(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اکوړه خټک :د افغان محصلینو ټولنې غونډه

[16.Sep.2015 - 16:33]

اسماعیل کبیر
دپښتونخوا د نوښار  ولسوالۍ (ضلعې)  د افغان کډوالو د شپږو کمپونو کې د ټولنیزې بیدارتیا او خیریه کارونو بنسټ ایښودونکی   اود اکوړه خټک د افغان محصلینو ټولنې بنسټ ایښودونکی او لومړنی ریس انجینر صلاح الدین کبیر په یوه پرتمینه غونډه ولمانځه.

نوموړي چې له هلکتوبه د اکوړي په کمپونو کې د خیریه کورسونو لړۍ پیل کړې وه، په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یې د کمپونو د دولسم صنف فارغینو ته د لارښوونې او پوهنتونو کې د داخلې لپاره د منظمې ټولنې بنسټ کیښود چې د مختلفو غونډو ورکشاپونو، خیریه کورسونو، کانکور آمادګیو له لارې سلګونه افغانان تر پوهنتونو رسولي. نوموړي په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د کمپ استادانو او ځوانانو غونډه راووغوښته او د افغان محصلینو ټولنې په نوم یې ټولنه جوړه کړه، د غونډې ګډونوالو نوموړی لومړنی ریس وټاکه.
نوموړي د خپلې پوهې او بصیرت په کارولو، د ټولنې تشکیلاتي جوړښت داسي منظم کړ چې ټولنه یې هر اړخیزه سیاسي او ګوندي لاس وهنو نه پاکه وساتله، همدا ده چې د شپږ کلنو په تیریدو د ټولنې کړنې لا غښتلې کیږي او د پاکستان تر ټولو لویو پوهنتونو کې یې غړي لوړې زده کړې کوي.
د ښاغلي همدغه نه هیریدونکیو او تل پاته خدمتونو ته په کتو د افغان محصلینو ټولنې رهبرۍ شورا او اوسنۍ کابینې لخوا د نوموړي لمانځغونډه جوړه شوې وه چې پکې د افغانستان د کونسلګرۍ څخه د معارف د آتشې ریس، د خصوصي ښونځیو ریس، د محصلینو د اتحادیو مشرانو او دکمپونو مشرانو ګډون کړی و.
یاده غونډه کې وینا والو د ټولنې بنسټ ایښودونکي خدمتونه وستایل او نور ځوانان یې ورته کړنو ته وهڅول. یاده غونډه غونډه کې د ټولنې پخواني مشر او دا مهال د رهبرۍ شورا غړي، محترم هارون مومند د انجینر ممتاز د خدمتونو په اړه تفصیلې وینا هم وکړه.
د غونډې په پای کې د ټولنې رهبرۍ شورا مشر، واکمن صافي د ټولو درنو غړو د راتګ نه مننه وکړه او د پښتنیز دود سره سم یې رخصت کړل.
یادښت: یاده غونډه کې د امن او نوښت سیمه ایز ایوارډ ګټونکي په مالي کومک ترتیب شوې وه چې پکې د اکوړي لپاره د هلکانو د لیسې بنسټ هم کیښودل شو او همدا رنګه د ټولو هغه کسانو نه رسمي مننه وشوه چې د ایوارډ ترلاسه کولو کې یې د رحیمي صیب ملا ورتړلې وه.

-
بېرته شاته