(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وينو سوداګر

[08.Oct.2015 - 17:26]

لیک:  استاد حبيب الله رفيع

د کندوز غميزه يوه هغه پېچلې سياسي او سوداګريزه لوبه ده چې ګڼ نړيوال او کورني اړخونه لري.

د دې خونړۍ لوبې له پيل سره له ما يوې راډيو پوښتنه وکړه: د خوست ولايت د پاکستان پر پوله پروت دی او په څو دقيقو کې ټروريسټان ورته را رسېدلای شي؛ نو هغه ولې سقوط نه کوي چې کندوز يې کوي؟

ما ورته وويل: ځکه چې امريکا منځنۍ اسيا ته د ورننوتو نقشه جوړه کړې او څو ورځې وړاندې يې يو مفصل پروګرام نشر کړ چې داعش د افغانستان په پنځه ويشتو ولايتونو کې فعاليت لري او نورو ولايتونو ته به هم خپرېږي؛ نو ځکه خوست له نقشې سره سم سقوط کوي.

له بلې خوا د افغانستان دولت پښې ټکولې چې د دوی له خوا به له افغانستانه تللي چارواکي ملګرو ملتونو ته، د پاکستان د لاسوهنې په باب يو شکايت‌ليک وړاندې کوي او هغه سندونه به ورسپاري چې د پاکستان د ښکاره لاسوهنې په باب دي.

خو زموږ هيأت ډېر کمزوری دريځ غوره کړ، سره له دې چې د پاکستان د هيأت مشرې له هندوستانه د شکايت درې دوسيې يوه په وزيرستان کې د لاسوهنې، بله په بلوڅستان کې د لاسوهنې او بله هم په سند کې د لاسوهنې په باب ملګرو ملتو ته وړاندې کړې او مستند شکايت يې وکړ.

په نظامي ساحه کې د دولت لوړ پوړي چارواکي له کندوزه وتښتېدل او کندوز يې په لوی لاس طالبانو ته حواله کړ او هغه فاجعه را منځ ته شوه چې تر اوسه لا روانه ده.

د بهرنيو ځواکونو مرسته چې وغوښته شوه، د هغوی الوتکو ډاکټران او ناروغان بمباري کړل او فاجعه يې نوره هم وسيعه او فجيعه کړه.

له بلې خوا د کندوز د برطرف شوي والي مرکو څرګنده کړه چې کندوز د لاسي توپکواکانو په ولکه کې و چې د قومي تعصب په سرکشه قاطر سپاره دي او په کندوز کې د قومي تعصب په اساس پر خلکو مسلط دي.

امنيتي ځواکونه هم ډلو او ډلګيو وېشلي او د کندوز د فاجعې په اوږدولو کې يې لاس دی. له هره اړخه د کندوز د خلکو په وينو سوداګري روانه ده او هر اړخ په خپله رضا له دې وينو کبان نيسي.

د کندوز خلک همدا اوس له ښاره تښتي، په دښتو کې اواره دي او د تېښتې لوری نه لري.

يوه برخه نور يې چې د تېښتې پښې نه لري په کورونو کې محاصره دي او د خوراک او څښاک څه نه لري.

د وينو سوداګرو خپله سودا او معامله کړې، کندوزيان يې له خپلو شومو اهدافو قرباني کړي او په دې پخواني سرنوشت يې اړولي دي چې پښتانه وايي:

 نه شته داسې لوری

 چې ور وتښتي کمزوری

-
بېرته شاته