(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شهید امان الله سیلاب ساپی

[03.Sep.2015 - 16:37]

د پښتو خوږژبی او غزلبول شاعر ارواښاد شهید امان الله سیلاب ساپی

لیک: ډاکټر لطیف یاد

ارواښاد امان الله سیلاب ساپی دپښتو ژبې یو غزلبول شاعروچې په ۱۳۲۱ لمریز کال کې دننګرهار دکامې ولسوالۍ داخوند په کلي کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستلي وې . په ۱۳۲۵ لمریز کال کې یې په خپلې سیمې کې لو مړنۍ زده کړې پای ته ورسولې او بیا په ۱۳۳۶ لمریز کال دکابل دعربي دارالعلوم نه فارغ شو .
نوموړی دعدلیې او ترانسپورټ په وزارتونوکې په دندو ګومارل شوی و او بیا ورپسې ډیره موده په راډیو افغانستان کې په ادبي کارونو بوخت و او پښتوهنرمندانو دده دشعرونو په ویلو سره دده دشهرت انګازې لا زیاتې کړې .په هغو هنرمندانو کې چې دده شعرونه یې زمزمه کړي دي کولای شو دمیرمن رخشانې ،ارواښادې میرمن پروین ، میر من آزادې ، میر من قمرګلې ، ارواښادې میر من ژیلا ، استاد ایوب ، استاد اولمیر ، استاد شاه ولي ، استاد حفیظ الله خیال ، استاد طلا محمد ، استاد ناشناس او نورو ډیرو پښتو هنر مندانو نومونه واخلو .
ارواښاد سیلاب ساپی دشعرونو ډیرې ټولګې ( مجموعې ) لري چې دغزلو یوه ټولګه یې په شپیتمو کلونو کې دارواښاد سید جان ملال له خوا په کابل کې چاپ شوې ده .دده نورې شعري ټولګې د(خیبر آواز) او د ( اوښکو امیل ) نومیږي .
ار واښاد سیلاب ساپی یو حلیم ، زړه سوانده او په پښتو او پښتنوالې مین شاعرو . ده زما د خدای بخښلي پلارسره پیژندګلوي او راشه درشه درلودله.ارواښاد ساپی په ۱۳۵۷ لمریز کال بندی او وروسته شهید کړل شو .
زه به تاسو ته د ارواښاد شهید سیلاب ساپی هغه شعر وړاندې کړم چې ارواښاد استاد اولمیراومیرمن رخشانې په ګډه سره په موسیقۍ کې ویلی دی:
د سترګو جنګ دى
زړونه درزېږي
باڼه غشي وروينه
د سترګو جنګ دی
د مينې ننگ دى
يار روانيږي
سرزما په مينه ږدينه
د مينې ننګ دی
زړونه په مينه پيوندېږي
د سترګو جنګ دى
عاشق كه هر څه وځورېږي
د سترګو جنګ دى
يو خوږ نظر يې زخمي زړه ټكوروينه
د مينې نوې ولوله ده
د مينې ننګ دى
په زړونو ګډه زلزله ده
د مينې ننګ دی
ځكه سلګۍ وړې وړې خولې ته راځينه
چې نازولې په نازګوري
د سترګو جنګ دى
د زړه دنيا ورسره خوري
د سترګو جنګ دى
سېلابه! بيا د مينې اور تازه كوينه
د سترګو جنګ دى

https://youtu.be/yMRSvXciNjE
https://www.youtube.com/watch?v=yMRSvXciNjE

-
بېرته شاته