(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ټاکنیز نظام اصلاح که د ...

[04.Sep.2015 - 18:01]

د ټاکنیز نظام اصلاح که د سیاسي نظام تخریب؟

 لیک: ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال
 
په دې کې هېڅ شک نه شته چې د افغانستان اوسنی انتخاباتي نظام ګڼې ستونزې ‌‌لري او ژورو اصلاحاتو ته اړتیا ده. اوسنۍ انتخاباتی پروسې مو د افغانستان په څیر فقیر او له هر ‌‌‌‌‌‌ډوله ستونزو ‌‌‌‌‌‌ډک هیواد ته نه د قیمت له پلوه، نه د دزمان او نه د روڼتیا له کبله، د زغم وړ نه دي. موږ په هرو پنځوکلو کې دوه ځلې انتخابات لرو. د هر ځل ټاکنو لګښت یوازې حکومت ته له ۱۵۰ تر ۲۰۰ میلونو‌‌‌‌‌‌ ډالرو دی. د دې تر څنګ کاندایدان هم د کامپاین پر مهال (او کله خو د ځينو نارواوو موخو له پاره) په ملیونونو پیسې لګوي. عام وګړي هم په یو نه یو ډول د ټاکنو پر مهال له سترو او کوچنیو لګښتونو خلاص نه دي. د اټکل له مخې په تېرو ولسمشریزو او ولایتي انتخاباتو کې کاندیدانو تر ۲۵۰ ملیونو ډالرو زیاتې پیسې لګولې دي. هغه بحران چې د انتخاباتو د پایلو په اړه رامنځته شو او لا تر اوسه ئی عواقب نور عواقب زېږوي د هېواد ملي اقتصاد ته یې تر لسو ملیاردو ‌‌‌‌‌‌ډالرو زیات زیان رسولی او دغه د تاوانونو لړۍ لا دوام لري.
که زماني اړخ ته یې و ګورو په نړۍ کې به ډېر لږ داسې هېوادونه ومومو چې د انتخاباتو د پایلو اعلانولو یې شپږ میاشتې وخت نیولی وي.
د روڼتیا په برخه کې وضعیت تر دې هم بتر دی. چا چې درغلي کړې تر هغه چا ډېر د درغلۍ پر ضد چغې وهي چې درغلي یې نه ده کړې. هغه د خلکو خبره غل هم وایي نیسه یې او مل هم. خو بده یې دا ده چې د رڼا ورځې غل هم په دې جریان کې سپین وری وبلل شو.
پورتنۍ ستونځې به څه د انتخاباتو د کمیسونو د کمۍ له کبله وې خو ډېرې یې دانتخاباتو دقوانینو زیږنده دي. زموږ د ټاکنو قوانین که څه هم څو وارې له سره وکتل شول د دې پر ځای چې د نړۍ د بریالیو تجربو څخه الهام واخلي تر حد زیات د کرغېړنو سیاسي لوبو پر بنسټ جوړ شوي دي او پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري. خو که واقعاً اصلاح هدف وي نو دا ځل بیا کتنه باید پر علمي او مسلکي معیارونو ولاړه وي نه پر نویو، تر پخوا ډېرو، کرغېړنو سیاسي لوبو او نا روا سوداګریو. د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو یوازینۍ موخه باید پر تاکنو د ولس د باور رامنځ ته کول وي نه د یو څو سیاسي ډلو ټپلو خوشالول.
دانتخاباتو د اصلاح د کمیسون د غړو یوې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې دوه ورځی مخکې کومې سپارښتنې حکومت ته وړاندې کړې یو لړ مثبت ټکي هم لري چې تطبیق به یې د انتخاباتي سیستم د ښه والي له پاره ګټور وي خو یو شمېر جدي ستونزې لري چې که احتیاط ورسره و نه شي دغه ډول سپارښتنې به یې د ولس د باورمندۍ پر ځای د ولس تر منځ نفاق او لا ‌‌‌‌‌‌ډیری سردردۍ له پاره لار پرانیزي.
ما په دې اړه خپلې اندېښنې او خپل نظریات د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جلالتمآب ولسمشر سره شریک کړي دي. دلته پر ټولو مواردو نه غږېږم، یوازې یو اړخ یې د بېلګې په توګه تر بحث لاندې نیسم.
د ټاکنیز نظام د اصلاحاتو کمیسیون د یو عجیب استدلال له مخې سپارښتنه کوي چې د ولسي جرګې دریمه برخه استازي دې د خلکو په مستقیمه رایه نه، بلکې د یو پېچلي، مختلط او له ابهامه ډک میکانیزم پر بنسټ د ټول هېواد په کچه د یوې حوزې په چوکاټ کې د سیاسي ګوندونو له لارې وټاکل شي.
دا میکانیزم د نورو ګڼو نارساییو تر څنګ لاندې جدي ستونزې لري چې پلي کول به یې هم ګران وي او هم به د منلو وړ نه وي:
۱ – دا میکانیزم په ښکاره د افغانستان له اساسي قانون سره په ټکر کې دي. د اساسي قانون د اتیایمې مادې اول بند په صراحت حکم کوي چې «د ولسي جرګې غړي د خلکو د ازادو، عمومي، پټو، او مستقیمو انتخاباتو له لارې انتخابېږي.»
د کمیسیون پېشنهادي طرح دا ده چې د یو شمېر چوکیو له پاره به خلک یو مشخص استازي ته نه، یو ګوند ته رایه ورکوي. هر ګوند به د خپلو مجموعي رایو په تناسب یو شمېر وکیلان ولسي جرګې ته معرفي کوي. که ګوند د خپلو کاندیدانو لست مخکې له مخکې اعلان هم کړي رایه ورکوونکی نه پوهېږي چې په دغه لست کې به کوم کوم کاندیدان ولسي جرګې ته لار مومي یانې په یو ډول د وګړو د مستقیم انتخاب حق سلب شو او د انتخاب واک ګوند ته وسپارل شو.
د همدې مادې څلورم بند حکم کوي چې « دولسی جرګی د غړیو شمیر د هری حوزی د نفوسو د شمیر په تناسب زیات نه زیات تر 250 کسانو پورې دی.» د دې حکم روحیه دا ده چې د ولسي جرګې هر غړی د یوې حوزې استازی دی او د امکان تر حده باید هر استازی د تقریباً یو برابر رایه ورکوونکو استازیتوب وکړي (البته په اوسني سیستم کې د حوزو تر منځ نا انډوله وېش د برابرۍ اصل مات کړی دی او عملاً په لسګونو داسې ولسوالۍ شته چې په ولسي جرګه کې استازی نه لري په داسې حال کې چې ځینې ولسوالۍ بیا څو استازي لري). د ټاکنو اوسنی سیستم چې ولایت ته د یوې حوزې په سترګه ګوري لا هم د د دې مادې له روحیې سره موافق نه ښکاري خو بیا هم هر رایه ورکوونکی مستقیماً پر یو مشخص، پېژندل شوي کس خپل باور څرګندوي. که په ټاکنو کې یوه امتیازي ونډه ګوندونو ته ورکړل شي نو د رایه ورکوونکي او رایه اخیستونکي تر منځ د باور اړیکه له منځه ځي. د دې تر څنګ د کاندیدانو تر منځ د برابرۍ اصل خو بیخي مراعتېدای نه شي.
۲ –  دکمیسون د غړو یو استدلال دا دی چه له دې لارې احزاب تقویه کیږی؟ پوښتنه داده چه کوم احزاب؟ په هېواد کې په لسګونو په نامه ملي، افغانستان شموله ګوندونه ثبت شوي دي خو که واقعیتونو ته وګورو د ډېرو دغو ګوندونو د ريښتینو غړو شمې د موسسینو تر شمېر زیات نه دی او توقع نه کېږي چې په ټاکنو کې دې وځلېږي. دا امتیاز به هغو، د ګوتو په شمار، ګوندونو ته ځي چې قومي بنسټ لري او په تېرو څو لسیزو کې د ولسونو تر منځ د تفرقې اچولو مخینه لري. دغه ګوندونه چې اوس هم د ناقانونه وسله والو پر مټ د هېواد پر سیاست غالب دي، که د انتخاباتو له لارې تقویه شي د ولسونو تر منځ د فاصلو زیاتولو باعث به وي. افغانستان په داسی نازک او حساس وخت کی داسی پروسو ته اړتیا لری چه ملی یووالی غښتلی کړی نه برعکس.
۳ – د ټاکنیزو اصلاحاتو موخه دا ده چې ټاکنې د ټولو له پاره د منلو وړ وي او تر ډېره بریده په کې د درغلیو مخه و نیول شي او نور په افغانستان کې د ولسي جرګې چوکۍ نه د شهزاده په سرای کې معامله شي او نه په دفترونو کې و پلورل شي. وړاندې شوی پېچلی، مختلط میکانیزم نه یوازې دا چې د چوکیو د پېر او پلور مخه نه نیسي،  سترو مافیایي ډلو ته دا زمینه هم مساعدوي چې د ګوند په نامه یو شمېر چوکۍ غصب هم کړي، ان تر دې چې کولای شي له دې لارې ځان ته نامشروع عایداتي سرچینې هم جوړې کړې.
۴ – د اصلاحاتو کمیسیون ته په ورسپارل شویو وظایفو کې یوه دا هم وه چې د نړۍ تجربو ته په پام د افغانستان له پاره یو مناسب ټاکنیز میکانیزم غوره کړي. هغه څه چې د کمیسیون بانفوذه غړیو په تحمیلي بڼه د کمیسیون فیصله بللې تر ډېره حده د اسراییلو، هالنډ او یو څو نورو کوچنیو هېوادونو له مروجو سیستمونو الهام اخلي. دغه هېوادونه نه د مساحت په لحاظ، نه د نفوسو د شمېر پر اساس او نه د سیاسي عنعنې پر بنسټ له افغانستان سره هېڅ ورته والی نه لري. د نړۍ لویې دیموکراسۍ تر ډېره د رایه ورکوونکي او رایه اخیستونکي تر منځ د مستقیمې اړیکې اصل ته ترجیح ورکوي.
لکه پورته مې چې وویل، ما خپلې اندېښنې له ولسمشر سره شریکې کړې دي او پوره هیلمن یم چې ولسمشر به د هغې ژمنتیا له مخې چې ملي منافعو ته یې لري پرې نه ږدي چې افغانستان د یوې بلې ناکارې او ناکامې سیاسي تجربې لابراتوار شي. همدارنګه متیقین یم چه ملي منافعو ته متعهد او ژمن هېوادوال پوره ویښ او هوښیار دي او اجازه به ور نه کړي چې د اصلاح په نامه یو وار بیا د خلکو هیلې او ارمانونه له ګواښ سره مخ 
شي.
hazrat omar zakhilwal

-
بېرته شاته