(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له پښتنو سره ناروا چلند نه منو

[05.Oct.2015 - 17:58]

له پښتنو سره ناروا چلند نه منو. محمود خان اڅکزی

سېنېټر عثمان کاکړ وايي، د يوې اندازې مطابق تر يو لاک زیاتو پښتنو شناختي کارډونه بند دي چې پکې اتيا زره يواځې په پنجاب صوبه کې دي

د پاکستان مرکزي او د پنجاب صوبايي حکومت لخوا د پښتنو پرضد ناروا سلوک، د دوی شناختي کارډونو بندولو، بې ځايه تلاشیو او نیونواو پښتانه د کشمير او پنجاب له مختلفو سيمو اېستلو پر ضد په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري احتجاجي مظاهره وشوه.

په ظاهره کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او سېنېټر عثمان کاکړ په ګډون يو شمېر ځايي او صوبايي مشرانو او کارکنانو شرکت کړی وو.

د دوی غوښتنه وه پښتنو ته دې هم د نور ملک د اوسېدونکو په رنګ بنيادي سهولتونه او د اوسېدو حق ورکړل شي او د دوی بې ځايه تنګولو سلسله دې ودرول شي ځکه چې پښتانه هم د دې ملک اوسېدونکي دي او د پاکستان تر جوړېدو وړاندې پر خپله خاوره مېشت دي.

احتجاجي غونډې ته په وینا کې د پښتونخوا معپ مشر محمود خان اچکزئي وينا وه «پښتانه د پاکستان بغېر ژوند کولی شي خو د پښتنوبغېر د پاکستان وجود ګران دی. د ده په خبره موږ له حکومته هېڅنارواغوښتنه نه کوو، نه په ملک کې اړی ګړی پېدا کول غواړو خو په هېڅ صورت به دا برداشت نه کړو چې له پښتنو سره نا انصافي او زياتی وشي.

آيا دا مسله په سړک د احتجاج پرځای په پارليمان دننه په ښه شان نشوه هوارېدای؟ مشال راډيو ته د دې پوښتنې په ځواب کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېنېټر عثمان خان کاکړ وويل چې دا معامله یېدرې واره په سېنېټ کې پورته کړې ده خو حکومت ورته توجه نه ورکوي نو ځکه یې په احتجاج لاس پورې کړی دی، او په دغه سلسله کې به دوی په کراچۍ او د پنجاب په مختلفو ښارونو کې مظاهرې کوي.

د ده په خبره د يوې اندازې مطابق تر يو لاک زیاتو پښتنو شناختي کارډونه بند دي چې پکې اتيا زره يواځې په پنجاب صوبه کې دي، دا راز د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې هم د پښتنو شپږ سوه دکانونه تړل شوي دي او دوی ته په دوه مياشتو کې د کشميرپرېښودو ويل شوي دي.

"پنجاب د اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د پښتنو حق خوري"

دغه راز د پښتونخوا اولسي تحريک مشر ډاکټر سيد عالم مسود وايي چې د پاکستان مرکزي حکومت کوشش کوي چې د چين د کاشغر او بلوچستان د ګوادر ترمنځ اقتصادي راهدارۍ پروژې ګټې پنجاب واخلي او پښتانه له خپله حقه محرومه کړي، پنجاب به داسې کولو ته نه پريږدي.

د پښتونخوا اولسي تحریک مشر له مرکزي حکومت غوښتنه کړې ده چې د چین او پاکستان تر مینځ د اقتصادي راهدارۍ په معامله دې د وړو صوبو خبره واوري.

د مشال ریډیو په ځانګړې خپرونه، د مشال مرکه کې ډاکټر سید عالم مسود وویل چې د اوبو او بجلۍ د معاملو په شان مرکزي حکومت د اقتصادي پرمختیا په دې لویه منصوبه کې هم خیبر پښتونخوا او بلوچستان له پامه غورځولي دي. هيڅوک پر موږ په زور دا پروژه نه شي عملي کولی

نوموړي زیاته کړه چې د کاشغر- ګوادر ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ پروژه کې د پاکستان مرکزي حکومت وعده کړې وه چې دوه لارې به جوړوي. ډاکټر مسود وويل چې د پاکستان حکمران مسلم لېګ (ن) مرکزي حکومت د پنجاب لاره جوړوي خو په پښتنو او بلوچو سيمو تيريدونکې لارې لپاره يې پيسې هم نه دي بېلې کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((پنجاب د پښتنو حق خوري. سره د دې چې دغه اقتصادي راهدارۍ پروژه کې زموږ پر سيمو تيريدونکې لاره لنډه، ارزانه او ګټوره ده خو بيا هم د نوازشريف نه ده خوښه. د پنجاب لارې لپاره يې بجټ کې پيسې ايښي خو د پښتنو او بلوچو سيمو د اقتصادي پرمختګ لپاره هيڅ نشته))

بلخوا له پاکستانه خپريدونکې ده نيشن ورځپاڼه کې د سياسي چارو شنونکی او سياستوال، افراسياب خټک ليکي چې په کندوز کې د طالبانو تر وروستيوو بريدونو وروسته بايد پاکستان په خپله خاوره د هغو طالبانو ختمول پېل کړي. په مقاله کې راغلي چې پاکستان بايد د ترهګرۍ په وړاندې دوه مخې پاليسي پريږدي.

ده نيشن ورځپاڼه کې سياستوال او د سياسي چارو څيړونکی، افراسياب خټک ليکي چې کله په ۱۹۸۰ کلونو کې پاکستان افغانستان کې د روسانو پر وړاندې د جهاد په وختونو کې ژوره مداخله وکړه او د نړۍ تقريبا هر جهادي ته يې په خپله خاوره ځای ورکړ، ډېرو خلکو فکر کاوه چې پاکستان به له دې ګډوډۍ هيڅکله راونه وځي

د ليکوال په خبره پاکستان نه يوازې افغانستان او هندوستان کې وسله والو د خپلو اثاثو او لاس پوڅو په توګه کارولي بلکي په چين کې فعال يوغور بيلتون پاله هم په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته پاکستان کې مېشته شول. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان چين تر ټولو ښه دوست ګڼي. په مقاله کې راغلي چې د جندالله ډلې د فعاليتونو له وجې ايران هم  له خپل ګاونډي، پاکستان څخه ورته ستونزې لري.

د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان دوه مخې پاليسي حد نه لري. که طالبان پاکستان کې بريدونه کوي نو د هندوستان د جاسوسي ادارو لاس پوڅي ګڼل کيږي خو که طالبان افغانستان کې ترهګر فعاليتونه کوي نو هغوی ازادۍ ګټونکي بولي.

ده نيشن ورځپاڼه ليکي چې په نيويارک کې په ۲۰۰۱ کال کې د سټمبر د يوولسمې تر بريدونو وروسته کله چې د افغان طالبانو د ملاتړ او اسامه بن لادن ته د پنا ورکولو له وجې د ټولې نړۍ سترګې پاکستان ته واوښتې، پوځي آمر پرويز مشرف خپل ملک کې د وسله والو پر ضد يو لړ ګامونه واخيستل خو هغه هم د کومې اوږدمهالې ستراتيژۍ په نظر کې نيولو سره نه وو شوي. په مقاله کې راغلي چې پاکستان بيا هم طالبانو ته پټنځايونه ورکړل او په قبايلي سيمو کې يې داسې عمليات وکړل چې طالبان ختم نه کړي.

افراسياب خټک ليکي چې کله تېر کال د پاکستان پوځ ضرب عضب عمليات پيل کړل نو ټولو دا ويل چې اوس پاليسي بدله شوي او اسلام باد به د ترهګرو ځپلو ته مخه کړي. که څه هم د نوموړي په خبره تېر کال هم افغانستان کې د تشدد پېښې کمې نه وي خو ډېرو فکر کاوه چې دا يوازې لنډمهاله جګړې دي چې د ژمي په راتګ سره به کمې او يا هم ختمې شي. خو داسې ونه وشول.

په مقاله کې راغلي چې څو ورځې وړاندې طالبانو د کندوز ښار ډېرې برخې ونيولي چې پاکستان د طالبانو له خوا ياده سيمه کې د خلکو وژل او ځورول ونه غندل. د ليکوال په وينا د دې مانا دا ده چې که ترهګري پاکستان کې وي نو پر وړاندې به يې مقابله کيږي خو که افغانستان کې وي نو پاکستان به بې پري پاتې وي. په مقاله کې راغلي چې د ترهګرۍ په وړاندې د پاکستان دوه مخې پاليسي حد نه لري. که طالبان پاکستان کې بريدونه کوي نو د هندوستان د جاسوسي ادارو لاس پوڅي ګڼل کيږي خو که طالبان افغانستان کې ترهګر فعاليتونه کوي نو هغوی ازادۍ ګټونکي بولي.

ده نيشن ورځپاڼه ليکي چې د کندوز تر پېښې وروسته بايد پاکستان د افغانستان لپاره د ټاکلې پاليسۍ په بدلولو سوچ وکړي. ليکوال وايي پاکستان بايد په خپله خاوره د افغان طالبانو موجوديت نور ونه زغميش او زر تر زره دې يې وباسي.

-
بېرته شاته