(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خبرتیا

[14.Sep.2015 - 10:13]


کليوال ملګري ټولنه وياړي، چې تل يې د فرهنګي څېرو د پنځونو قدر کړی دی. 
کليوال ملګري ټولنې دا ځل په غزني کې د بي، بي، سي راډيو خبريال اسدالله جلالزی په نښه کړی دی. 
ليکوال، ژورناليست او شاعر اسدالله جلالزي د ژبې دبډاينې او کلتور په برخه کې زيات کار کړ ی، د ماشوم ادب دپاللو لپاره يې مټې رابډوهلې دي. 
کليوال ملګري ټولنه هوډ لري، چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چې دوږي دمیاشتې له پنځه ويشتمې نېټې سره سمون خوري، د ښاغلي جلالزي په وياړ د درنښت غونډه وکړي. 
له درنو فرهنګپالو او مينه والو څخه هيله لرو ، چې په دغه وياړ غونډه کې له موږ سره ګډون وکړي. 
نېټه :۱۳۹۴/۶/۲۵
وخت : ۲:۳۰ دقيقې 
ځای: څلوېښت متره سړک، مسلم پوهنتون د غونډو تالار

-
بېرته شاته