(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پاکستان په اړه بل المثله پالیسي

[15.Oct.2015 - 16:35]

لیک:سرلوڅ مرادزی

د ځینو استثناوو او ځانګړتیاوو پرته، پاکستان سره بل المثله پالیسي غوره کول او له احساساتو پرته په سړه سینه دهغې پليتوب، دې هېواد سره د موجوده ستونزو په حل کې تر ټولو غوره، ښه او اسانه لار ګڼل کېدای شي.
ټولو ته ښکاره ده، پاکستانی دولت له افغان دولت سره له کلونو راهیسې او په تېره بیا اوسمهال بې غوغا، ارامه او په سړه سینه سیاسي لوبه کوي. له پاکستاني لوري په ظاهر کې هرڅه ارام او نورمال ښکاري؛ په خبرو، وعدو او ژمنو کې کمی نه لېدل کیږي، خو د دې غولوونکې ارامتیا شا ته، دغه دولت د افغانستان په وړاندې له سبوتاژ او بېلابېلو توطیو نیولې، د ترهګرو د مختلفو ډلو او د پوځیانو او ملیشو په ګډون، نااعلان شوې او نیابتي جګړه مخته وړي!
پاکستاني مقامات د تروریزم د ملاتړ او د ترهګرو په مرسته په افغانستان کې د لاسوهنې او پوځي تیري په اړه، د افغانستان پرله پسې نیوکې او اعتراضونه، په نرمه او دیپلوماتیکه ژبه او د مکر له اوښکو سره یوځای ځوابوي او داسې لوبه کوي چې هم د افغانانو نیوکې تکراري او بابیزه وځلوي، هم خپلو خلکو ته ځان په حق او د دوی د ګټو مدافع وړاندې کړي او هم د نړیوالې ټولنې په سترګو کې خاورې وپاشي او هغه تېرباسي او له دوی څخه پرله پسې ملاتړ، وسایل او پیسې ترلاسه کړي!
پاکستان، ترهګرو سره د مبارزې په نوم له نړیوالو پیسې راشکوي، خو په همدغو پیسو بیرته له پخوا زیات ترهګر روزي چې د بل ځل لپاره بیا د ډيرو ترهګرو د شتون په دعوې سره، نورې او ډېرې پیسې ترلاسه کړي.
پاکستاني چارواکو د افغانستان په وړاندې د ترهګرو پروژه، پوځ او استخباراتو(ISI) ته سپارلي. پوځ او استخبارات دا پروژه ارامه، بې غږه او په سړه سینه مخته وړي!
بلخوا پاکستاني دولت خپلې مذهبي میډیا ته دنده ورکړې چې د افغانستان په وړاندې جهاد هم پخپله خوله او هم کله د طالب او اوس له هغو سره یوځای د داعش په ژبه جاري وساتی.
یعنې دا چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپلې ستراتیژیکې موخې لږ تر لږه په لاندې دریو لورو کې هممهال تعقیبوي:
(۱) په ټوله کې پاکستانی دولت په ارامه، سړه سینه خپله پلان شوې ستراتیژي پلې کوي
(۲) پوځ او استخبارات يي د ترهګرو پروژه روزي، صادروي او د دوی په نوم او حضور جګړه پرمخ وړي
(۳) مذهبي میډیا يي د استخباراتو تر څار او لارښوونې لاندې د جهاد فتوې ورکوی او د وخت له ضایع کېدو پرته، پرله پسې د افغانستان په وړاندې د جهاد نارې وهي!
په دې سیاسي لوبه کې د پاکستان حکومتونه او اشخاص بدلیږي، کلونه او وختونه تیریږي، لوبغاړي یو د بل ځای نیسي، خو د لوبي ماهیت نه بدلیږي او لا پسې پيچلې او سختیږي!
په دې توګه د پاکستان په وړاندې باالمثل پالیسي باید لږ تر لږه په لاندې درې برخو کې تدوین وي:
۱ ــ د افغان حکومت پالیسي د ستراتیژیکو موخو لپاره
۲ ــ د افغاني استخباراتو پالیسي
۳ ــ د افغان مذهبي او مدني میډیا پالیسي
لومړی ــ د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت د پالیسۍ عمده لوري:
ــ د تروریزم پر ضد جګړه کې پاکستان سره، د حکومتونو په کچه د ګډې همکارۍ پالیسي او د هغې دوام ( افغانستان باید د تروریزم پر ضد سیمه یز او نړیوال ایتلاف کې د پاکستان په ګډون ټینګار ته ادامه ورکړي او په دې ایتلاف کې د پاکستاني دولت د ونډې په څرګندتیا او عملي ګډون هم ټینګار وشي)
ــ د دواړو ملتونو د کلتوري او اجتماعي اړیکو د غځولو په برخه کې ګډه همکاري
ــ د دواړو هېوادونو د ګډو متاقبلو ګټو پر بنسټ د اړیکو د رغاوی لپاره همکاری ( تجارتي اړیکي، ترانزیت، پانګونه او ځینې نورې برخې)
ــ د پاکستان د ګوښه توب پرځای، د سیمه یزه اقتصادي همکارۍ په چوکاټ کې د پاکستان ښکېلتوب ، ګډون، همکاریو او ژمنو ته د پاکستان هڅول
ــ پر پاکستان د اغیزمنو ګاونډیو( لکه چین) او سیمه یزو هېوادو په مټ تروریزم سره د مبارزې، افغانستان سره د ښو اړیکو او افغانستان او سیمې ته د تروریزم د صدور د مخنیوي په موخه، پاکستان سره د دغو هېوادو د ګډ کار هڅونه
ــ پاکستان سره په دې خبره ګډ کار کول چې افغانستان د هغه هېواد روا ګټې د ترهګرو او د پوځي او استخباراتي لارو پرته هم د ګډې همکارۍ په مټ، ترلاسه کولای شي
ــ همدارنګه د پاکستان له منځګړتوب پرته، د طالبانو او داعش د مهو او اغیزمنو کړیو سره اړیکې نیول او سولې ته د هغوی راماتول
بلخوا پکار دي چې لږ تر لږه د لاندې مطالبو په اړه یوه ژوره ستراتيژیکه څېړنه ترسره او موجود وي:
ــ تروریزم چې پاکستان يي پالي او پنځوي، ایا یوازې يي پخپلو امکاناتو تولیدوي که د نورو هېوادو امکانات هم ورسره دي؟
دا هېوادونه کوم دي او دا امکانات څه دي؟
ــ د تروریزم په تولید، هغه هم په ‍پاکستان کې د نورو هېوادو موخه څه ده؟ دا هېوادونه کوم اهداف تعقیبوي؟
ــ د تروریزم په تولید او پاللو کې د پاکستان اهداف کوم یو دي؟
ــ د تروریزم په تولید او ملاتړ پاکستان، له افغانستانه څه غواړي؟
ــ افغانستان کې د پاکستان د اهدافو او موخو ټولګه
ــ افغانستان کې د پاکستان د موخو د پلیتابه لپاره د پاکستان د اقداماتو ټولګه
ــ بلخوا پاکستان څخه، د افغانستان د اهدافو ټولګه
ــ د پاکستان په وړاندې د افغانستان د موخو د پلیتابه لپاره د اقداماتو ټولګه
ــ د پاکستاني تروریستانو په وړاندې د افغانستان د اقداماتو ټولګه
ــ افغانستان ، تروریزم او د ګاونډ او سیمې هېوادونه( د اړیکو او اقداماتو ټولګه)
ــ افغانستان ، تروریزم او نړۍ( د اړیکو او اقداماتو ټولګه)
یادونه:
البته په پورته یاده برخه کې د افغانستان پالیسي په ځینو برخو کې بالمثل نه شي ګڼل کېدای او افغانستان د خپلو ګټو پر بنسټ هغه رغوي
دوهم ــ د پاکستان په وړاندې د افغاني استخباراتي پالیسۍ په برخه کې:
یادونه:
د دې پالیسۍ منځپانګه، تشکیلات، موخې او اقدامات لکه د پاکستاني دولت د پالیسو پشان باید سري او پټ وي، خو په لاندې مواردو کې د افغاني استخباراتو کار عمومي جنبه لري:
ــ د افغانستان په کور دننه د استخباراتو پیاوړتیا چې د پاکستان لخوا د رالیږل شویو تروریستي ډلو مخه په ډيورنډ کرښه کې ونیسي
ــ د طالب هغو قومندانانو سره چې په کور دننه افغانستان کې جنګیږي، دولت کې د ونډې او په شراکت سره د سولې په موخه، مستقیمې اړیکې نیول او د هغو پراخول
ــ په افغان دولت او افغاني ټولنه کې د پاکستاني جاسوسانو پېژندنه او له منځه وړل
ــ په افغاني ټولنه او دولت کې د پاکستاني استخباراتو د سبوتاژ او ملي نفاق د هڅو شنډول
دریم ــ افغاني مذهبي او مدني میډیا او پاکستان:
د افغان مذهبي میډیا لخوا ( نه د افغان دولت لخوا) د تروریزم په پالنه او صدور کې د پاکستان د ISI او پوځ په وړاندې د جهاد اعلان
ــ همدارنګه افغان مذهبي ميډيا، د پاکستانۍ مذهبي ميډيا د مقابلې لپاره هم باید چمتو شي او اغیزمنتوب يي زیات او له پاکستانۍ مذهبي میډیا څخه نووښت پخپلو لاسو کې واخلي، له دفاعي حالته ووځي او تعرضي بڼه خپله کړي.
ــ بلخوا افغان مدني میډیا دنده لري یوخوا د پاکستاني دولت په وړاندې د افغان دولت د رسمي دریځ پالیسي وچلوي او بلخوا د افغان مذهبي میډیا غږ لا اوچت کړي او د هغې بشپړ ملاتړ وکړي
ــ افغان مدني میډیا باید د سیمې او نړۍ له میډیا سره د تروریزم په ټکولو کې (په تېره بیا پاکستان کې) شریکه ژبه ولري او په دې برخه کې شریکې اړیکې پیداکړي او ګډې موخې وپالي
ــ افغان مدني میډيا باید په پاکستان کې له هغو کړیو، ډلو او شخصیتونو سره چې تروریزم خپل دښمن بولي هم اړیکې ورغوي او د ګډ کار ژبه پيدا کړي.
نور بیا

-
بېرته شاته