(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

موسی شفیق، یو بې قبره شهید!

[12.Oct.2015 - 08:47]

لیک: محمد اشرف یاد

نوموړی د مولوي محمد ابراهیم کاموي زوی دی، په 1929م کال کې زېږېدلی دی، د ننګرهار د کامې ولسوالۍ د زرشوۍ کلي اوسېدونکی وو، د هارون په نوم يې یو ورور او څو خوېندې درلودلې، خپله يې زوی نه درلود خو لورګانې يې شته، په کلي کې له زده کړو وروسته د ننګرهار په نجم الدین اخندزاده مدرسه کې شامل شو، دولسم ټولګی يې په کابل عربي دارالعلوم کې ووایه، د پوهنې وزارت لخوا مصر ته د لوړو زده کړو لپاره واستول شو، هلته يې په حقوقو کې لېسانس او په عربي چارو کې ماستري وکړه، بیا امریکا ته لاړ، د کولمبیا پوهنتون څخه يې د خصوصي نړېوالو حقوقو په برخه کې دوهمه ماستري هم وکړه، وروسته يې د هاروارډ پوهنتون د نړېوالو اړيکو څانګه ولوسته، په پښتو، دري، عربي، انګلیسي او فرانسوي ژبو يې بشپړ تسلط درلود او په مطبوعاتو کې به يې په همدې پنځو ژبو لیکنې کولې، د یو علمي شخصیت په توګه هېواد ته راستون شو، په کابل پوهنتون کې استاد شو او هم يې د خصوصي نړیوالو حقوقو په برخه کې کتابونه او مقالې وليکلې، ښه ادیب، شاعر او ډېپلوماټ وو، د عدليې وزارت د قوانينو عمومي مدير، د عدليې وزارت د تقنين د چارو رئيس، د اساسي قانون د کميسيون غړى، د عدليې وزارت معين، د لويې جرګې عمومي منشي، د بهرنيو چارو وزارت سلاکار، په مصر، لبنان او سوډان کې د افغانستان سفیر هم پاتې شوی، د ښه استعداد او ذکاوت له امله په 1350 کال د بهرنيو چارو د وزیر او په 1351 کال کې د افغانستان د یو برجسته لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
هېواد ته يې دومره کار زړه غوښته چې کله خارجه وزیر وو نو د شپې تر یوولسو بجو به يې په دفتر کې کار کاوه، چې صدراعظم وو په اوونۍ کې یوه ورځ پارلمان ته تلو او د وکیلانو او ولس ستونزې به يې حلولې، د ایران سره یې د اوبو پر سر ربړه حل کړه، تل به يې ویل دا مې ارمان دی تر څو پاکستان سره د ډيورنډ کرښې شخړه هم زه خپله حل کړم او تر هغې وروسته هېواد د پرمختګ په ګاڼه سمبال کړم، فکر کېږي چې د کارمل په وخت کې د کابل په هوايي ‌ډګر کې شهید کړل د شو چې تر اوسه د یو بې قبره ، بې مزاره شهید په نوم یاديږي.
لاندې انځور د بې مزاره شهید .
محمد اشرف یاد ـ کابل

-
بېرته شاته