(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کندوز ولس له سيمه ييزو

[01.Oct.2015 - 16:18]

د کندوز ولس له سيمه ييزو زور واکانو وژغورئ

خان جان الکوزی

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د کندوز وروستیو تحولاتو له اقتصادي پلوه لسګونه میلیون ډالر تاوان تر شا پرېښود. دغه خونه په عین حال کې وایي، تر اوسه یې داسې رپوټونه نه دي تر لاسه کړي، چې د کندوز د سقوط پر مهال دې کوم بانک یا د سوداګرو پانګه لوټ شوې وي. دغه خونه له حکومت غواړي چې د وضیعت د عادي کولو له پاره جدي هڅې وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د کندوز وروستيو کړکېچونو په اقتصادي برخه کې د میلیونونو ډالرو تاوان اړولی دی. داسې رپوټونه خپاره شول چې د کندوز د سقوط پر مهال ځینې بانکونه لوټ شوي، خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا نه مني. دغه خونه وایي، په کندوز کې اقتصادي بهیر ودرېد او ځینو خلکو له را منځته شوي وضعیت څخه ناوړه استفاده کړې او ځینو برخو کې يې چور او تالان شوی دی.

د سوادګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي:

«تر اوسه داسې رپوټ نه لرو چې وسله والو مخالفینو دې خصوصي بانکونه او پانګې چور کړې وي خو د جګړې له امله په دغه ولایت کې اقتصادي بهیر په ټپه ولاړ دی. دولت باید د حالاتو د کنټرول له پاره هڅې ګړندۍ کړي

سیمه ییز زور واکان د کندوز سوداګرو او کروندګرو ته لوی سرخوږی بلل کېږي. د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دې ستونزې د حل له پاره له دولت څخه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د سوادګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي:

«ولس په کندوز کې له سيمه ييزو زور واکانو څخه وژغورئ. د کندوز له ناکراریو څخه فرصت غوښتونکو ناوړه ګټه پورته کړې ده او ورانکاري یې کړې ده. ځینې اقتصادي بنسټونه او مرستندویه ادارې له منځه وړل شوې دي

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د کندوز خلکو ته ډاډ ورکوي چې ګودامونو کې په کافي اندازه خوراکي توکي شته او سوداګر تیار دي چې خلکو ته په وخت سره خوراکي او نور لومړني توکي ورسوي.

-
بېرته شاته