(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل :په زرګونو خلکو لاريون وکړ

[05.Sep.2015 - 12:08]

کابل کې د افغانيت په ننګه په زرګونو خلکو لاريون وکړ

 نن ورځ په کابل کې په زرګونو افغانانو د هغو کړيو پر ضد يو پراخ لاريون وکړ، چې غواړي له تذکرو نه اسلام او افغان کلمې حذف کړي.
د دغه لاريون په تنظيمولو کې افغان ملي غورځنګ، د افغان ملت ګوند، ملي تحريک، يو شمېر قومي شورګانو او مدني ټولنو برخه درلوده.
لاريون کوونکي سهار مهال ۸ بجې د عيدګاه جومات مخې ته راغونډ شوي وو او بيا يې د پښتونستان واټ په لوري حرکت وکړ. 
نن ورځ د کورنيو چارو وزارت لخوا يو شمېر داسې تدابير نيول شوي وو، چې لاريون کوونکو سره د مرستې پر ځای يې دوی ته مزاحمت ایجادولو.
ډير هغه سرکونه چې د کنفرانس په خاطر له دوه ورځو راهيسې يوازې د نقليه وسايطو لپاره بند شوي وو، نن يې پلي تلونکو خلکو ته هم اجازه نه ورکول کيده، تر څو زيات شمېر خلک په لاريون کې ګډون ونکړی شي، خو له دې سره سره په زرګونو کسان په دې وتوانيدل چې ځانونه راورسوي. 
د يون پر مهال کله چې خلک د محمود خان پله ته ورسيدل، پوليسو يې مخه ډب کړه، خو د خلکو د زور مخنيوی يې ونشو کړای او دوی د ارګ دروازو خولې ته تر پښتونستان واټ پورې لاريون ته دوام ورکړ. پښتونستان واټ ته د نږدې کيدو سره، د اطفاييې اوروژنې موټرو هم پر خلکو د اوبو پيپونه چالان کړل، خو لاريون کوونکي په شا کيدونکي نه وو.
لاريون کله چې بيرته د عيدګاه جومات په لور خپل تګ پيل کړ، له يوه وزارت نه د کوم لوړ پوړي چارواکي موټر رابهر شو، او تمه يې درلوده چې خلک ورته لاره ورکړي، خو خلکو لاريون تر ده مهم بللو؛ بالاخره د دغه چارواکو د ساتونکو لخوا هوايي ډزې پيل شوې، خو په لاريون کې هغه ډله چې له ډولونه سره راغلې وه، د ډولو په وهلو سره ځواب ورکړ او بيا هم ورته د لاريون د ګډوډولو اجازه ورنکړل شوه او ګاډي يې ناچاره بيرته ستون شول. 
قهرجنو لاريون کوونکو نه يوازې، د هغو کړيو پر ضد شعارونه ورکول چې د اسلاميت او افغانيت سره يې دښمني ښودله، بلکې د ملي وحدت حکومت مشران يې هم وغندل، چې د اساسي قانون له څلرمې مادې نه دفاع نشي کولی. 
د يادونې ده، چې مخکې له دې، په پکتيا کې هم ورته لاريون وشو او سبا په کندوز او ننګرهار کې هم لاريونونه تر سره کيږي. او ګډون والو ګواښ کولو، که چيرې د دوی غوښتنو ته مثبته ځواب ونه ويل شي، نو دغه لړۍ به د هېواد ټولو ولایاتو ته وغځيږي.

-
بېرته شاته