(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په عالی درجه نړیوال پوهنتونونه

[14.Oct.2015 - 17:32]

لس مخکښ هېوادونه چې په عالی درجه نړیوال پوهنتونونه لري
 

ژباړه: شفیق الله ځواک 
د متحده ایالات په نړۍ کې تر ټولو د عالی درجې لرونکي پوهنتونونه لري او د پوهنتونونو د درجه بندې له مخې يي لومړی مقام خپل کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو د خبرونو او نړیوالو راپورونو د نوی درجه بندی له مخې ۷۵۰ عالي نړیوال پوهنتونونه درجه بندي شوي دي، چې په دې کې امریکا د ۱۸۱ بهترینو پوهنتونونو په لرلو سره لمړی مقام خپل کړی دی
.
چین په دې لست کې په مقایسوي ډول دوهم ځای خپل کړی او ۵۷ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه لري
.
د نړۍ لس هېوادونه چې تر ټولو ډېر نړیوال عالي درجه لرونکي پوهنتونونه لري په لاندې ډول دي:
۱- امریکا متحده ایالات ۱۸۱ په عالي درجه نړیوال پوهنتونه لري
۲- چین په دوهم مقام کې ۵۷ نړیوال او په عالي درجه پوهنتونه لري
۳- انګلیستان ۵۵ نړیوال پوهنتونونه لري
۴-جرمني ۵۰ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۵-ایټالیا ۳۸ په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۶-فرانسه ۳۰په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۷- کاناډا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۸–اسټرالیا ۲۶په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۹-هسپانیه ۲۵په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
۱۰-چاپان ۲۴په عالي درجه نړیوال پوهنتونونه لري
د پوهنتونونو دا درجه بندي د درېو برطانوي پوهنتونو او یو کاناډايي پوهنتون لخوا هم خپور شوي چې د نړۍ ۷۵۰ عالی درجه نړیوال پوهنتونونه په کې درجه بندي شوي دي
.
د نړیوالو پوهنتونونو په دې درجه بندې کې د امریکا متحده ایالاتو د هارورډ پوهنتون لمړی مقام خپل کړی
.
پدې لسو هېوادونو کې لس بهترین پوهنتونونه په لاندې ډول دي:
 
۱- په امریکا متحده ایالاتو کې د هارورډ پوهنتون Harvard University
۲- په چین کې د پیکینګ پوهنتون Peking University
۳- په انګلیستان کې د  ایکسفورډ پوهنتون   University of Oxford
۴- په جرمني کې د ګوتینګن پوهنتون   University of Gottingen
۵- په ایټالیا کې د بولونیا پوهنتون  University of Bologna         
۶- په فرانسه کې د پاریس دیدرو پوهنتون  University of Paris Diderot
۷- په کاناډا کې د مک ګیل پوهنتون McGill University   
۸–په اسټرالیا کې د ملبورن پوهنتون  University of Melbourne
۹- په هسپانیا کې د بارسلونا   University of Barcelona 
 ۱۰-په چاپان کې د توکیو پوهنتون University of Tokyo
ژباړه
ژباړه: شفیق الله ځواک 

 

-
بېرته شاته