(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژورنالیست جان اقا الکوزی

[15.Sep.2015 - 17:39]

هېواد نامتو ژورنالیست  جان اقا الکوزی  لدې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټې کړې

 نژدې یوه میاشت مخکې ارواښاد د سرطان د ناروغۍ له کبله په پراګ کې په یوه روغتون کې بستر شو او د وږي په ۲۴مه  (د ۲۰۱۵ ع کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۵ مه ) نېټه په حق ورسېد.
انالله و انا الیه راجعون

جان اقاالکوزی په ۱۳۳۶ کال کې د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې وزېږېد ، لومړنۍ زده کړې یې په ننګرهار، تخنیکي لېسه یې په خوست، انجنیري پوهنځی په کابل او تایلنډ کې ویلي دي.

جان اقا الکوزي د پوهنتون په دوره کې د زده کړو ترڅنګ په راډیو افغانستان کې د ویاند په توګه کار کاوه.

په اتیایمه لسیزه کې کاناډا ته لاړ،الکوزي په کاناډا کې د دې تر څنګ چې د افغانانو لپاره راډیو چلوله د افغانانو د ټولنې مشري هم کوله. دې ټولنې د کډوالو افغانانو ستونزې حل کولې.

په دوه زره دویم م کال ­(۱۳۸۱ کال )د ازادي راډیو د افغانستان د څانګې د جوړېدو په لومړیو میاشتو کې پراګ ته لاړ او په دې راډیو کې یې د ژورنالیست په توګه کار پیل کړ.

الکوزي د خبرونو، راپورونو او نورو ژورنالستیکو کارونو ترڅنګ د ازادۍ راډیو د مشهورې خپرونې «د ازادۍ په څپو کې» یو له دوو وړاندې کوونکو څخه و له ژورنالیزم سره د مینې له کبله په همدې مسلک کې ترپایه پاتې شو.

د پښتنو ټولنيزولسوليز ګوند دارواښاد جان اقا الکوزي مړینه  يو ستر تاوان ګڼي او درنې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره ئې په دغه غم کې ځان شریک ګڼي .    روح دی ښاد وي

-
بېرته شاته