(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ستون ششم” د “ستون پنجم” پرمختللي او...

[05.Oct.2015 - 17:26]

ستون ششم” د “ستون پنجم” پرمختللي او خطرناکه ډله

لیک: نجیب الله خان

لومړی خو باید دا ووایم چې “ستون پنجم” ځکه نه ژباړو او کټ مټ يې را اخلو چې دا څه وخت کیږي د افغانستان په میډیا او ټولنیزو شبکو کې دا کلمه همداسي په همدې ډول ښکته پورته کیږي. دلته دا یو سټایل دی چې یوه اصطلاح یو ځل رواج او یو چا استعمال کړه هغه بیا د ډیر وخت لپاره د هر سیاسي چارپوه د ژبي په سر وې. هسي هم د تقلید ماسټران یو د نوښت په برخه کې د خدای شرمیدلي یو.

ستون پنجم:

راځئ ستون پنجم تعریف کړو او بیا تاسو خپله قضاوت وکړئ چې د تعریف له مخي د ستون پنجم اصلي همکاران څوک دې. د ستون پنجم اصطلاح اصلاً د 1936 او 1939 کلونو تر منځ د هسپانیا د کورني جنګ په وخت کې د نیشنلیست جنرال “ایملیو مولا وایدل” لخوا کارول شوې ده چې د هغه د پوځ څلور ستني د مادرید په لور وخوځیدې او جنرال د مادرید د ملیشو په منځ کې د ده د پوځ ملاتړي د پنځم ستون یا 5th Column په نوم یاد کړل.

د ډیکشینري ډاټ کام د تعریف له مخې، هغه ورانکارې او خاینې ډلې او خلک چې د هیواد د دښمنانو په ګټه د نظام له دننه نظام تخریبوي.

برټانیکا انسایکلوپیډیا يې داسي تعریفوي: د مخفي اجنټانو هغه ورانکاره ډله چې هڅه کوې د یوه ملت ملي یووالی او پیوستون له هرې ممکنې لارې او موجودو اختیاراتو او امکاناتو څّخه په استفادې سره ضعیف او زیانمن کړي.

فري ډیکشنري یې داسي تعریفوي: هغه ورانکاره تنظیم او ډله چې فعالیت په خپل هیواد کې کوي خو د هیواد او نظام له منابعو څخه په استفادې د بهرني دښمن لپاره په مخفي ډول د سیاسي استعمار او اهدافو لپاره زمینه برابروي. یعني د نظام په منځ کې د نظام دښمن.

ویکې پیډیا یې داسي تعریفوي: هغه ډله چې د بلې سترې ډلې (ملت) د تضعیف لپاره چې ظاهراً ځان ورته وفادار ښيې هڅي کوي. یعني پنځم ستون د جاسوسانو ډله ده خو په دې تفاوت چې جاسوس د خپل هیواد په ګټه د نورو ډلو په منځ کې نفوذ پیدا کوي مګر د ستون پنجم جاسوسان د خپل نظام په تاوان او د وړو ډلو او بهرنیو هیوادونو په ګټه لویه ډله، ملت او نظام له دننه تخریبوي او جاسوسي يې کوې. منابع او امکانات هم د دولت کاروي.

دا اصطلاح دلته افغانستان کې د ټلوالې یو تعداد تنظیمیان او ټوپکیان اوس په حکومت کې دننه اشخاصو لپاره کاروي چې ګواکي دوئ د نظام د ضعیفولو هڅه کوي، په نظام کې د ننه هم دي او د بهرنیو هیوادونو د استخباراتو لپاره جاسوسي کوې. دوئ هر هغه شخص ته د ستون پنجم اصطلاح کاروي چې د ټلوالې، تنظیمیانو او توپکیانو مخالف وي.

خو حقیقت بل څه دی. دوئ ځانونه په نسبي ډول له حکومتي مفتو امکاناتو بهر ولیدل ځکه یې په حکومت او رهبري باندي د جاسوسي تورونه ولګول. تنظیمیان، او جنګسالاران او د هغوئ همفکران د بنسټونو د نهادینه کیدلو سر سخت مخالف دې. د ښي حکومتدارۍ اصل هم دادی چې بنسټونه باید مستقل، بي پري، غیر سیاسي(ملي)، او د قوي ظرفیت درلودونکې وې. هله بیا یو دولت او هیواد کولای شي د نهادونو په سطحه له نورو هیوادونو سره اړیکې او روابط وپالي. ټلوالګر، تنظیمیان او په مجموع کې ټول ټوپکیان ددغه اساسي کار سرسخت مخالف دې. ځکه په دې کار سره د دوئ شخصي، تنظیمي او ډلیزې ګټې په خطر کې اچول کیږي. او د ګټو له خطر سره د دوئ د مخالفت او بغاوت اواز اوچتیږي.

په نویمو کلونو کې همدوئ ول چې د برحاله نظام ۴ لکه اردو یې منحل کړه، وسایل او تجهیزات یې په پاکستان وپلورل، افغانستان یې خیرات ته کینول، او د افغانانو لاسونه یې بهرنیو او کورنیو دښمنانو ته وتړل او بیا یې د پاکستان د ګټو لپاره لومړی کابل بیا ټول افغانستان په کورني جنګ کې لوټي لوټي کړل.

لا اوس هم د ملت ویني زبیښي. ایا یو جنګسالار چې په خپل کور کې د وسلو ډیپو لري او وسلي یې هم ټولي د ملي دفاع وزارت په بودیجه او امکاناتو اخیستل شوي وي او دی دا وسلي د نظام د تخریب، ضعیفه کولو او خلکو د وژلو لپاره کاروي “ستون پنجم” دی کنه؟ همدغه خلک چې نن د ستون پنجم چیغي وهي دیارلس کاله يې د ښاعلي حامد کرزي د حکومت ټول امکانات شخصي جیبونو ته واچول، هم یې په دولت کې لوړ پوستونه اشغال کړي وو، هر ډول امکانات ورسره وو، هم د دولت ضد وو. د نظام او دولت په امکاناتو او له دولت سره په شویو مرستو میلونران او میلیارداران شول خو بیا یې هم دیارلس کاله نظام وننګول، بنسټونه يې ضعیفه کړل، تخریب یې کړل چې محصول یې نن یو بل ضعیف دولت دی.

ایا د وزارت دفاع له بودیجي او د سرتیرو له امکاناتو څخه په سوونو میلیونه ډالره غلا کول او په شخصي جیب کې اچول د “ستون پنجم” په معنا دی او کنه؟ د کابل بانګ د یو میلیارد سرمایې غلا کول او د ملت خزاني او اقتصاد ته ضربه رسول د ستون پنجم په مانا دی او کنه؟ ایا د پدرام، حفیظ منصور او نورو لخوا د افغانستان ملي ارزښتونو ته توهین او د ملت تر منځ د بي اتفاقي ایجادول د “ستون پنجم” په مانا دی او کنه؟

ایا د دولت د برحاله والي لخوا د حکومت ننګول، د حکومت د فیصلو او پالیسیو ننګول د ایران او نورو هیوادنو د ګټو لپاره د “ستون پنجم” په مانا دی او کنه؟ ایا د بسم الله محمدي لخوا د دفاع وزارت سره د مرسته شویو وسلو څخه د ۶۰۰۰ میله M4 پرمختللیو امریکایې ټوپکو غلا د ستون پنجم په مانا دی او کنه؟

هره ورځ د حکومت ننګول، د مجاهد، باډي ګارډ او ساتونکو تر نامه لاندي شخصي غیر مسئولو وسلوالو ساتل او خلک پري ازارول د “ستون پنجم” په مانا دی او کنه؟ امان الله ګذر د غیر مسئولو وسلوالو خپل شخصي لښکر لري، عبدالرؤف ابراهیمي خپل لښکر لري، سیاف خپل لښکر لري، میر عالم خپل لښکر لري. معاش د ټولو له دولتي بودیجي دی خو کار ټول د دولت د ضعیفولو او تخریب لپاره کوي.

دوئ اوس ځکه د ستون پنجم خبره را ټینګه کړه چې حتا د ستون پنجم تر والو یې هم ور واړوله. د تیلو قراردادونه یې کنسل شول، د کابل بانک غلا شوي پیسي بیرته تري اخیستل کیږي، فسادونه یې را سرته شول، د وسلو زیرمتونونه یې بمبارد شول، له امنیتي ارګانونو څخه په نسبي ډول ګوښه شول او هڅه کیږي چې په امنیتي ارګانونو کې اساسي اصلاحاتي ګامونه واخیستل شي او ملي امنیتي ځواکونه په ریښتیني ډول د تنظیم، اشخاصو او ډلو په ځای لا زیات نور هم د ملي ګټو ساتونکې او مدافعین وروزل شي.

زه داسي هم نه وایم چې له دوئ پرته به په نظام کې دننه نور تخریب کاره او جاسوسان نه وې. وې به. بلکې حتماً شته خو کم له کمه دغه ټلوالګر خاینان او تنظیمې جنګسالاران ددې حق نه لري چې ځانونه د ملت غمخوار وښيې او ځانونه سپیني کوتري ثابت کړي. که ملت هر ډول انتقاد کوې نو توجیه کیدای شي، ریښتیني مدني فعالان دې مظاهره وکړې. خو دوئ چې خپله تر پوزي په فساد ککړ دې، متعصبین دې، او یا هم جاسوسان تیر شوي دې او ځیني لا اوس هم جاسوسان دې د انتقاد او نیوکي حق نلري. دغي مخربي، فاسدي او خایني ډلي او له تنظیمونو سره تړلو کسانو هغه تورونه چې په خاطر یې باید دوئ محاکمه شوي وای اوس په نورو پوري کوې.

دوئ ځانونه ستون پنجم نه بولي نورو ته ستون پنجم کاروي. نو دوئ په اتومات ډول د ستون ششم په نوم یادوو. ستون ششم د ستون پنجم پر مختللي او خطرناک ترینه ډله او شکل دی چې هم فاسد دې، هم جاسوسان دې، هم د نظام خوري او هم نظام تخریبوي.

دولت ته په کار ده چې په بنسټونو کار وکړي امنیتي ارګانونه د استقلال په طرف بوزي، ظرفیتونه ایجاد کړي، د قانون د پلي کولو په لور ګامونه واخیستل شي او په دې ترتیب سره د دواړو ډلو یعني ستون پنجم او ستون ششم د مهار کولو او له منځه وړلو په برخه کې جدې ګامونه واخیستلای شي.

-
بېرته شاته