(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جنګ ټولنیز عوامل

[16.Sep.2015 - 17:12]

لیک: عبدالاحد محمدیار

انسان ولي جنګ کوي؟ ولي غواړې ډېری مسایل د جنګ له لارې حل شي؟ او انسان ولي ماجراجو دی؟ دا هغه پوښتنې دي، چې د روشنګرۍ په تېر لیکچر کې ځوان لیکوال، ژورنالیست او سیاسي مبصر خوشال خلیل جواب کړې. ښاغلي خوشال خلیل په افغانستان کې د جنګ او یا ناآمنیو عوامل اقتصادي، فرهنګي، روغتیایي او ټولنیز وښودل.

دا چې انسان ولي جنګ کوي؟ په دې هکله د ارواپوهانو له خوا مختلفي څېړنې شوې دي.ویل کېږي د انسان په باره کې د لومړی ځل لپاره په اروپا کې بحثونه رامنځته شول. د هابس په نامه یو فیلسوف وايي چې انسان دوه ډوله حالتونه لري:

الف- طبیعي حالت

ب- غیرطبیعي یا مدني حالت.

الف- په طبیعي حالت کې انسانان د لېونو په څېر دی، دوی یو له بل سره خوري، جنګ کوي، هابس وايي چې انسان ذاتاً جنګجو او ماجرا خوښوونکی دی.

ب- غیرطبیعي او مدني حالت هغه دی چې انسان د طبیعي حالت څخه را وځې، دا هغه وخت شونې ده، چې په ټولنه کې قانون وي، قانون پر ټولو باندې یو ډول پلی شي او د حکومت او ولس تر منځ ټولنیز قرارداد وجود ولري.

ښاغلي خوشال وویل چې په افغانستان کې د جنګ عوامل په شمال او جنوب کې بېل دي.

په جنوب کې د جنګ عوامل:

د اناهارین په نامه یوې فیلسوفې په جرمني کې پر دې څېړنه کړې ده، چې د هټلر تر شا ولي خلک ودرېدل؟ ځکه هغه خو جنایتکار وو، ظالم وو، د انسانانو تر منځ و برابروالي ته نه وو قایل، د څېړنې پایلې دا ښيي، چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جرمني خلک د انګلیس او فرانسې له خوا ډېر تحقیر او توهین شوې ول، دوی د ټولې نړۍ په وړاندې یو ډول د حقارت احساس کاوه نو په دې وخت کې هټلر را پیدا کېږي او دوی ته مشکلات ټول دانه- دانه قطاروي او ورته وایي، کمونیستان، لیبرالان او ډیموکراتان ستاسو دښمنان دي، دوی ستاسو هیواد ړنګ کړ، ستاسو د اولادونو ښوونځي یې وسوځل او ستاسو روغتونونه یې له منځه یووړل خو تاسو فکر مه کوئ، زه خو یم، زه به ستاسو ټولې ستونزې حل کړم او تاسو به د دنیا تر ټولو باعزته او با غروره ولس کړم نو جرمنيانو هم د هټلر ملا تړ وکړ او د نورو پر خلاف، له ده سره ودرېدل.

په افغانستان کې هم کټ- مټ د ۲۰۰۱ م کاله وروسته په جنوب کې ورته حالت رامنځته شو، د جنوب خلک په قدرت کې شریک نه شول، د حکومت سره یې یو ډول د بېګانګۍ احساس وکړ، دوی ته دا احساس پېدا شو، چې موږ توهین او تحقیر شوي یو چې همدا احساس د دې لامل شو چې وسلې ته لاس کړي او د دولت خلاف وجنګېږي.

په شمال کې د جنګ او وروستیو ناامنيو عوامل:

په شمال کې خلکو یو ډول ځانونه فاتحین بلل، قدرت هم له دوی سره وو او د ډیموکراسۍ سره هم یو څه آشنا ول خو هغه کوم علتونه ول چې په شمال کې د ناامنیو باعث شول؟ په لاندې ډول یې څېړو:

موږ کولای شو چې په شمال کې د جنګ لامل د مارکس د نظریې په رڼا کې وڅېړو. مارکس وایي چې لومړنی انسان په خپله جګړه کې آرام ناست وو او سوکاله ژوند یې درلودی خو کله چې یې ګاونډي بنګله جوړه کړه، ده ته یو ډول د حقارت، محرومیت او ټیټوالي احساس پیدا شو او په مقابل کې د خپل کاونډي راپورته شو.

په شمال کې هم عین سریال تکرار شو ځکه هغه چارواکي، قوماندانان او لوړ پوړي خلک چې په قدرت کې ول په شمال کې یې ماڼۍ جوړې کړې او د تفریح لپاره به هلته ورتلل. له دوی سره د خپلو عامو خلکو د ټولنیزو مسایلو او مشکلاتو د حلولو غم نه وو نو عام ولس هم ور سره فاصله ونیوله او د دوی په مقابل کې یې عقده واخیسته.

په شمال کې طبقاتي ژوند رامنځته شو، عام ولس ځان د امرانو په نسبت حقیر ولید او همدا د حقارت احساس او ناتواني دوی دې ته اړه کړل چې دین ته مخه کړي او د ستونزو حل او ځان خدای ته وسپاري نو همدلته ترهګرو ته فرصت پیدا کېږي، چې شمال ته د جنګ لمن وغځوي. له بېلا- بېلو لارو یې تبلیغات تر سره کړل او خلک یې ترهګرۍ ته وهڅول چې نتیجه یې په شمال کې وروستۍ ناامنۍ شوې.

له دې وروسته د لیکچر ګډونوالو د جنګ د ټولنیزو عواملو په اړه خپلې تبصرې او تجربې هم شریکي کړې او له خوشحال خلیل څخه یې پوښتنې هم وکړې.

-
بېرته شاته