(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تفکر بڼه یا (IDEOLOGY)

[30.Sep.2015 - 17:14]

لیک: سلیمان اسدالله

د تلې اتمه/  کله چه عراق کې د صدام حسین حکومت وځپل شو، دولتي چارواکې له واک لیرې او زندانونو ته واچول شول او پر ځای یې نوي رژیم ځان قدرت ته ورساوه. نوي رژیم کې که یې مشخص کړو ځینو عراقي شعیه مذهبو او بیا په خاصه توګه د کردانو ډلې له سني مذهبو سره د انتها تر حده زور او زیاتۍ پیل کړ. د ښار خوا او شا کورونه یې ترې له ارزښتو څخه ډیر کښته نرخونو په زور او یا هم پرته له قیمت پرې کولو په زور سره واخیستل. هره ورځ به یې له ناموس نیولې تر سره، مال، کورنۍ، سوداګرئ، مذهب او نورو موضوعاتو کې ورسره ظلم او جبر کاوه. له داسې حالاتو یوه ډله عراقیان په تنګ راغلل او ټوپک ته یې لاس پورې کړ، له کوڅو نه یې پیل وکړ او هر ظالم یې په خپل مټ محکمه کړل.

له حالاتو ګټه واخیستل شوه او د ابوبکر بغدادي تر مشری لاندې د داعش او وروسته د (ای اس ای اس) ډله را مینځ ته شوه. نن ورځ دا ډله تر منځنۍ آسیا خپلې لیکې خپرې کړي او په افغانستان کې هم اوس ښه کره فعاله دي. که څه هم پرته له مالي مرستې دومره لویه ډله نشي پرمخ تللای او نه خپلې کړنې تر سره کولای شي، اما بیا هم خبره د تفکر بڼې یا آیدیولوژي ته ورځي.

د داعش آیدیولوژي د جبر او ظلم پر ضد پداسې حالاتو کې آواز او عملي ګام پورته کول وه کله چې حکومت هم د ظالم په لاس کې وي او څوک دې د غږ اوریدو او مرستې او ملاتړ هم نه وي.

په افغانستان کې د تیر دولت د بې کفایتۍ، په ځینو سیمو کې د ځینو دولتي چارواکو، امنیې قومندانانو، والیانو او وکیلانو او نورو ظلمونه، تیري او حق تلفي ددې لامل وګرځېد چه طالب ډله لویه شي او په لیکو کې یې افغاني ځوانان ورګډ شي.
په کلیو کې یو لږ شمیر طالبان دي او پاتې تقریبآ ټول یې د طالبانو هم غږي او ملاتړې دي، او دا ځکه چې که کومه ګټه د طالب ورته نه رسېږي نو تاوان یې هم نه رسیږي. له دولته خو هم ددو په نامه ګټې یوه خاصه ډله خلک خوري او هم یې په مال، ناموس، قوم، کورنۍ وغیره تیری کیږي، که داسې نده ورشه او له یوه کلیواله چه د طالب طرفداری دی وپوښته!!!

لدې موقع هم دښمن ګټه واخیسته او له طالب څخه یې هم د افغانستان په ضد کار واخیست او اخلي یې.

د طالب هم اصلي انرژي مالي مرسته او تربییت ندی، بلکه هغه کړاوونه دي چه له خپله لاسې یې مونږ په خپل وطن کې په مظلومو وینو. د اکثره طالبانو چه کله نظریا په دقت سره واورې نو انګیرنه به یې د عراق د داعش په څیر له خپله ځانه، کورنیه، جق څخه او ناموس او مذهب څخه د مفسد، ظالم، جابر او ګمراه چارواکي په خلاف هم غږ او هم عملي ګام اوچتول وي.

له کندزیانو یو وار باید و پوښتل شي چه کوم لامل وه چه حکومت د خلکو تر نظره بد شو او ولې کندزیان له حکومت سره په کلکه ندي ولاړ؟؟؟ او دا دې هم ترې و پوښتل شي چه د دوی په اند حکومت څوک دی؟ او په کندز کې په تیرو ۱۲ کلونو کې حاکمان څوک وه او له عامو وګړو سره یې څه ډول چلن کاوه؟؟؟ البته باید له داسې کس څخه دا پوښتنې وشي چه هغه خپله هلته په کندز کې پدې تیرو ۱۲ کلونو کې اوسیدلای وي.

دا حالت د کندز یواځې ندی، تقریبا هر ولایت کې همدا حالت دی. وکیل د پیسو په ځور کامیابیږي، ولایتي شورا ته جابر، ظالم او مفسد کسان ور ننوځي، امنیه قومندان چه تر څو په بوجیو پیسې ورنکړي داسې بست نشي تر لاسه کولای، والي چه به له سیمییز ارګانونو تر ولسمشره (تیر حکومت کې کم له کمه) پیژندنه اووپیسې ورنکړې ولایت ته نشو رسیدلی، غل به خوشې او غریب به د قانون او جابر دواړو تر تهدید لاندې وه او داسې نور. د هم هغو وکیلانو پس پاتي اوس نوي ولایتي شورا ته هم ور ننوتل، نوي حکومت کې یې هم ځای جوړ کړ، او له نوي حکومته یې هم د خلکو طمعې پرې کړې.

د کندز په نیولو کې زه مطمیین یم چه یو شمیر عامو وګړو کم له کمه د طالب ملاتړ کړی، که مرسته یې نوي کړې ملاتړ یې خامخا کړې.

که نن ورځ کندز له لاسه اووت، سبا ورځ به د هم هغې آیدیولوژي خلک د کندز له مثاله نور ولایاتو کې هم پاڅون وکړي او د دولت ملاتړي به پرېږدي.

د پاکستان ملامتول به زه دلته نه څیړم، ښه دی او که بد، هغه خپل ځای لري، اما آیا کله مو خپل په ګریوان کې کتلي چه تر کله به د بل ظلم چه پردی دی یادوو او ورته ژاړو به؟ او خپل هغه چې یا خو خرڅ شوي او د پردو په ساز ناڅي، یا هم د پردو د هیلو ښکار کیږي او یا خپله راته لکه د پردیو ظالم، مفسد، جابر، او غله جوړ شوي مو هیر کړي.

رسنیو ته عام خلک د دولت د ژبې او سترګو په سترګه ګوري، څه چې رسنئ وایي خلک باور لري چه دا دولت خلکو ته خبرې کوي. او که د دولت خبرې داسې له کینې، تبعیض، قوم پرستۍ، ژبپالنې او سمتي او نورو مذخرفاتو ډکې وي نو بیا له عامو خلکو د حکومت د ملاتړ طمع کول ندي پکار.

هیله ده چه زما تر لیکنې لوستلو وروسته پر ما د سیاسي تنظیم، دولتي مخالف، پردیپاله، قومي متصب وغیره ټاپې ونه وهل شي. زه یو افغان یم او دا ۲۰ کلن دور زما له نظره داسې ښکاري، زه په همدې باور یم.

-
بېرته شاته