې موخه يې په هېواد کې د امن او ثبات ټينګول وي. له نېکه مرغه د افغانستان ملي امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه ملي اردو اوس د ولس تر منځ ښه اعتبار او محبوبيت موندلی او د دوی موجوديت په يوه سيمه کې د خلکو لپاره د ډاډ وړ وي.

د ولسمشر لومړي مرستيال چې په شمال کې پوځي عمليات پيل کړي، ښايي د ولسمشر په مشوره د سيمې د امن او ثبات لپاره پيل شوي وي، خو له بده مرغه يو شمېر ځايي زورواکو او قومي ملېشو له همدې فرصت څخه ناوړه ګټه اخېستې او د سيمې د اوسېدونکو پر وړاندې يې داسې جنايتونه ترسره کړي، چې قطعاً د توجيه وړ نه دي. د کورونو لوټ او تالان او بيا سوځول، د طالبانو په نامه د عادي وګړو يرغمل کول، ځورول او شکنجه کول، له يرغمل شويو کسانو څخه د خوشې کېدو لپاره د پيسو غوښتل او له بده مرغه حتی جنسي تېري هغه جنايتونه دي، چې انځورونه او عيني شاهدان يې په اړه خبرې کوي. له بده مرغه د دې پر ځای چې د سيمې د مظلومو خلکو فرياد واورېدل شي، د هغوی غږ په ستوني کې نيول کېږي او هغه څوک چې غواړي د دوی غږ پورته کړي له ډول ډول تورونو سره مخامخ کېږي. د بېلګې په توګه د فارياب د ولايتي شورا غړی انګار خان چې کله د جنايتونو خبره راپورته کړه، د فارياب د زورواکو له خوا زندان ته واچول شو.

په شمال کې د عملياتو له پيل سره د خلکو په منځ کې پراخه وېره خپره شوې ده، يو شمېر خلکو له وېرې خپل کورونه خوشې کړې دي او مهاجرت ته يې مخه کړې ده او يو شمېر نور بيا د خپل ځان او ناموس د ساتنې لپاره پټي خرڅوي او وسله اخلي. له بده مرغه د خېزش های مردمي يا ولسي پاڅون په نامه د ناقانونه وسلو وېش پيل شوی او په بېلا بېلو ولايتونو کې قومي ملېشې بيا په جوړېدو دي. سيمه ييزو زورواکو نه يوازې په فارياب کې په خپل سريو او تېريو پيل کړی بلکې د شمال په نورو ولايتونو کې هم ورته کړنې پيل شوې دي او له تخار، سرپل او بغلان څخه هم ورته شکايتونه تر لاسه کېږي. ( د بېلګې په توګه د غور له دولتيار ولسوالۍ څخه ځايي اوسېدونکي وايي، چې د آغا مراد زوی چې د ولسوالۍ د سولې شورا رييس هم دی، يوازې له نو اسفند کلي څخه چې اوسېدونکي يې هزاره وروڼه دي، د يو شمېر کورونو تر سوځولو وروسته ۶۸۰ مېږې، ۴ لکه افغانۍ، ۲۰ منه غوړي او دوې غواګانې لوټلي او يوه پنخلس کلنه نجلۍ يې پښې ته وېشتلې او ټپي کړې ده. په  چارسده ولسوالۍ کې قومندان صنم او حاجي احمد خان ته ۴۰۰ ميله نوې وسله رسېدلې ده. دېته ورته خبرونه له تخار اوبغلان څخه هم موږ ته رسېدلې چې تفصيل يې اوږد  دی.)

موږ غواړو د دغه مطبوعاتي کنفرانس له لارې څو مهمې خبرې او خپلې جدي اندېښنې له تاسو سره شريکې کړو.

زموږ په اند ناقانونه ډلو ته د وسلو وېش او په پوځي عملياتو کې هغوی ته د خپلسريو اجازه به د دې لامل شي، چې له يوې خوا ولس پر خپلو امنيتي ځواکونو او د هغوی پر وړتيا بې باوره شي او له بلې خوا به د جنايتونو ډېری قربانيان اړ شي چې د مخالفينو ليکو ته ورشي او د هغوی ليکي لا پياوړي کړي. د قومي ملېشو له  عملياتو سره ښايي په سيمه کې قومي او توکميزو دښمنيو ته لمن ووهل شي او خدای مه کړه دښمنان هڅه وکړي چې روانې جګړې ته قومي رنګ ورکړي او خپلو موخو ته د رسېدو لپاره يو شمېر ډلې استخدام کړي. زموږ تر ټولو جدي اندېښنه دا ده چې خدای مه کړه همدا قومي ملېشې د ډاکتر نجيب د واکمنۍ  په څېر د اوسني نظام د سقوط لامل نه شي او يو ځل بيا هېواد د کورنۍ جګړې کندې ته ونه غورځي. څرنګه چې ځايي اوسېدونکي د ملي اردو له ځواکونو ډېر خوشاله دي او حتی دوعا ورته کوي، چې د ډېرو جنايتونو مخه يې نيولې، موږ ټينګار کوو چې په هېواد کې د  ډاډمن ثبات او امن لپاره بايد ټوله توجه د ملي امنيتي ځواکونو د وړتيا او اعتبار د پياوړتيا  لپاره وشي او هر ډول پوځي عمليات يوازې د همدوی له خوا ترسره شي. په نسبي توګه د ملي اردو ملي ترکيب د هر ډول قومي او توکميزو دښمنو مخه نيولای شي. د ناقانونه وسلو وېش مخه بايد په کلکه ونيول شي، ناقانونه وسله والې ډلې بې وسلې شي او په سيمه کې پخوانۍ وسلې هم بايد راټولې شي. زموږ په اند د داسې نمايشي عملياتو پر ځای چې د ځواکونو له وتلو سره سيمې بېرته د وسله والو مخالفينو لاسو ته ورځي، بايد د يوې منظمې او اوږدمهاله تګلارې له مخې د امنيت او ثبات لپاره کار وشي. که د ولسمشر لومړی مرستيال او يا نور چارواکي غواړي په جګړه کې د امنيتي ځواکونو روحيه پياوړې کړي، هيله ده چې د هېواد ګوټ ګوټ خپل وګڼي او نورې په جګړه کې ښکېل سيمې هم له پامه ونه غورځوي، که نه ښايي د دوی دنيتونو په اړه شکونه او پوښتنې راپورته شي. موږ له دولت څخه غوښتنه کوو هغه بېګناه افغانان چې د طالبانو په په پلمه نيول شوي، سمدستي خوشې کړي او هغو کورنيو ته د خسارې جبران ورکړي چې کورونه يې لوټ او زيانمن شوي دي. په پای کې موږ د جګړې پر ټولو ښکېلو غاړو غږ کوو، چې دهر ډول عملياتو په ترڅ کې د بشري حقونو درناوی او د ملکي وګړو ژوند ته جدي توجه وکړي او له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې پر دې ډول جنايتونو نوره سترګې پټې نه کړي، بلکې د جنايتونو عاملین په جدي ډول تعقيب کړي. جنګي جنايتکارانو ته د پرله پسې بښنې پاليسي د دې لامل ګرځېدلې چې جنايتونه لاپسې پراخ شي.

په ډېر درنښت

د افغان ملي غورځنګ مطبوعاتي څانګه

 

-
بېرته شاته