(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کابل اؤ اسلام اباد د اړیکو زور

[03.Oct.2015 - 18:58]

د کابل اؤ اسلام اباد د اړیکو زور کراچۍ کې افغانانو نه اوځي ؟

فضل عزیز
کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي په ورستيو مياشتو کې په دغه ښار کې پوليسو په سلګونو کډوال نيولي او په جېلونو کې يې بند کړي دي . ځينې کډوال وايي چې د پاکستان او افغانستان اړيکې خرابې شي د دويې د نيولو عمل تُند شي .
په کراچۍ کې د افغان کډوالو د کېمپ يو مشر حاجي عبدالله بخاري وايي هسې خو تېر کال په پښور کې په ارمي پبلک سکول د حملې نه پس د کډوالو د نيولو لړۍ پېل شوې وه خو د تېر اګست په مياشت کې دغه سلسله تېزه شوه او په کراچۍ کې په سلګونو کډوال ونيول شو .
" د اګست په اول تاريخ دا شورو شوی ؤ او دا خاص د کارډ دپاره نه ؤ په نوم افغان به پوليسو نيولی يوه مياشت شپه او ورځ دا ګرفتارۍ شورو وې وې تقريباً ۶۵۰ کسان نيول شوي ؤ او اوس د کراچۍ په جېلونو کې ۴۵۰ کسان قېد دي چې د زياترو سره پکې کارډونه (پي او ار) نشته" .
عبدالله وايي کارډونو والا کسان خو ځينې د پوليس نه او ځينې بيا د عدالتونو نه خوشي شو ، خو دغه کسان چې په جېلونو کې بند دي د دويې د خوشي کېدو دپاره مونږ په خپله او د قونصلګرۍ لخوا هڅې کوؤ چې دويې خوشي شي ولې زياترو ته پکې په غېرقانونه توګه د پاتې کېدو په جرم کې د بند سزاګانې واورول شي.
د بلوچستان د پشين سيمې سره تعلق لرونکی بشيرخان چې د کراچۍ په ملير سيمه کې خپل هوټل لري وايي په دغه علاقه کې هم ډېر افغان کډوال مېشت دي او ماښام د ده په هوټل رايوځايې کيږي کښيني ، نوموړی وايي هر وخت نا کله کله د کډوالو د نيولو عمل تُند شي . هغه وايي چې کله په اخبارونو کې د پاکستان او افغانستان لخوا د يو بل په ضد بيانونه راشي د کډوالو د نيولو لړۍ پېل شي .
" کله تعلقات ښه وي (د پاکستان او افغانستان) نو بيا هيڅ مسله هم نه وي چې کله تعلقات لږ تريخ غوندې شي د هغې نه پس د افغان مهاجرينو ستونزې ډېرې شي او ډېر تنګول يې شورو شي" .
په کراچۍ کې د افغانستان قونصل جنرل شاه احمد سعيد ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ووئيل زما په خيال په دومره شمېره کې کډوال په جېلونو کې بند نه دي .
نوموړي زياته کړه يواځې په تېره مياشت کې مونږ د ۱۰۰ پورې کډوال د کراچۍ او حېدراباد د جېلونو نه ازاد کړي او د سپين بولدک د لارې مو افغانستان ته استولي دي . هغه ووئيل مونږ په دغه کار ځان خبر ساتو او چې څنګه معلومات ترلاسه کړو په کراچې يا حېدراباد او نورو سيمو کې کډوال نيول شوي د خوشي کولو هڅې يې پېل کوؤ .
حاجي عبدالله وايي مونږ په خپله قونصلګري خبرؤ خو چې د صوبې د محکمه داخله لخوا قونصلګرۍ ته د نيول شوؤ افغان کډوالو خبر ورکړی شي نو د هغې وروستو پرې هغويې خپله کارروائي شورو کوي .
د پوليس لخوا د کډوالو ځورولو او نيولو په اړه چې ډيوه ريډيو د کراچۍ د کمشنر شعيب احمد صديقي نه پوښتنه وکړه نو هغه ووئيل په غېر قانونه توګه د پاتې کېدونکو کډوالو په ضد خو د وړاندې نه عمليات کيږي ، او نوموړي وايي داسې کومه خبره نشته چې د پاکستان او افغانستان د تعلقاتو خرابېدو سره د کډوالو نيول کېده زيات شي .
د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يو اېن اېچ سي ار ترمخه په پاکستان کې ۱۵ لاکه افغان رجسټرډ کډوال دي ، چې پکې خواؤشا ۶۷زره په سندهـ صوبه او زياتره په کراچۍ کې مېشت دي .
د سندهـ صوبايي حکومت وايي په صوبه کې د غېررجسټر افغان کډوالو شمېره د لاکونو په حساب ده چې کومه کره شمېره يې نه ده معلومه . او کډوال په خپله وايي چې د يو لاک نه کم غېررجسټرډ کډوال په کراچۍ کې ژوند کوي .
د پاکستان حکومت د يو اېن اېچ سي ار په مرسته د روان کال تر اخرې پورې افغان رجسټرډ کډوالو ته په ملک کې په قانوني توګه د پاتې کېدو دپاره پي او ار يا د رجسټريشن د ثبوت کارډونه ورکړي دي . د پاکستان چارواکي وايي روانه مياشت کې به د غېرقانونه افغان کډوالو رجسټرېشن شورو کوي چې مقصد يې يواځې د افغانانو بيرته خپل هېواد ته د لېږلو دپاره سفري دستاويزات جوړل دي .
د يو اېن اېچ سي ار ترمخه په روان کال کې د پاکستان نه ۵۰ زره رجسټرډ افغان کډوال بيرته خپل ملک ته ستانه شوي چې پکې د نيمې نه زياته شمېره د خېبرپښتونخوا صوبې نه د بيرته 
تلو کډوالو ده .
سورس: ډیوه 

-
بېرته شاته