(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوږ ژبی سندرغاړی هارون باچا

[09.Sep.2015 - 17:58]

 

دپښتو خوږ ژبی هنرمند(فنکار) هارون باچا

 لیک: ډاکتر لطیف یاد

ښاغلی هارون باچا دپښتو ژبی یوخوږژبی مشهور او تکړه هنرمند(فنکار) دی چې دلرې او برې پښتونخوا ټول خلک دده له نامه سره آشنا دي.دغه دغوړیدلی استعداد هنرمند د۱۹۷۲ زیږدیز کال دجولای دمیاشتې په ۲۰ نیټه دپښتونخوا دصوابۍ دیستریکټ (ولسوالۍ)دپنجپیر په کلی کې په یوې روحانی کورنۍکې زیږیدلی دی.هارون باچا خپلې لومړنۍ زده کړې دپنجپیر به ګورنمینټ سکول کې کړی دی او بیا وروسته یې میټریک دپیښور په ګورنمینټ های سکول نمبر ۱ کې سرته رسولی دی.ده په ۱۹۹۲ زیږدیز کال خپله بی.ای دپیښور په ایډوارډز کالج کې کړې ده او په ۱۹۹۴ کال يې خپله ماستر ډیګری دپیښور پو هنتون د سو شل وړک له ډیپارتمنټ نه اخیستې ده.

 کله چې هارون باچا لا په سکول کې و نو دسندروله ویلو سره یې مینه پیدا شوه او هلته به یې نعتیه کلامونه ویل،خو دموسیقۍ په برخه کې دده استعداد هغه وخت لا نورزیات وغوړید کله یې چې په ګورنمینټ سکول نمبر ۱ کې زده کړې کولې،ځکه دغه سکول ده ته دا زمینه او فرصت برابر کړچې دموسیقۍ په برخه کې پر مختګ وکړی.کله چې هارون باچا په ایډواردز کالج کې په زد ه کړو لګیا ونو دکالج میوزیک کلب ده ته دازمینه برابره کړه چې طبله او هارمونیم(باجه) زده کړی.وروسته د پی .ټي. وي پیښور مشهور آرټیسټ پروفیسر ضیاء القمر اودپی .ټی. وي سینیر پروډیوسرشوکت علی ده ته دا موقع برابره کړه چې دټي.وي دسکرین پر مخ سندرې ووایی . په هغه وخت کې دده مشهوره سندره( خلک بدل شول خو بدل شولو وختونه-جینکۍ نه راځي ګودر ته)په خلکو کې ډیر مینه وال پیدا کړل.

 دښاغلی هارون باچا دسندرولو مړنی آلبوم( درنګونو ماښام)په ۱۹۹۶ کال کې بازار ته راووت چې وروسته یې دغزلو او ټپو بل البوم(غونچکونه) هم مارکیټ ته راغی. همداراز د(درمان )او (پیرزوینې )په نامه البومونه هم لري دده یوه مشهوره سندره چې هندی سینما با لیوډ هم ترې کاپی کړه (اول به کله کله غم و)نومیږی.دهارون باچا نورې خوږې سندرې نه یوازې دا چې په پښتونخوا کې مشهورې دي ،بلکې په افغا نستان کې هم دډیر شهرت نه بر خمنې د ي

-
بېرته شاته