(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاچا لوڅ دى

[31.Aug.2015 - 18:10]

د ټاکنو کمېسيونو ته يوناما، ناټو او متحده ايالاتو داسې جامې ګنډلي چې افغانان يې نه ويني

پدې اړوند يوه کيسه راياده شوه، وايي: پاچا لوڅ دى

 و نه وو، يو پاچا و، چي د جامو ډېرشوقي او په هغو به يې تل ځانښود، يوه ورځ دوه چالبازان راغلل او پاچا ته يې وويل چي موږ به له ډېر غوره ټوکر څخه داسې ښکلې جامې دروګنډو، چې بيړاګان، ساده او د ټيټودرجو خلک يې نشي ليدلاى.

 پاچا شکمن و، چي ايا خپله به دا جامې ويني او که نه؟ نو يې خپل دوه باوري مشاورين ددې ځانکړو جامو د ټوکر او توکو د کتلو لپاره ورواستول . هلته هېڅ ټوکر او توکو شتون نه درلود. خو هېڅ يو مشاور ددې لپاره چې خپله ساده مالوم نشي، نه ويل چې موږ څه ونه ليدل او د بېړاکېدو له ويرې يې د ناليدلو جامو ډېر صفتونه وکړل.

په پاچاهي کې د خاصو جامو خبرې خپرې شوې، او هرڅوک خوشاله و، هغوى چې د دوى نه خوښېدل، د بيړاتوب څخه به يې د پاچا د ځانګړو جامو په نه ليدلو خوند واخلي.

چلبازانو جامې تيارې کړې، د پاچا په غوښتنه يې، ولس ته د ښودلو لپاره، پاچا ته جامې په اشارو ورواغوستې، پاچا خپله هم جامې نه ليدلې او پوهيده چي لوڅ دى، خو لدې ډاره چې پاچا پخپله بيړا او ساده مالوم نشي، نو يې خبره پټه کړه، چي ګنې دى جامې نه ويني، پاچا ډارېده چې د خپلو ځانګړو جامو په نه ليدلو به ولس ته ستر بيړا ښکاره شي. جامې چلبازانو ورواغوستې او ښار ته ووت. په ښار کې خلکو د پاچا د ځانګړو جامو ډېر صفتونه، لدې ويرې کول چې که جامې نه ويني نو دوى به نورو ته بيړاګان ښکاره شي.

خو يو ماشوم نارې کړې، "پاچا لوڅ دى"، مورپلار يې د ماشوم د چوپکولو هڅه وکړه، خو ماشوم چېرته کرارېده، هغه چې له خولې څخه د مورپلار لاسونه لېرې کولو لپاره تاوېده او لټ پلټ اووښت، چيغې به يې کړې "پاچا لوڅ دى"، پدې وخت کې د هغه ملګرو هم ګنګوسى پيل کړ چې پاچا لوڅ دى.

له لږ ځنډ وروسته لويانو هم د خپلو ماشومانو سره يوځاى په پسپسي يو بل ته ويل، ماشومان رښتيا وايي، دا زوړ سړى لوڅ دى، دى غولېدلاى او غوښتل يې چې موږ هم ورسره سادګان شو.

که رڼې ټاکنې موخه واى نو د نننيو نويو کمپيوټري اسانتياوو څخه به يې ګټه پورته کوله او د برېښنايي ملي کارډ يا پېژندپاڼو څخه به يې ستونزه نه جوړوله.

افغانانو که غواړى لدې ناورين څخه ووځئ، نو راتلونکو ټاکنو ته تيارى نن په مسئوليت اخيستو او هغه ته ژمنتيا، ځان پوهاوي او اخلاص کې نغښتى. چيغو، لاريونو، جګړو او دسيسو کې ښکيلدل مو د خپل او نورو د وخت ضايع ده

نور رحمان لېوال.

-
بېرته شاته