(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شهيدانؤ ياد

[09.Sep.2015 - 07:51]

لیک: لطیف جان بابی
افغانستان د شهيدانؤ وطن دئ او پدې سپېڅلې خاوره کښي چي ډبره راپورته کړې شهيده ککرۍ تر لاندي ښخه ده،خو خبره داده چي تر کله بۀ دا افغان مين،مسلمان او کړېدلى افغان ولس د شهادت نيالگۍ ايږدي او مېوې بۀ يې غيري افغانان خوري؟؟؟
زۀ د شهيد د هپتې/اوونۍ د نمانځني مبارکي ټولو هغؤ ورارۀ،بورؤ،کونډؤ،رنډؤ او هغؤ سرتورؤ سؤؤ بيبيانؤ تۀ وايم چي خپل نازولي يې د خپل لوى هيواد د آزادۍ او ودانۍ پر لاره کښي له لاسه ور کړيدي دي،اومېند لرم چي د دوى سپېڅلي ويني بۀ پدې نړېدلي او لړزېدلي هيواد کښي د افغانانؤ لپاره د افغانولۍ،صلحي،آرامۍ،سوکالۍ،ورورولۍ،يووالي،ميني او اخلاص گلونه وغوړوي.
د تيرؤ څلوېښتو کلؤنؤ راهيسي نۀ يوازي د بابيانؤ کورنۍ بلکي د افغانستان داسي کورنۍ نسته چي قرباني دې نۀ وي ور کړې، هره ويرلړلې کورنۍ مي عزيزان دي او د همدې شهيدانؤ پۀ اوونۍ ويرلړلي اوښکي ور سره تويوم او د نړۍ د ستر او مهربان پادشاه دربار تۀ پۀ زاريؤ د خپل لوى وطن د يتيمانؤ ،معيوبينو او دردېدلو د ښې او ښايستې راتلوني لپاره لاسؤنه پۀ دعا پورته کؤم او نور نو د رحم او شفقت خواستؤنه ور ته کوم چي الهي موږ هم د نوري دنيا غوندي د نورؤ ولسؤنؤ پۀ شان د آرام ژوندانۀ غوښتونکي يؤ،موږ هم نۀ غواړؤ چي هره ورځ مؤ اولادوڼه،وروڼه او پلرونه ووژل سي، پۀ څۀ زحمت لوييږي او پۀ څۀ اسانه مرمۍ سره يې افغاني ساوي اخيستل کيږي، اې لوى الله د بېوزلؤ افغانانؤ ناره مؤ واورۀ.
د تيرؤ څلوېښتو کلونؤ راهيسي د بابيانؤ د کورنۍ شهيدان
١­ شهيد عبدالمجيد خان بابى زما کشر ورور،د کندهار د اطلاعاتؤ او کلتور مخکښينى رئيس چي پينځه کاله مخکښي د پښتو، پښتنو او پښتني پرهنگ دښمنانؤ شهيد کړ.
٢-شهيد محمد اسحاق خان بابى زما خسر او اکا چي سهار وختي د خپل کور مخته روسانؤ وويشتئ او ځاى پر ځاى يې شهيد کړ.
٣­ شهيد محمد نعيم خان بابى زما اکا ؤ چي د ويښؤ زلميانؤ غړى ؤ ، عمرونه يې د سياسي بندي پۀ نامۀ پۀ بنديخانو کښي تېر کړل چي آخير د شاه محمد دوست لنډغرؤ شهيد کړ او تر اوسه پوري ژوندى ژړانده ورک دئ.
٤­شهيد عزيزالله خان بابى زما اخښي او د اکا زوى ؤ چي پۀ ارغنداو کښي د روسانؤ پۀ بمباريؤ کښي شهيد کړل سؤ.
٥­ شهيد محمد رسول خان بابى زما د عمه زوى او د ارواښاد غلام دستگير خان بابي زوى دئ کله چي د عبدالرب رسول سياف او د مزاري د ډلو تر منځ دښمني خورا تاو اخيستى ؤ چي پۀ سرؤنؤ کښي تر مېخؤنؤ ټکولؤ پوري د عامؤ پښتنؤ سرونه هم پۀ امن کښي نۀ ول چي قلعه شاده تۀ نژدې يې محمد رسول بابى چي کندهاري کالي يې اغوستي ول او کندهارۍ چوټي يې پۀ پښو وې پۀ شهادت ورساوۀ،گناه يې نور څۀ نۀ وه فقط همدا د کندهاريؤ کاليوه اغوستنه يې د وژني سبب سوه.
٦­شهيد امان الله خان بابى زما د اکا زوى چي د روسانؤ گوډاگيانو شهيد کړ.
٧­ شهيد عبدالهادي خان بابى زما کشرى ورور چي لۀ هيواده ليري پۀ هجرت کښي د موټر پۀ ټکر کښي شهيد سؤ.
د افغانستان د ټولؤ شهيدانؤ ارواوي دي ښادي وي

-
بېرته شاته