(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاکستانيو فلمونو کې پر پښتنو ...

[14.Oct.2015 - 18:03]

پاکستانيو فلمونو کې پر پښتنو ملنډې وهل کېږي

ليکوال نورالبشرنويد وايي چې «د پښتنو پر رواياتو، تاريخ او کلتور د پنجاب او په ځانګړې توګه د بنيادګرو له خوا چې کوم ګوزارونه کېږي هغې اوس فلمي بڼه خپله کړې ده
له تېرې یوې مودې راهیسې په پاکستانيو فلمونو او ډرامو کښې د پښتنو پر ضد منفي خبرې خپرېږي۔ په دې اړه بېلابېل څېړونکي او پوهان وايي چې د ډرامې يا فلم مقصد ولس ته پوهه او شعور ورکول دي نه چې يوه ځانګړې (خاصه ) ټولنه يا قام په نخښه کول دي.

دا نيوکې په ځانګړې توګه اردو فلمونو “دختر” او“ کراچي سے لاهور” وروستو زياتې شوې، چې په تېره لنډه موده کې د سنېما پر پرده وښودل شو۔ 
په فلم “کراچي سے لاهور” کې يو شمېر داسې کلیپونه شته چې پښتون پکې د ټرک ډرائيور او هم جنسباز ښودل شوی.

پاکستانیو فلمونو کې پر پښتنو د ملنډو یوه بله بېلګه: 
دغه رنګ په يو بل فلم “دختر” کې پښتون پر ښځو تېری کوونکی او د خپلې روغې جوړې لپاره د يوې لس کلنې ماشومې وادهله یوه شپېته کلن مشر سره د کولو په کردار کې ښودل شوی دی.

د پښتو ډرامو نامتو ليکوال ، ادیب او شاعر نورالبشرنويد وايي چې «د پښتنو پر رواياتو، رسم، تاريخ او کولتور باندې چې د پنجاب له خوا په ځانګړي (خصوصي) توګه او د بنيادګرو له خوا کوم ګوزارونه کېږي هغې اوس فلمي بڼه خپله کړې ده او دا بڼه (شکل) زموږ نه دی او نه مو خوښ دی ، بلکې دا په لوی لاس یا له کسته جوړ کړل شوی دی»

له مشال رېډيو سره په خبرو کې ښاغلي نورالبشر نويد زياته کړه چې پښتون د اردو په فلمونو او ډرامو کې د ټوکو، ملنډو او خندا د يو کردار په توګه وړاندې کېږي، خو اوس چې کوم ګوزار وشو هغه ټول پښتون بدنامول دي بايد د دې پرضد عملي ګامونه پورته کړل شي.

»پښتانه چې په کومه بڼه ښودل کېږي دا زموږ نه ده ، بلکې دا جوړ کړل شوې ده۔ د دې تر شا يو تريخ حقيقت پټ دی چې ډېری پښتانه ترې خبر دي۔ پښتون د ټوکو د يو کردار په توګه په اردو ډرامو او فلمونو کې ښودل کېږي. او پرضد یې پښتون ولس ته راپورته کېدل پکار دي»

د کوټې بو وتلی ليکوال، هدايتکار او اداکار جمال شاه وايي چې د دې هر څه په شا يو خوا پیسه ده او بل اړخ ته کرکجنه رويه۔ کوم پښتانه چې په دې کې کار کوي نو هغوی هم پښتو هېره کړې ده، بايد پښتانه خپل رښتونې بڼه پخپله ټولې نړۍ ته وښيي:

«د فکر خبره دا ده چې پښتون خبرې ډېرې او عمل لږ کوي۔ پښتنو ته پکار ده چې خپل جاج واخلي، پر خپل ځان تنقيد وکړي»

ښاغلی جمال شاه زياتوي، هر پښتون فنکار يا ليکوال ته په دې خبره فکر پکار دی چې څنګه کولی شي، خپله پېژندګلو او خپل کولتور ژوندی وساتي خو د ټولنیزې (معاشي ) ګټې په خاطر دې کله هم د پښتون کولتور پرضد کار   و نه کړي.

محمد عمران مشال راډيو اسلام آباد

-
بېرته شاته