(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

آیا د روغتون بمبارد توجیه کیدای شي؟

[05.Oct.2015 - 18:19]

لیک: ډاکټر حمیدالله زړه ور ساپی

د کندوز روان ناورین کې د نورو زړء بوګنوونکو جنایاتو تر څنګ چې د ډیرو شنوونکو په آند د پنځم او شپږم ستونونو!! له خوا پلان او عملي شول او لا هم دوام لري؛یو له تر ټولو بد او په ډیرو لږو نړیوالو جګړو کې ېې ساری لیدل شوی جنګي جنایت د بې سرحده ډاکټرانو( msf) په روغتون د امریکايي جنګي الوتکو له خوا بموري وه، چې د ۳ ډاکټرانو په شمول د ۹ طبي پرسونل ، او د ۸۰ بیګناه مریضانو او پایوازانو په وژلو، او خدای زده څومره لا درکیدو یا سوزیدو اوټپي کېدو سر ته رسیدلېوي.

د امریکا د ځواکونو ویاند او د داخله وزارت ویاند دواړو دا خبره کړې ده چې" هلته خطرناکه طالب جنګیالي یا وسله وال پټ ول"

؟!. فرض کړو چې څو تنه هلته پټ وو؛ آیا د ۲۱مې پیړۍ تر ټولو موډرنه جنګي ټکنالوجئ مجهز امریکايي پءلوعسکرو نه شو کولای هغوی ژوندي ونیسي ، او د روغتون د کارکوونکو او نورو ناروغانو او ملکي بې ګناه خلکو هیڅ فکر ورسره نه وو؟آیا په کوم بین المللي قوانینو کې د روغتون بمباردول روا ګڼل سوي؟...هوکې صرف پروسږکال اسرايېل د غزې پر تړانګه یو روغتون او څو ښوونځي په راکټونو وویشتل چې د اسراییل تر شا هم همدا ابلیسی-امریکايي ځواکونه رول لري!.

لکه څنګه چې د م.م.( un ) نماینده په کابل کې ويلي " په روغتون بمبارئ هیڅ توجیه کیدای نه شي" یعنې هیڅ کومه بهانه یا دلیل ورته قابل د قبول نشي کیدای. او دا یو جنګي جنایت بلل کیدای شي.مګر م.م۰هم یعنې ويتو؟؟؟؟؟!

نړیوال استبداد او جهان خوړونکی آمپریالیزم ، په افغانستان کې د خپلو پخوانیو جنایاتو غوندې ، دروغتون د کارکوونکو، مریضانو او پایوازانو له دې ډله ایزې وژنې لپاره هم صرف په مردارو ژبه یوه بښنه وغوښته! او ویاندان ېې غیر منطقي توجیه ورکول غواړي؛حال دا چې دا ډول جنګي جنایتونه باید جهاني محکمې ته کش شي.ښونځي،مساجد،روغتون ا.د.ن.عامالمنفعه ځایونه له یرغل خوندي وي.

د بې پولو ډاکټرانو د قندوز د روغتون شهیدانو ته د یو او لوی خدای تعالا له درباره عظیم اجر او جنتونه؛ او پاتې خپلوانو ته ېې د زړونو صبر غواړو. او دقندوز او ګران وطن نورو ځایونو کې د جګړو اورونو ته لمن وهونکيو ...ستونونو ته د تحت السکر جهنم

 

-
بېرته شاته