(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جنازې خبرتیا

[17.Sep.2015 - 16:06]

کابل: پنځه نۍ (پنجشنبه)، ۲۶ وږی،۱۳۹۴ (۱۷ سیپټمبر۲۰۱۵)
 
الکوزی او ولسمل کورنۍ، ازادۍ راډیو او ملي راډیو ټلوېزیون همکاران، افغان ميډیا نړېواله او د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن په ډېرې ژورې خواشينۍ ټولو دوستانو او خواخوږو ته خبر ورکوي ، چې د افغانستان د مدني ټولنې د عمده قشر او د ژورناليزم او فرهنګ د کورنۍ د ویاړلي او تکړه غړي ارواښاد جان اغا الکوزي جنازه سبا د جمعې په ورځ ( د وږي ۲۷مه د ۲۰۱۵ ع کال د سپټمبر په ۱۸ مه )، سهار ۹:۳۰ بجې د کابل هوايي ډګر ته رارسيږي او له هغه ځایه جلال اباد ښار ته ليږدول کيږي.

د ارواښاد د جنازې لمونځ به د جمعې مبارکې ورځې تر لمانځه وروسته د ماسپښین پر ۲ بجو د جلال اباد په عیدګاه جومات کې ترسره او وروسته به په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.
انا لله و انا الیه راجعون!
 ډېر درنښت،
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)

د فرهنګي چارو، اړیکو او 
مطبوعاتو  کمیټه

 

-
بېرته شاته