(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ایران هستوي ډیپلوماسي ...

[15.Sep.2015 - 17:16]

د ایران هستوي ډیپلوماسي لاسته راوړنه که مجبوریت؟

لیک: ډاکټر محمد تنها  اندړ د آلمان هانوور پوهنتون

د اټومي وسلو د مخنوي تړون یا ان پي ټي د غړي په حیث، ایران خپل اټومي فعالیتونه د رضا شاه پهلوي د سیکولر رژیم په وخت، په ۱۹۵۰مو کلونو کې پیل کړل.

هغه مهال ایران د سوله‌يیزې هستوي ټيکنالوژي پراختیا او اټومي وسلو د مخنیوي په نیت د امریکا ولسمشر ایزن هاور له خوا پیل شوي “اټوم د سولې لپاره” پروژې څخه د خپلو هستوي فعالیتونو لپاره خورا ډېرې تخنیکي او مالي مرستې تر لاسه کړې.

په دې ترڅ کې ایران په ۱۹۶۰ لسیزه کې خپل لومړی هستوي ریکټور له امریکا څخه تر لاسه کړ چې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې یې لا د سون توکي د امریکا له خوا ورکول کېدل.

هغه محال شاه ډېره هڅه وکړه تر څو له امریکا څخه د هستوي سون توکيو بشپړه کړۍ او له هستوي فاضله توکيو څخه د پلوټونیم بېلولو ټيکنالوژي هم تر لاسه کړي، خو دا امریکا ته، د هستوي وسلو د تر لاسه کولو د هڅې په مانا وه، ځکه یې ان له هغه پیل څخه د مخالفت تر څنګ د ایران هستوي پروګرام تر ټینګ څار لاندې ونیو.

په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب له راتګ سره د انقلاب مشر خمیني د هستوي ټيکنالوژي کارونه له د یني اړخه ممنوع اعلان کړه، خو په ۱۹۸۰ لسیزه کې د ایران او عراق تر منځ، تر جګړې وروسته د هستوي وسلو په اړه د انقلاب د رهبر پالیسي ۱۸۰ درجې بدله شوه او د نړیوال اټومي انرژي اژانس رپورټونو له مخې، د ایران د وخت ولسمشر خامنه‌ای په یوه پټه غونډه کې د ایران حکومت او پوځ لوړپوړو چارواکيو ته د هستوي ټيکنالوژي په اړه د انقلاب د رهبري، د پالیسي د بدلون خبر ورکړ.

د پالیسي دې بدلون، په منځني ختیځ کې د قدرت د مؤثر مثلث ایران– سعودي او اسرایلو تر مینځ اړیکې ترینګلې کړې چې دې چارې سعودي او اسرایل د ایران له سیاسي مخالف، امریکا سره نږدې کېدلو ته اړ او د منځني ختیځ او امریکا ترمنځ یې د نوې هستوي ډیپلوماسي پاڼه پرانیستله.

د هستوي وسلو تږي ایران په لومړي سر کې د هستوي تور مارکېټ د بنسټګر پاکستاني ساینس‌پوه ډاکټر عبدالقدیر خان دروازه وټکوله او د خان له خوا یې هر کلی وشو.

په ۱۹۸۷ کې د پاکستاني پي ۱ سنټرفیوژ لومړۍ بسته ایران ته ورسېده چې دا راکړه ورکړه له چین او روسیې سره لا پسې زیاته شوه او نړیوال حساسیتونه یې را وپارول.

د ایران دا ډول د پردې تر شا هستوي فعالیتونه تر ۲۰۰۲ پورې وغځېدل. په ۲۰۰۲ کې د ایران د مقاومت ملي شورا په نامه واشنګټن مېشتې ټولنې د ایران له هستوي فعالیتونو څخه پرده پورته کړه او د نتنز او اراک هستوي بټیو ټول فعالیت، غیرسوله‌يیزتوب او د کارکونکيو مشخصات یې په داګه کړل.

وروسته له هغه چې د واشنګټن مېشتې ټولنې ادعاوې د جاسوسي ادارو له خوا تايید شوې، نو نړیوال اټومي انرژي اژانس په۲۰۰۳ کې له ایران سره د هستوي ډیپلوماسي پاڼه پرانیسته.

د فرانسې، انګلستان او المان په منځګړیتوب د پاریس تړون له مخې ایران خپل هستوي فعالیتونه د لنډ مهال لپاره په ۲۰۰۳ کې ودرول.

په ایران کې د ۲۰۰۵ تر ټاکنو وروسته د ایران هستوي ډیپلوماسي یو ځل بیا نوی مومنټم واخیست، نوي ولسمشر محمود احمدي نژاد په ۲۰۰۷ کې د هستوي فعالیتونو د بیا پیل امر ورکړ، د دې ترڅنګ احمدي نژاد هر سیاسي سټېج د خپل هستوي پروګرام سوله‌يیزتوب او د خپل حق د اثبات لپاره وکاراوه.

په دې سره نړۍ یو ځل بیا له ایران سره په هستوي ډیپلوماسي کې ښکېله شوه، خو احمدي نژاد هر ډول ډیپلوماټیکه هڅه ناکامه کړه.

 بلاخره په ۲۰۰۹ کې امریکا، برتانیې او فرانسې په رسمي ډول دا اعلان وکړ چې “ایران قُم مذهبي ښار ته څېرمه د هستوي بم په جوړولو لګیا دی.”

د امنیت شورا په ایران اقتصادي، صادراتي او وارداتي بندیزونه ولګول. په دې ترڅ کې ایران یو ځل بیا وچې او کله کله هم غیر تخنیکي هستوي خبرې پیل کړې چې د احمدي نژاد د رژیم تر پایه بې پایلې پاتې شوې.

د ایران ۲۰۱۳ ټاکنو د تېر په شان یو ځل بیا د ایران د هستوي ډیپلوماسي بڼه بدله کړه. د حسن روحاني له خوا د قهرجن او لږ مسلکي لارجاني پر ځای د ایران هستوي خبرو مشرتابه تکړه او کرار ډیپلوماټ ډاکټر ظریف ته سپارل د ایران هستوي ډیپلوماسي کې د نرمښت لمړی زرغون څراغ وو.

 ظریف په لومړي ځل وتوانېده تر څو د نړیوال اټومي انرژي اژانس په مرسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړيو امریکا، چین، روسیې، فرانسې او انګلستان جمع المان (۵+۱) سره یوې هستوي هوکړې ته ورسېږي.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ به ایران خپل هستوي فعالیتونه د نړیوال اټومي انرژي اژانس د څارنې او کنټرول اصولو په چوکاټ کې تنظیموي چې په مقابل کې به یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او امریکا په ایران لګېدلې بندیزونه په تدریجي ډول لېرې کوي.

د دې هوکړې مهم ټکي چې ایران باید ورته ژمن پاتې شي دا دي:

 • ایران به د ستنټرفیوژونو تعداد په راټیټولو سره د یورانیمو بډاینې خپله وړتیا له ۲۰ څخه تر ۵ سلنې ته راټیټوي.

ایران به د خپل شته۲۰ سلنه بډايو شویو یورانیمو نیمايي برخه، چې د یورانیم هیکزافلورایډ په بڼه دې بېرته عادي حالت ته را ټیټوي.

ایران به د نتنز او فردو په هستوي بټیو کې یورانیم نه بډای کوي.

ایران به یوازې هله سنټرفیوژ تولیدوي چې کله یې اوسني کارېدونکي هغه له کاره ولوېږي.

ایران به په هیڅ ډول د یورانیمو بډاینې نوي تائسیسات نه جوړوي.

ایران به له اوسنۍ اړتیا څخه زیات په هیڅ ډول نور یورانیم نه تولیدوي.

ایران به په اراک کې جوړې شوې هستوي بټۍ ته درندې اوبه نه وروړي او په هیڅ ډول به یې نه فعالوي.

ایران به د نړیوال اټومي انرژي اژانس څارونکيو ته د اراک او فردو او نورو هستوي تائسیساتو څارنې بشپړ اختیار ورکوي.

تمه کېږي چې دا هوکړه لیک به د ایراني ملت له اوږو د بندیزونو دروند بار لېرې کولو ترڅنګ، له نړیوال امنیت سره هم مرسته وکړي. نړیوالو په تېره بیا هندوستان، چین او روسیې ته به په ایران کې د پانګونې زمینه برابره کړي او د ګاونډي افغانستان لاره به هم د چابهار بندر له خوا نړۍ ته پرانیزي، خو کله چې د هوکړه لیک وخت، ډیپلوماټیکې پېچلتیا او تخنیکي شونتیا ته وکتل شي، نو د هوکړه لیک معصومیت، میخانیکیت او طبیعي والی تر پوښتنې لاندې راتلای شي.

هوکړه لیک په داسې وخت کې کېږي چې په سیمه کې د شعیه اسلام سخت دریځه مخالفه ډله داعش په چټکۍ سره ریښې غځوي، امریکا چې په سیمه کې د داعش شدید فکري مخالف حکومت پسې ګرځېده، تر ایران ښه انتخاب نه شوای پیدا کولای. هستوي ډیپلوماسي په دې وخت او ځای کې تر ټولو اغېزمنه ثابته شوه.

له بلې خوا په یمن او سوریه کې د ایران ښکېلتیا هغه څه دي چې د هوکړه لیک معصومیت او دوام تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.

 په داسې خړپړ سیاسي حالت کې کولای شو باور وکړو چې دا تړون په سیمه کې د سیاسي او جګړه‌يیز حالت بدلون پایله نه، بلکې د اوږدې ډیپلوماسي پایله ده.

د یوه درېیمان له زوایې به دا ډېره ګرانه وي چې دا هر څه د عادي، ښکاره، اوږدمهاله او طبیعي ډیپلوماسۍ زېږنده وګڼل شي.

که چېرې په ښه نیت دا هرڅه د نورمالې ډیپلوماسۍ پایله هم وګڼل شي، د ایران هستوي ډیپلوماسي ډېرې داسې تخنیکي پوښتنې لري چې ځواب به یې یا سخت، یا ناممکن وي.

که چېرې د ایران د پروګرام په اړه د نړیوال اټومي انرژي اژانس او جاسوسي ادارو رپورټونه سم ول، نو ولې بیا نړیوال تر اوسه ایران ته لاس ترزنې ناست ول؟

 له تخنیکي اړخه څه ضمانت موجود دی چې ایران تر اوسه هستوي وسله نه ده تر لاسه کړې؟

 څه ضمانت شته چې د ایران اټومي پروګرام او تخنیکي وړتیاوو په اړه اوسني مالومات بشپړ دي؟

 ایا نړۍ ته د ایران د تخنیکي وړتیاوو په اړه هرڅه رښتیا ویل شوي؟

 څه ضمانت شته چې نړۍ د پاکستان عبدالقدیر خان ته ورته، سناریو سره نه ده مخ؟ څه ضمانت موجود دی چې ایران د خپلو پوځي تائسیساتو په چوکاټ کې د هستوي وسلو جوړونې پټ پروګرام نه لري؟ څه ضمانت موجود ده چې ایران لا وختي هستوي وسله نه ده جوړه کړې؟ له ایران سره هستوي تړون یو مجبوریت وو، که یوه لاسته راوړنه؟ د دې ټولو پوښتنو ځوابونه سخت، بې ضمانته او یا هم بېخي ناممکن دي.

دا ځوابونه وخت او کار ته اړتیا لري، د اټومي انرژي نړیوال اژانس او نړیوالو جاسوسي ادارو ته اوس خورا ډېر کار ور له غاړې دی، ترڅو د ایران تخنیکي وړتیاوو په اړه بشپړ مالومات راټول او ځان ډاډه کړي چې نړۍ بیا قدیر خان ته ورته سناریو سره په لوبه کې نه ده ښکېله.

د ایران هستوي ډیپلوماسي بل اړخ په دې خبرو اترو کې د ایران یوازې او په خپل سرتوب دی. ایران تل له خپلو ګاونډیانو او سیمه‌يیزو هېوادونو دا تمه کوي چې ګواکې له دوۍ سره دې په هغو پرېکړو کې مشوره وشي چې ایران ورڅخه په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول اغېزمن کېدای شي، خو ایران په خپله ټوله هستوي ډیپلوماسي کې له خپلو ګاونډیانو، په تېره بیا افغانستان سره چې په ایران کې د هستوي پېښې را منځ ته کېدلو په صورت کې تر ټولو لمړۍ درجه متضرر کېدای شي، هیڅ ډول مشوره و نه کړه. ان دا چې د هستوي ټيکنالوژي په برخه کې یې له ګاونډیو سره له همکارۍ او همغږۍ څخه هم ډډه کړې.

کله چې په ۲۰۱۴ کې افغانستان له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیکاوه، د ایران بهرنیو چارو وزارت معین وویل چې ایران به کرزي ته ووايي چې “دا تړون د افغانستان اوږدمهالو ګټو ته تاوان رسوي.”

پوښتنه دا ده چې ایران ځان ته دا حق ورکولای شي تر څو له نړیوالو سره د ګاونډیانو په تړون نظر څرګند او ځان حق په جانب وګڼي، نو ولې خپلو ګاونډیانو ته ورته حق نه ورکوي؟

 ایا هستوي ډیپلوماسي یو اړخي سړک دی چې په دوو جهتونو متقابل حرکت نه دی پرې روا؟

دې پوښتنو ته په پام سره د ایران ګاونډیان دا حق لري چې د شوي تړون په منفي احتمالي اغېزو کې ایران ته اوږه ور نه کړي. د تړون پایله که ایران ته هرڅه راوړي یا ورڅخه اخلي، ایران په ګاونډیانو د خپل ملاتړ حق نور له لاسه ورکړی.

په دې هیله چې دا تړون په نړۍ کې د مصوونیت او د هستوي وسلو د مخنیوي لپاره ښه پیلامه وي.

-
بېرته شاته