(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دادبي چینه اووه ورځنۍ غونډه

[11.Sep.2015 - 20:54]

راپور:.رمضان ارماني
نن دسهیلي پښتونخوادتاریخ ښارکویټه په غوث آبادسیمه کښي دادبي چینه اووه ورځنۍ غونډه دډاکټرفضل الهی پتمل په مشري کښي وشوه دغونډي کوربه نامتواولسي شاعرامین مسروروو اوددروندمیلمه په توګه زه پخپله وم اوددې ترڅنګ یوبل مېلمه ملګری اودسترشاعرارواښادعبدالباري اسیرزوي فضل الرحمان لایق وو.دغونډي پیل دتلاوت کلام پاک څخه وشوه.دغونډي په مهال ماشوم عرفان الهی په دریځ ولاړوواووهرشاعرته یې په خپل نوبت بلنه ورکوم اوپه ښه توګه یې دغه وظېفه ترسره کوله.دغونډي لومړۍ برخه کره کتني دپاره ټاکل شوې وه.په دغه مهال دتکړه شاعرامان الله پروانه غزل دکره کتني دپاره وړاندي کړل سوه.چي په غونډه کښي ګډون کونکویې په خپل وارجاج واخیستو.وروسته امان الله پروانه دملګرودپوښتنوځوابونه وویل.ددې وروسته دماځیګردلمانځه دپاره دمه وکړل شوه.دغونډي دویمه برخه دمشاعرې دپاره ټاکل شوې وه.په دې برخه کښي ماشوم محمدارمان،دین محمدسیلاب،فدامحمدافغانمل،محمدعمران،سیمع الله زازي،ډاکټرصالح محمد،امان الله پروانه،فضل الرحمان لایق،سردارمحمدالفت،جمعه ګل انګار،میاخان همدرد،بشیراحمدارماني،امین مسروراومارمضان ارماني خپل شعرونه وړاندي کړل.دغونډي مشرفضل الهی پتمل اوماددروندمېلمه په توګه ویناوکړله.په غونډه کښي فضل الرحمان لایق په ترنم کښي ډیرپه زړه پوري کلام وړاندي کړی.

-
بېرته شاته