(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو نړیواله سیمینارپښتوژبه ...

[12.Sep.2015 - 20:09]

پښتو نړیواله سیمینارپښتوژبه جهانیت،ستونزي اوامکانات په سهیلي پښتونخواکویټه کښي
راپور:ـ رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه
نن په سهیلي پښتونخواکویټه کښي دپښتون اکیډمۍ کویټه په تاریخ کښي په لومړۍ ځل یوداسي سیمیناروشووچي په هغه کښي دهري سیمي پښتنوګډون درلود.پښتواکیډمۍ خوپخواهم وجوددرلودخودغسي شان سیمینارونه یې نه دي کړي اوکه چیرته کړي یې هم وي نوپه هغه به عام لیکوالان نه ووخبر.دادسیدخیرمحمدعارف اودډاکټرعبدالروف رفیقی زیاردی چي کله راهیسي چي دوي دپښتواکیډمۍ په صدراوسیکرټری جنرل ټاکل شوي دي دوي دغه زیارته دوام ورکړي دی.تردې وړاندي به دپښتواکیډمۍ کارتښ په نامه وو.عام لیکوال دپښتواکیډمۍ مشراوعمومي منشی نه پېژندی.خواوس دپښتواکیډمۍ کاروټولوته څرګنده شوه.په دې زیارکښي دپښتونخواملي عوامي ګوندهلي ځلي هم دهېرېدونه دي په تېروخت  کښي چي پښتونخواګوندپه اپوزیشن کښي ناست وونویې دپښتواکیډمۍ دپاره ډیري کالداري ورکړې اواوس چي په حکومت کښي برخه وال دي نوبیایې هم دپښتواکیډمۍ سره خپله مرسته کړې ده.دسیمینارپیل دقرآن پاک دسپېڅلي آیاتونووسوو.بیادپښتواکیډمۍ صدرسیدخیرمحمدعارف سپاسنامه وړاندي کړه.بیادکابل څخه راغلی مېلمه حبیب الله رفیع،پوهاندډاکټرفضل الرحیم مروت پېښور،محمدمعصوم هوتک کینیډا،زرغونه رښتین افغانستان اوځانګړې میلمه دبلوڅ پښتون ګډایالت ګورنرمحمدخان اڅکزي خپله مقاله وړاندي کړه.دګورنردویناوروسته دچایې دمه شوه.په دویم پړاوکښي دسیمینارصدارت محمدمعصوم هوتک صاحب وکړی چي دکینیډانه راغلی وو.مرستیال یې پروېش شاهین وو.چي دسوات نه راغلی وو.منشي یې پوهاندعلي کمېل قزلباش وو.اوکوآرډینیټریې عارف تبسم وو.په دې پړاوکښي ډاکټرمحب وزیردوزیرستان،لال باچاازمون دافغانستان پوهانددروېش درانی کویټه زرغونه رښتین افغانستان خپله مقالې وړاندي کړې.هرمقاله وړاندي کونکوته یې ۲۰دقیقې ورکړي وې.په دغوشل دقیقوکښي به هرچاخپله مقاله وړاندي کوله.ددې پړاوپه پاي کښي پروېش شاهین اومحمدمعصوم هوتک ویناوي وکړې.ددې وروسته دمقالې واړندي کونکوڅخه سوالونه وشوچي هغویې ځوابونه ورکړل اوبیادډوډۍ دمه شوه.دماپښین دلمانځه وروسته په درې بجوبیادسیمینارپیل دقرآن پاک په سپېڅلوایاتونووشو.ددې پړاوصدارت سلیم رازصاحب کولو.چي وڅه پېژندګلوي ته اړنه دی.مرستیال یې عبدالهادي ملادامریکاڅخه راغلی وو.منشي یې ډاکټرروف رفیقی وو.اوکوارډینیټریې سهېل جعفروو.په دې پړاوکښي ډاکټرفضل رحیم مروت پېښور،خلیل باورکویټه ،محمودایازکویټه خبلي مقالې وړاندي کړې.خوحبیب الله رفیع ویل چي زه خپله مقاله دلیک په بڼه کښي دسیمیناروچارواکوته ورکوم اوزه نوري خبري کوم دغه شان نوموړی دمقالې په ځاې ډیردکاراوتاریخي خبري وکړې.ددې پړاوپه مهال دمقاله وړاندي کولوڅخه سوالونه وشول اوهغو یې ځوابونه ورکړل.په سیمینارکښي دپښتونخواملي عوامي ګوندایالتي مشراوسینیټرعثمان خان کاکړ،دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړي قهارخان ودان،دایالتي اسمبلۍ غړي نصرالله خان زېرې ایالتي وزیرسرداررضامحمدبـړیڅ اونوروملګروګډون درلوداوترپاې پوري یې په سیمینارکښي ګډون درلود.دعوامي نیشنل ګونډپخواني سینیټرافراسیاب خټک اونوروملګروهم ګډون درلود.سیمیناربه سبابیاپخپل ټاکل شوي وخت پېل کېږي.

 

-
بېرته شاته