(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

وطن ساتنه د هر پښتون مسولیت دی

[14.Sep.2015 - 17:18]

'د خپل وطن ساتنه د هر پښتون افغان مسولیت دی'

محمود خان اڅکزی

راپور:. رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه
په سهیلي پښتونخواکویټه کښي کېدونکې درې ورځنۍ نړیواله سیمینارته دویناپه مهال دپښتونخواملي عوامي ګوندمشراوودپاکستان قامي اسمبلۍ غړي محمودخان اڅکزي وویل چي نړۍ پرموږداخبره تپي چي پښتون افغان ترهګردی پکاردي چي زموږلیکوالان اوادیبان دغه خبره غلطه ثابته کړي چي پښتون افغان ترهګرنه بلکې یوامن خوښونکی قام ملت دی.ادب چي دخپل اولس ستونزونماینده وي نوښه وي که چیري دادقام اولس ستونزونماینده نه وي دقام ترجماني نه وکړي نوهغه ادب خوندوارادب نه وي.زه له اسلام آبادڅخه یواځي په سیمینارکښي دګډون کونکووسلام ته راغلی یم.ځکه چي حبیب الله رفیع،معصوم هوتک،سیلم راز،اباسین یوسفزي اونورمېلمانه راغلي دي.محمودخان اڅکزي زیاته کړه چي له آمونه تراباسینه دادافغانانومسکن اوداوسېدوځاي دی.دټولي نړۍ تاریخ پوهان داواي چي داوطن دافغانانودی.داوطن موږته چاپه خیرات کښي نه دی راکړی.داوطنززموږاولس خپل دسرپه بېعه ساتلی دی.ددې وطن ساتنه اوخپله شمله اوچته ساتل دهرافغان وظېفه ده.زموږوطن په اورسوځي که ادبیانو،لیکوالانوودې خبروته پام لرنه ونکړه اوادب له سیاست سره ملګری نه شونوتاریخ به موږکله هم معاف نکړي.
ښاغلې محمودخان اڅکزي په مخه زیاته کړه چي موږپاکستان ماتول نه غواړو.موږپه پاکستان کښي اوسېدل غواړوخوپه دې شرط اوسېږوچي په افغانستان کښي به زموږله خاوري لاس وهنه نه کېږي.اوپښتنوته به دبرابري په بنیادحقوق ورکول.کېږي کوم حق چي په لاهورکښي وځوان،سپین ږېره،ماشوم اوښځي ته ورکول کېږي هغه به وهرپښتانه ته ورکول کېږي.پښتون افغان په تاریخ کښي دانه دی ثابته شوی چي ترهګراویافرقه پرسته پاته سو.کله چي نړۍ په حکومتونه پوهېدله پښتنوپه ډیروهېوادوباچاهي کولا.موږدژبي رنګ اونسل په بینادله هیچاسره کرکه نه کوو.څوک دي زموږوطن اوجومات ته په بدوسترګونه ګوري موږددوي وطن اودعبادت ځایوته په بده نه ګورو.په دې نړۍ کښي به ټوله ګزاره سره کووټوله انسانان دیومذهب هیڅکله نه شي کیدلاي.
ښاغلي محمودخان اڅکزي دډیورنډکرښي په حقله وویل چي دغه کرښه جبردی له افغانیت انکارکول جرم اوکفردی.پښتون قام یودوه هېواده دي.پښتانه دبل هېواداوخاوره نېول نه غواړي.خوخپله خاوره اووطن هم وچاته نه پرېږدي.پښتانه خپله خاوره وبل ته پرېښودل بې ننګي ګڼي.پښتونخواوطن دنړۍ ترټولوښتمن وطن دی.خوبیاهم دپښتونخواخلګ په نوروهېوادوکښي خواروزاردي اومزدوري کوي.موږپښتانه دپاکستان داوبومعاهده(لاس لیک)نه منو.هغه په دې چي په دې حقله نه له افغانستان سره خبره شوې ده اونه دپښتونخواله پښتنوصلاشوې ده.اوبه دپښتنودي خودسیندپه غاړه پراته پښتانه داوبودپاره دباران خواست کوي.دغه اوبه دپښتون افغان ملت اوبه دي.په دې اوبودکالا باغ بندجوړول هم نه منو.پکاردی چي په خوشحال ګړهـ کښي دي خوشحال بیراج جوړکړل شي.له دې څخه به دپښتونخواډیره سېمه خړوبه شي.
ښاغلي محمودخان اڅکزي زیاته کړي چي پښتانه په پاکستان کښي په څلوروبرخووېښل شوي دي.که هرڅومره څوکۍ په ټاکنوکښي وګټوموږبه له بلوڅوسره په اسمبلۍ کښي یوځاي یو.داټک پښتانه به له پنجابیانوسره په اسمبلۍ کښي دمنځنۍ پښتونخواخلګ خوهډواسمبلۍ نه لري اودخیبرپښتونخواخلګ به ځانته جلاپه اسمبلۍ کښي ناست وي.
ښاغلي محمودخان زیاته کړه چي موږپه هیڅ توګه هم نه غواړوچي آزادافغانستان موږپه تکلېف کړو.کویټه دپښتون افغان ملت وطن دی.په کویټه خودافغانستان پخواني امیرامیرشیرعلي خان اودانګریزترمنځه جنګ ګرم وو.امیرشیرعلي خان په دې خبره زورکوای چي کویټه دپښتون افغان ملت برخه ده خوانګریزغوښتله چي داځېني بېله کړي.که چیري چاداثابته کړه چي دډیورینډپه پوله ټهیکه مااخستې ده نوزه بیاله پښتونخواوطن کډه کوم.موږله افغانیت څخه انکارنه کوو.

پښتونړیواله سیمینارته دپښتون بلوڅ ګډایالت سترایالتي وزیرډاکټرعبدالمالک بلوڅ وینا
راپور:. رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

دسیهلي پښتونخواپه تاریخي 
ښارکویټه کښي کېدونکې دپښتونړیواله سیمینارددرېمي ورځي دپاي وغونډي ته دویناکولوپه مهال دپښتون بلوڅ ګډایالت سترایالتي وزیرډاکټرعبدالمالک بلوڅ وویل چی خپله ژبه خپله کړی.دچاسره چي خپله ژبه نه وي هغه بیاهیڅ نه وي.ژبه ډیره خوږه ده.پښتواوبلوڅي ژبي سره نزدې ژبي دي.دهرقام پرمختګ کښي دهغه ژبه ډیره مهیمه وي.کله چي زه لوستونکی وم هغه وخت په پاکستان کښي دضیاء الحق آمریت وو.په هغه وخت کښي زه هم لیکوال ووم دبلوڅ ملتپاله لوستونکوسازومان بي ایس اولخوامي یوه مجله خپروله.نوموړي وویل چي دپښتنواوبلوڅوپه ضدډیري پروپیګنډې رواني دي لیکوالان دي ددې مخ نېوی وکړي.دایوښتمه پېړۍ ده په دې پېړۍ کښي ژبي نه پناه کېږي بلکې ژبي اوقامونه پرمختګ کوي.کله چي موږپه واک کښي راغلي یوله هغې ورځي څخه موترننه پوري دپښتو،بلوڅي اوبراهوي ژبي له هنرمندانواولیکوالانوسره مرسته کړې ده.موږیعني دملتپاله ګوندوحکومت ترخپله وسه دغه مرسته ورسره کوي.ځکه چي په دې هېوادکښي وهنرمندانواولیکوالانوته پام لرنه نه کېږي.موږدهغولیکوالانوکتابونه چهاپ کولوته چمتویوچي هغه خپل دکتاب چهاپه ولواوس اوتوان نه لري.دې اوسني حکومت په ایالت کښي دهري ژبي اکیډمۍ کالنۍ بودیجه ورزیاته کړې ده.داموږهڅه ده چي دغه بودېجه به نوره هم زیاته کړو.نوموړي وویل چي پښتونړیواله سیمینارپه هرتوګه بریالی سیمیناردی.زه ددې سیمیناروګډون کونکوته تبریکي وایم.دخوشحالۍ خبره خودغه چي په دې سیمینارکښي په ګڼ شمېرځوانانوګډون کړی دی اودلته په پښوولاړدي داددوي له خپلي ژبي سره مینه ده.دپښتواکیډمۍ غړواودپښتنوسیاسي مخکښانوته ډاډورکوم چي دوي له پښتوادب سره خپله مینه څرګنده کړه.په دې مهال سترایالتي وزیردپښتواکېډمۍ دپاره د۲۰لکهـ کالدارودمرستي اعلان یې وکړی اودغه اعلان یې هم وکړی چي هرهغه پښتون شاعرچي دخپل کتاب دچهاپ کولوجوګه نه دی غریب دی وس یې نه لري رادي شي کتاب یې زه ورچهاپ ته سپارم.په دغه مهال دایالت داطلاعاتووزیراودپښتونخواملي عوامي ګوندمخکښ عبدالرحیم زیارتوال دااعلان وکړی چي اولس مجله کوم چي ډیرپخواپه پښتوژبه کښي ددولت له اړخه خپرېدله د روان کال ترنومبرمیاشتي پوري به خوره شي.دغونډي په پاې کښي دپښتواکېډمۍ لخواسترایالتي وزیرپه لاس دپښتوژبي وزړوشاعرانوته جایزې ورکول شوې په دې زړوشاعرانوکښي یوشمېرشاعران په حق رسېدلي دي اوځینې ناروغه دي ددوې جایزې ددوي ونزدې ملګروته ورکول شوې چي دوي به یې دزړوشاعرانوترکوره رسوي.

خدای نور ناصر ـ مشال: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، له امو نیولې بیا تر اباسين پورې ددې وطن مالک پښتون افغان دی او ددې وطن ژغورنه د هر پښتانه افغان ذمه واري ده. د اڅکزي په خبره هر ادب چې د خپل ولس د ستونزو نماينده نه وي، خلک پرې تنقيد کوي. دا خبري نوموړي په کوټه کې د پښتو په نړيوال سیمينار کې ادیبانو ته په خپله وينا کې کړې.

په کوټه کې د پښتو نړیوال سیمينار په دومه ورځ بیا هم له بېل بېل سیمو څخه راغليو مېلمنو ليکوالانو د پښتو ژبې، ادب او صحافت په هکله خپلې مقالې وړاندې کړې. د سیمينار په دومه ورځ د پښتون خوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم په دې سیمينار کې ګډون وکړ، او په پای کې يې د سیمينار برخه والو ته وينا هم وکړه. اڅکزي په دې سیمينار کې ګډون کوونکو اديبانو ته په خپله وينا کې وويل، هر ادب چې په کښې د خپل ولس ستونزې په ګوته شوې نه وي او نمايندګي يې ونه کړي، ولس به ورته په  ښه سترګه  ونه وګوري او هم به پرې تنقيد کوي.

محمود خان اڅکزي وویل، له امو نيولې تر اباسينه پورې دا وطن له پېړيو پېړيو راهیسې د پښتانه افغان وطن دی او د دې وطن ساتنه او ژغورل يې د هر پښون افغان ذمه واري جوړېږي. د اڅکزي په وينا همدا وطن له مودو راهیسې په بېل بېل ستونزو کې ګېر پاتې شوی، نن هم پرې اور بل دی او که يې ادیب د دې ستونزو دفاع و نه کړي، تاريخ به يې کله هم معاف نه کړي.

تردې وړاندې د نړيوال پښتو سیمينار په دومه ورځ د پښتو ادب او عصري غوښتنې او پښتو ژبه او رسنيو باندې له بېل بېل سیمو څخه راغليو ليکوالانو خپلې مقالې وړاندې کړې. له خیبرپښتونخوا څخه راغلي ليکوال او شاعر اباسین يوسفزي په خپله مقاله کې وویل، په نړۍ کې اکثره هغو قامونو پرمختګ کړی، چې ژبې يې د مکتب، دفتر او روزګار ژبې ګرځېدلې دي.

د پښتو نړيوال سیمينار په درېيمه او اختتامي برخه کې به يې قراردادونه او اعلاميه وړاندې کېږي، چې د همدې برخې ځانګړی مېلمه به د بلوچستان وزیراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ وي.

-
بېرته شاته