(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لاریون خبرتیا!!!

[03.Sep.2015 - 14:08]

ګرانو او مبارزو ملګرو، خويندو او وروڼو السلام عليکم!
له افغان او افغانستان څخه د دفاع تاريخي او حساسې شېبې دي. راتلونکی نسل به بيا زموږ په اړه قضاوت کوي. د افغان او افغانستان دښمنان لکه څرنګه چې د ولس رايې يرغمل کړې، لکه څرنګه چې ملي ژبه يې له اساسي قانون څخه وايستله او ملي ټرمينالوژي يې وننګوله، دا ځل غواړي افغان هويت له منځه يوسي او افغان ملت ټوټه ټوټه کړي. زموږ واکمنانو د خيالي مصلحتونو له مخې ملي ګټې او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، خو افغان ولس بيا بېرته په مېړانه ګټلي. يو ځل بيا د دې وخت رسېدلی چې افغان ولس خپل تاريخي رسالت ادا کړي او له خپل ملي هويت او ملي بقا څخه ننګه او دفاع وکړي.
ملګرو راځئ چې له افغانيت څخه د دفاع لپاره ولس سره يو موټی کړو او د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې راويښ کړو او منظم يې کړو. هيله ده چې د شنبې ورځې په لاريون کې پراخه ونډه واخلئ او هوډ وکړئ، چې هر يو به لږ تر لږه سل تنه له ځان سره راولئ. د لاريون خبرتيا د مخامخ کتنو، مسېج، ټېلېفون، اېمېل او ټولنیزو رسنيو له لارې له خپلو دوستانو او هېوادوالو سره شريکه کړئ. د خبرتيا چاپي بڼه په جوماتونو، لارو او کوڅو کې پر خلکو ووېشئ، تاسې کولای شئ چاپي خبرتياوې د غورځنګ له دفتر څخه ترلاسه کړئ او يا يې هم پخپله پرېنټ کړئ. هيله ده هغه خوځښتونه، بنسټونه او قومي شوراګانې او يا متنفذ شخصيتونه چې تاسې يې پېژنئ درسره خبر کړئ او د افغانيت ننګې ته يې وهڅوئ. همدا د ننګ ورځې دي، زموږ د نن ورځې لږ به غفلت به بيا جبران نه شي.
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
عاقبت به خدای ظفر کا د بازانو تار په تار به اواره واړه کارګان شي
په ډېر درنښت
Faiz Zaland

-
بېرته شاته