(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

(لنډه کیسه) دسره میرزا وزه

[15.Sep.2015 - 17:18]

لیک: خالق رشید

      زموږ کلي خو تا سو ته مالوم دی، چې هره ورځ یې نوې ده، زموږ کلیوال تل د خپلو بوختیاوو لپاره  یو څه، یوه خبره خامخا را پیداکوي او خپل وخت پرهغو باندې تیروي، خو ځینې خبرې داسې هم په کې راځي چې هغه پخوا تیرې شوې وي، هر یوچې په کلي کې کوم ناوړه کار ترسره کړي ، نو بیا هغه کړه ګرده پرمخ ور وباسي اودایې هم ترغوږ ور تیروي چې ګواکي ته هم لکه پلانی او بستانی داسې شوی یې او یاهم دهغه کانې کوې ...

زموږ په کلي کې له ډیرپخوا کلیوال دمیرزا او میرزایانو له نومونو سره آشنا دي ، ځکه چې هلته دمیرزایانو   یو اوږد تاریخ تیرشوی دی ، او زیاتې کیسې ترې پاتې دي، په دغو میرزایانو کې یو مهال یو  سور میرزا هم راغلی او تیرشوي دی . وایی دغه میرزا یوه وزه چیرې دترکستان په چم ګاونډ سیمو کې له چا په بډو کې اخیستې وه ، کله یې چې کلي ته  راوسته ګردو کلیوالو پرې خندل ،ځکه چې نه یې چاغي درلوده او نه یې هم کومه داسې څیره او قواره چې دچاپام دې ور اوښتی وي . خو سره میرزا  چې له ترکستان اوقطغن  څخه ترغزني پورې پلي مزل ورسره کړی و، نوده به دا خبره کلیوالو ته کوله چې :

ـ وچکول تو ب او ډنګرتوب ته یې مه ګورئ ، دغوا په شان شیدې کوي ، او چې دغره په سرکې شین ډکی ووینې  ، نو بیا ترې خطا کیدای نه شي ،  نورې ښیګړي چې دایې لري پرهغویې هم یوازې زه پوهیږم او بس ...

رښتیا خبره  خو داوه چې دسره میرزا وچکولي او لنډ غوږې وزه  ده ته بې اثره نه ښکاریده، دنورو مالونو او میږو سره یې یوځای د کلي پاده وان  ته زړه نا زړه ور وسپارله . د وزو اومیږو په سرکې به روانه وه ، جالبه خو لاداوه چې زموږ دکلي دوزو په منځ کې یوازې دا ښکره وره وه ، هغه وزې اومیږې چې  زموږ په ګورم کې بې ښکره وی ، هغه یوه هم پرخوا نه شوې ورتلای ، خره اوخوسکي داسې ترې ترهیدل چې لکۍ  به یې په سر واړولې او په یوه غر به یې منډې ترې وهلې...  په ټوله ګورم کې یې د چا خبره دلالاخان له سخندره پرته له بل حیوان څخه سترګه نه کیده، هغه هم ترهغه وخته چې لا خسي شوي نه و،ځکه چې هغه هم ښکرور و  او زورور ...

په هغو شپو ورځوکې زموږ دکلي ګور وان بخت علی اکا، چې ځواني یې ګرده زموږ دکلي د ګورواني او پاده واني په شور او شرنګ کې تیره کړې وه ، له هغه به چې چا د سره میرزا د لنډغوږې وزې په باره کې پوښتنه وکړه نو ده به یوازې داخبره ورته کوله :

ـ  که دا وچکولې وزه وه اودا زمادخرو اوخوسکیو  کمزورې او ډازنه ګورم ، نو دمیرزا خولۍ په غوړیو کې ده ،  هو ، هیڅ غم نه لري ...ځکه چې دا زمرۍ ده ، زمرۍ ...

بخت علي آکایې ځکه ستاینه کوله چې سره میرزا به کله کله ده ته هم پرهغې دپاملرنې په خاطر ، یو څه تر تخرګ لاندې ورکول ، اوکه نه په اصل کې خو دده هم نیت ورته ښه نه و ...

په زړه پورې خو داوه چې یوه ورځ پرګورم باندې  دلیوانو یوه سخته داړه راګډه شوه ، دبخت علي اکا هم تر وس ور ته تیره او واړې ورته وختې ، ځکه یې ځان دیوه کمره شا ته آرام نیولي و اود لیوانو د پرله پسې داړلو او وژنو ننداره یې کوله ، بخت علي آکا به دا کیسه تل موږ ته کوله چې په دغه بد غوبل کې د سره میرزا پر وزه باندې څه کانه وشوه  ، ده به ویل چې یوځل یو ه سره لیوه  له یوې خوا پر دې باندې ځان ورسیلۍ کړ، چې ور نژدې شو،  نوبیا یې په چغو او بغارو پیل وکړ ، لیوه و رنږدې شو ، نژدې و چې کار یې ورختم کړي ، ښی ښکر یې د لیوه پرکوم ځای باندې په زور سره ولګید ، لیوه ځای پرځای ودرید ، او دې ترې منډه کړه ، لیوه هڅه پسې وکړه ، څویې ځان ورپسې رساوه دا بیا دلوړکمر سرته ترې ختلې وه ، هلته چې دلیوه لپاره ختل ګران وو.  دلیوانو د وژلو او څیرلو تر پایه هلته ولاړه وه اوددغه بدحالت ننداره یې په مزو مزو سره کوله ، ترهغه وخته لا هلته وه چې څو نا آشنا ښکاریان له خپلو سپیو سره له کوم خوا  را پیدا شول او له بخت علي آکا سره یې مرسته وکړه ...

دسره میرزا وزې زموږ په کلي کې ورځ په ورځ نوم ایسته ، ځکه نو زموږ کلیوالو به له یوه بل سره  داخبره کوله :

ـ وزه نه ده ، زمرۍ ده ، زمرۍ ، له لیوانو سره ډغرې وهي ، سپي خویي نصوارهم نه دي ...

همدغو آوازو او ببولالو دمیرزا د وزې آوازې هرې خواته خپرې کړې، زموږ کلي ته به اوس له هرې خوا دچا خبره له موره  لیونیان را روان ول ، او ددې وچکولۍ او لنډ غوږې وزې ننداره به یې کوله ، آن چې ښارو ته یې هم آوازه ورسیده ،کله به چې کلیوال ښارو ته لاړل ، نو داخبرونه به یې یوځای بل ځای سره اوریدل چې د سره میرزا د وزې په باب په اخبارو کي هم خپریدل ... چیرې چې د ژوو بڼونه وو، دهغو دروازې ددې په تصویرونو او انځورو باندې ښکلي کړل شوي وو اودماشومانو تماشي اونندارې به پرې تودې وې ...

دسره میرزا وزې پرهغه مهال زموږ دکلي نوم خورا اوچت کړی و ، یوازې له حاحی کاکا پرته نورو ټولو کلیوالو یې په ستاینو باندې خولې تڼاکې تڼاکې کړې وې ، خو حاجي کاکابیا په سپیو او نورو حیواناتو باندې له ویاړ سره ډیر مخالف و، ځکه به ده تل ویل:

ـ په وزو اوسپیو چا ویاړ کړې ، ولې سړي نشته ، انسانان دومره بې قدره شول، چې دهغو ارزښت او مقام بایدوزو او سپو ته ورکړ شي ؟  دیوه قام چې بدمرغي په برخه کیږي ، په عقیده کې یې خلل راځي ، نو بیا په دي شان کارو باندې اخته کیږي  ، دکلي پای ته د خدای خیرپیښوې ، او خدای دې زموږ مل شي ...

سره میرزا ته که هرڅومره خلک را غلل چې دا ترې وپیرې ، خو زړه یې پرې ونه شو ، او پرچا یې ونه پلورله ، هرخریدار زیاتې پیسې ورته ومنلې خو ده بیاهم خپله منلې وه ، او دنورو یې وانه وریده... ځکه چې ده به ګردو سوداګرو ته ویل چې دی غواړې ددې وچکولې اولنډغوږې وزې نسل دده په نامه یاد شي ، هغه به داخبره کوله ، چې :  

ـ ما دا له ترکستانه تر غزني پورې هسې ددې لپاره نه ده راوستې چې یوازې خلک یو،دوه کاله ننداره وکړي ، دا باید موږ ته  وزې او وزګوړي وزیږوي ، داسې لکه دخپل ځان په شان  چې تر ډیرو پورې زما نوم پرې ژوندی یاد شي  ، هو زما نوم ، سو رمیرزا ، د سره میرزا د وچکولې او لنډغوږې وزې بچي ، د سره میرزا د وزې لمسۍ... د سره میرزا د وزې کړوسۍ او ...

سره میرزا پرهمدغه لامل هغه ساتله او نه یې پلورله ،او په دي خبره چې :   دمیرزا وزه ، وزه نه ده ، زمرۍ ده ، زمرۍ ... به يې زړه باغ باغ کیده، په تیره په کومه ورځ به یې چې دبخت علی اکا خوله هم لږ ور غوړه کړه  نوهغه به یې تر زمرۍ هم رتبه ورجګه کړه او میرزا ته به ور نژدې شو او ورته وبه یې ویل :

ـ یاره میرزا صاحب ، یا ته بزرګ یې اویا د پر دغې وچکولې لنډغوږې وزې باندې دکوم بزرګ سیوری لویدلی دی ...

میرزا به دبخت علي آکا  همدغه خبرې دیوشمیر سادګانو په خولو ورکولې ، هغوي به هم دمیزرا په خاطر خپلې ستاینې او لورینې په نورو نورو رنګو ورسره مل کړې ، یوه  ، یوه  ساده به بیا په رښتیا او درواغو دخپلو خوبونو په خیالونو کې سور میرزا اودهغه وچکولې او لنډغوږې وزه دکراماتو په لمن کې را نغښتل او تعبیرول چې ګواکي یاپرده او  یایې پر دغې وچکولې او لنډغوږې وزې باندې دکوم بزرګ سیوري لویدلي دی ...

دمداحانو او ډنډورچیانو ډنډورې خو  نورې هغې کچې ته ورسیدې چې سورمیرزا نا چارشو چې خپله وزه نوره له کوره د باندې هم ونه باسې ، هغه یې دبخت علی آکا له ګورمې را بیله کړه ، او ژمنه یې وکړه چې نور نو باید دهرچا نظر پرې ونه لګیږي ، یوازې کله کله به چې د سره میرزا زړه وغوښتل ، نو بیا به یې دهواخورۍ  په نامه دسیند غاړې ته راویسته اوهلته به یې هم تر غاړه نیولې څروله او را څروله ...

د سره میرزا د وچکولې او لنډغوږې وزې نامتو والي پرهره خوا خور شو ، خو دبخت علي اکا ، بخت نور په کوټه شو، په دې چې او س به دده پرګورم پسې دنندارچیانو اوسوداګرو لیکې نه وې  را راونې اونه میرزا او س هغه پخوانۍ لورینه پرده باندې درلوده ،همداوه چې کله به له ده څخه چا په دغه اړه پوښتنه وکړه ، ده به  اوس ورته ویل :

ـ که دلالاخان سخندر نه وای خسي شوی ، دمیرزا له وزې به دومره لویه هنګامه نه را بورته کیده ، ماته نا آشنا ښکاریان معلوم دي ، که چیرې دهغو ښکیل ته ورغله ، نو بیا به نه سور میرزا وي اونه هم دهغه وچکولې لنډغوږې وزه ...

دبخت علي آکا زړه اوس له دي امله درد کاوه چې سره میرزا ده ته کله نا کله  لاس نه ور اوږداوه ، ځکه یې هلته او دلته  داډول خبرې ترخولې  راوتې ، چې یوازې یو څوکسان ددغو خبرو په رمزاو راز باندې پوهیدل اوبس ...  ده به داهم ویل چې که د نا آشنا ښکاریانو د سپیو شور او زوږ  پردې هسکواو ټیټو نه وې ، نو دده د ګورمې یو ژوي به هم له لیوانو ژوندي پاتی نه وای . ان چې دا به یې هم کله کله ویل چې دهغو ستاینه باید وشي . میرزا هسې خوشاله دی ، چې ګواکي وزه یې  زمرۍ ده ... زمرۍ...  داهسې خبرې دي ، ما دنا آشنا ښکاریانو د سپیو زور لیدلی دی او باور دی چې دی به  یې هم یوه ورځ خامخا ګوري ...

داسې ښکاریده چې بخت علي آکا د نا آشنا ښکاریانو دلیوالتیا هم اوریدلي وو چې ګواکي دوی دوچکولي وزې ښکارکولو ته ملا تړلې ده ... خو داسې نه ښکاریده چې هغوی به دغه کارته زیات بیړني وي ...

د نا آشنا ښکاریانو هنګامه دا څوکاله زموږ پرکلیو او بانډو باندې توده را خوره وه ، کوم کارونه چې هغه به خلکو او کلیوالو نا شونې بلل او یا به یې تر وس ورته تیره شوه  نو بیا به یي سره ویل چې ددغه شان ستونزو حل کول دوی ته نصوار هم نه دي ،  د دوی په اړه دا هم ویل کیدل چې دوی اوس دسره میرزا وچکولي او لنډغوږې وزې ته یې هم دښکار نیت کړی دی .

یوه ، دوې اونۍ په دی کې نه وې سره تیرې چې یوه ورځ مو واوریدل چې هغوی دا ښکار ، چې د ډیرو په اند دنه منلو وړ  و سرته ورساوه ، موږ خو لاپر یږده چې دغه کار اودغه ښکار ته دا نژدې کلي او کلیوال ټول حق حیران پاتې وو ، میرزا په دې نژدې  یوه یونیم کال کې هغه د اوسپنو تر دیوالو هغه خوا ساتله ، آن چې له خپلو دوستانو او یارانو څخه یې هم دهغې دخوندي ساتلو هیله کړې وه ، خو له دې سره یې هم ونه شوای کولای چې هغه وژغوري اودهغه پر داد دې ورسیږي ...

په هغه ورځ چې دسره میرزا وچکولي او لنډغوږې وزه ،ساړه څانګونه دده د کور په دروازه کې بیواکه پرته وه ، او ده خپل لاسونه ورته موښل ، کلیوال هم له ده سره د غمرازې په موخه ټول راوتلی وو ، خینو خو به یوه او بل ته د میرزا هغه  له کبره ډکه خبره  چې ده به تل کوله : دجال اودهغه خره ته دچا زور نه رسیږي ، په ټوکو ټوکو کې یوه او بل ته ترغوږو ورتیروله ... هو، دجال اودهغه خره ته دچا زور نه رسیږي ... ها ها ها...  

داچې نا آشنا ښکاریانو د سره میرزا وچکولې وزه په څه شان له ده پر هوا کړه  او دده هیلې یې ور نیمه خوا کړې ، په دغه راز یوازې دی په خپله خبرو او دی ترهرچا ښه پرې پوهیده اوبس ...

په هغه ورځ دکلي اوچم ګاونډ ټول خلک دهغې وچکولې وزې نندارې ته یو پربل پسې راتلل ، دا له دې امله چې دهغې داشان په حیرانتیا را نسکوریدل ، په خپله په دي ارزیدل چې باید هریویې نندارې ته راشي او ځان ددغه ناشونې کار په رمز باندې پو ه کړي ...  حاجي بابا هم په هغه ورځ په ناخبرۍ سره زموږ کلي ته راغلي و، هغه چې د خوار میرزا د وچکولې لنډ غوږې وزې دغه حالت لیدلې و ،میرزا ته موسکی شو او په ترخه کتنه کې یې داخبره ترخوله ورته راووته :

ـ وزه نه ده ، زمرۍ ده ، زمرۍ ... ودې لیده چې اوس زمانه بدله شوه ، دزمریانو حال باید همدا سې وې ، هو ، همداسې ... ها ها ها ...  

پای .  

خالق رشید

-
بېرته شاته