(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنګ او پيسې که سوله او فقر

[15.Oct.2015 - 19:25]

د سبا فکر : ۵مه ناسته
د افغانستان د روانو حالاتو او دا چې په اوسني وضعیت کې افغان جهتونو ته څه کول په کار دي، په يوه علمي او څېړنیزه ناسته کې ډېرى ګډونوالو په هېواد کې د سولې ټینګښت د ټولو هېوادنیو چارو او ټولو جهتونو لومړنۍ اړتیا وبلله. دغه ناسته د سبا فکر ټولنې له خوا د" افغان جهتونو ته څه په کار ده " تر سرليک لاندي سې شنبې ورځ د روان کال د تلي میاشتې پر ۲۱مه نېټه کابل ښار کې جوړه شوې وه.
په دې ناسته کې چې ویناول پکې د ماليې پخوانی وزیر ډاکټر انوارالحق احدي او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولي وکیل احمد متوکل و، یو شمېر سیاسي او علمي شخصیتونو، د پوهنتونو استادانو، علمي او څېړنیزو مرکزونو څېړونکو سربېره، د پوهنتونو یو شمېر محصلینو هم برخه اخېستې وه. له هغه ځایه، چې په دې وروستیو کې د هېواد په دننه وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دي، د هېواد په لر او بر کې جنګ جګړو زوراخیستي، له هېواده د هېوادوالو تېښته خپلې وروستۍ کچې ته رسېدلي، بیکارۍ، بیوزلي او نورې امنیتي، ټولنیزې، فرهنګي او اقتصادي ناخوالي خلک تر سپږمو رسولي، نو په همداسې ناورینجنو شرایطو او حالاتو کې، څه کول په کار دي؟ په ټولیزه توګه د افغانانو او په ځانګړې توګه په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو جهتونو اسلامي او ملي مسوولیتونه او مکلفیتونه څه دي؟ ترڅو هېواد له روانو ناورینجنو شرایطو او حالاتو وژغورل شي. د سبا فکر ټولنه، چې د هېواد پر روانو حالاتو، خپلې عملي او څېړنیزې ناستې جوړوي، په خپله پنځمه ناسته کې یې همدا موضوع د خپلې ناستې بنسټیز بحث او څېړنې په توګه غوره کړې وه، چې د غونډې ویناوالو او نورو ګډونوالو پرې خپل نظرونه ورکړل. غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

سوله یوه اخلاقي اړتیا:
د غونډې لومړی ویناوال د افغانستان د مالیې او سوداګرۍ پخوانی وزیر او د افغان ملت ګوند افتخاري ریس ډاکټر انورالحق احدي و. ښاغلي احدي دې ته په پام سره، چې په هېواد کې د جګړو دوام د هېواد د وروسته پاته کېدو، ناخوالو او سترو غمیزو لامل ګرځېدلي، په هېواد کې د سولې ټینګښت یې د هېواد او هېوادوالو لپاره تر ټولو لومړنۍ اړتیا وبلله. احدي وویل: ((سوله يو اخلاقي ضرورت دی. چې سوله نه وي، نه مدنيت شته، نه اقتصاد، نه معارف پرمخ تلی شي. دا دومره کلونو کې مثلاً د ۱۵ تر شل ميليارده ډالرو بلډينګونه جوړ شوي، ډېر پرمختګ شوی، خو که جنګ راشي دا به ټول په يوه هفته کې له منځه يوسي.))
ډاکټر انورالحق احدي دې ته په پام سره، چې سوله دوه حالته لري زیاته کړه: (( یو دا چې څوک نظامي بری ترلاسه کړي، هغوی بيا د خپلې خوښې او فکر مطابق يو دولت او قانون جوړوي. نظامی فتحه چې راشي بیا سوله باندې څوک دومره بحث نه کوي، چې سوله څنګه وشي، او ناکام لوری څنګه شو. بل حالت دادی چې يو طرف هم نظامي فتحه نه شي کولی. دې وخت کې بيا سياسي حل ته اړتيا ده. او سياسي حل کې بايد د ټولو اړخونو يو څه غوښتنې په پام کې ونيول شي، او په عين حال کې د ټولنې د خلکو غوښتنې هم په نظر کې ونيول شي، کيدای شي د خلکو غوښتنې فرق ولري، خو مهمه ده.)) 
ښاغلي احدي، دې ته په اشارې سره، چې یو مهال افغانانو به د غرور جګړه کوله، خو په اوسنی جنګ کې متاسفانه هېڅ غرور نشته، د سوال جنګ دی او موږ په پرديو متکي يو، زیاته یې کړه: ((اوس چې د پنځمې ستنې خبره هم کېږي ټول پوهېږي، چې څومره هرڅوک په پرديو متکي دي. پخوا زموږ يو کمزوری دولت و. د داودخان  په وخت کې، غريب وو، خو فکر نه کوم، چې چا دې کولی شوای له پرديو سره روابط ولري او بيا دې کرار ناست وای، هغه دي په ډاډ د پردیو له پاره کار کړی وای)). احدي وویل، چې په دې جګړه کې هرڅوک هڅه کوي، چې بر لاس ولري، او هرچا چې برلاس درلودلی، بل لوري ته یې چندان توجه نه ده کړې، چې همدغه مسله د سولې په لاره کې خنډ ګرځېدلی دی.
باور جوړونه د سولې بنسټیز ټکی:
یو مهم اصل، چې په سوله او د سولې په خبرو کې مهم دی، د باور او اعتماد فضا موجودیت دی. په دې وروستیو کې، چې په دې برخه کې هرڅومره هڅې شوې، خو دغه اصل پکې پیکه ښکاري، طالبان پر دولت باور نه لري، دولت پر طالبانو بې اعتماده دی. ښاغلي احدي همدغه اصل ته په پام سره وویل: ((دلته چې د سياسي سولې په اړه په دې کلونو کې خبره کېږي، نو د اعتماد جوړونې لپاره ږغ کېږي. زما په باور، د اعتماد لپاره کافي زمينې شته، خو بیاهم ويره لرم چې بې اعتمادي به راشي. مثلا، طالبان وايي بنديان راخوشي کړئ، دولت به وايي چې زه څه پوهېږم چې په دې سره سوله راتلی شي که نه؟ بندیان به خوشي شي خو سوله به ونه شي)).
روښانه دریځ او نرم شرایط:
د افغانستان د سولې پروسې په مخ کې بل مهم خنډ د دواړو طرفونو ناروښان دریځونه او د سولې لپاره د نه منلو وړ شرایط دي. دولت طالبانو ته وايي، چې راشئ، وسله پر ځمکه کېږدئ، اساسي قانون ومنئ، دا سوله ده، خو طالبان بیا وايي، چې بهرني پوځونه ووځي، اساسي قانون کې بدلون راشي او موقته اداره دې جوړه شي. د ښاغلي احدي په باور، په دغو شرایطو کې یو شمېر یې ممکن او د منلو وړ دي، څه مشکل نشته. لکه په اساسي قانون کې تغییر، خو طالبان بايد مشخص ډول ووايي، چې په قانون اساسي کې څه شی غواړي تغيير کړي. کوم مواد يې تغيير کړي. خو له دې سره سره، ځېنې وار دمخه شرایط، هغه څه دي، چې د سولې بهیر ټکنی کوي، لکه د بهرنیانو وتل. د ښاغلي احدي په وینا، که چیرته امریکايې پوځیان له افغانستان څخه ووځي، اوباما داکار وکړي، همدوی د امنيتي ځواکونو ټول لګښتونه ورکوي. څلور ميليارده ډالره د امنیتي ځواکونو لپاره مرسته کوي. پر دې بنسټ، په سوله کې بايد دا مساله هم یاده شي، چې د دولت تمويل له کومه ځايه کېږي.
ښاغلي احدي همدي ټکي ته په پام سره وايي: ((په قطر کې زه له طالبانو سره کیناستم، هغوی ځينې داسې غوښتنې درلودې، چې زه فکر نه کوم چې د دولت په وس کې پوره وي)).
په دې برخه کې بله مهمه ستونزه دا ده، چې هر لوری له مذاکراتو مخکې هڅه کوي، چې نظامي بری ترلاسه کړي او له همدې امله مبهمې خبرې کوي. ښاغلي احدي وايي، چې د ده په باور هر طرف په ښکاره او څرګند ډول باید ووايي، چې له څه تيريدلی  شي.
احدي د موقتي ادارې د جوړېدو په اړه وايي، د موقت حکومت په اړه باید ووایم، چې دا مهمه ده، چې څرګنده شي، دا اداره به څرنګه یوه اداره وي، بې طرفه به وي؟ که به ترکيبي وي؟ که ترکيبي وي څوک به پکې اشتراک کوي؟ طالبان، شمالي ټلواله، دولت او نور...
هغه زیاتوي، په سوله کې د راتلونکي دولت په اساساتو باندې بايد توافق وشي. احدي وايي: ((زما له نظره بايد په جمهوریت موافقه وکړو، انتخابات به وي، رقابتي به وي، څوکاله بعد به وي. په دغه اصل باندې بايد موافقه وکړو. طالبانو په يوه ورقه کې چې موږ ته يې راکړې وه، ويلي وو موږ انحصار نه غواړو، رقابتي سياست منو. ما ورته وويل چې رقابتي سياست جمهوریت دی، انتخابات دي... که په دې باندې توافق وي، نو ډېره مساله حل ده. نور التبه د افرادو حقوق هم شته... د ښځو د درس او کار حق، د رایې حق، او طبعا مهم شی دا دی، چې په انتخاباتو کې شفافیت وي او طبعا بين المللي تعهدات هم مهم دي)).
د ټولو اړخونو نظر او د انصاف اصل:
سوله هغه مهال شوني ده، چې د انصاف او عدالت پر بنسټ وي. د افغانستان د تېرو او روانو ستونزو یو مهم لامل دادی، چې دلته هر څه د بې انصافۍ پر اصل ولاړ و. د ټولو اړخونو نظرونه په پام کې نه نیول کېدل. ښه بېلګه یې د بن کنفرانس دی، چې طالبان او اسلامي حزب له سره پکې له پامه غورځول شوي و او یوازې د یو جهت او محدودو جهتونو په ګټه پکې پرېکړه وشوه. همدې ټکي ته په پام سره، ښاغلي انورالحق وايي: (( په مجموع کې، سياسي سوله بايد وشي. د ټولو اړخونو نظر په پام کې ونيول شي. او د انصاف رعایت. پر دې بنسټ دغه سوله بايد منصفانه وي)).
د سولې لپاره د ارادې موجودیت:
د سولې لپاره د سیاسي ارادې موجودیت ډیر مهم اصل دی، چې د زیاترو له انده، ورته پاملرنه نه ده شوې. که د سولې لپاره په دواړو اړخونو کې ټینګه اراده موجوده نه وي، نو د سولې پروسه او د سولې خبرې به بې ګټې وي. ښاغلی احدي وايي، له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۹ پورې دولت سره اراده نه وه، چې له طالبانو سره کیني، خو
له ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ راهيسې بيا طالبانو سره اراده نه ښکاري، چې سولې ته کینې. طالبان اوسمهال دولت ته وايي ته څوک يې؟ زه له امريکا سره کينم.
دسبا فکر د همدې غونډې بل ویناوال، د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مولوي وکیل متوکل هم پر همدغه ټکي په ټینګار سره زیاتوي، چې د سولې لپاره د ارادې شتون یو مهم اصل، خو دغه اصل تر ډېره هغه لوري ته متوجه ده، چې ځان ته دولت وايي. ښاغلی متوکل په دې اړه وايي: ((د کرزي صاحب حکومت چې کله و، کرزي صاحب به وخت په وخت ورغوښتلو، د سولې په اړه. ليکن موږ پوهېدو، چې د سولې اراده نشته. اوس چې بيا تحول راغی، نوی حکومت راغی، نو هغه اصلي انتظارونه يې شاته وغورځول. داخلي کشمکشونو، حرصونو او جګړو په نتيجه کې لومړیتوبونه او سوله وځنډېده. د جګړې مساله بايد څېړل شوې وای، چې ولې پېل شوې ده. غلطي بايد رفع شوې وای. ډاکتر غني تر کاميابۍ مخکې د کانديداتورۍ وخت کې راڅخه پوښتنه وکړه، چې سوله څنګه وکړو؟ ما ورته وويل، چې سولې ته اراده شته کنه. وايي هو. ما ورته وويل، چې کامياب شوې، نو دوراهي دا ده، چې جنګ له پيسو سره او سوله له فقر سره، په دې کې به کوم يو غوره کوې؟ ده صادقانه وويل پيسې مهمې دي، ځکه هرڅوک او هر افغان پيسې غواړي. زه مايوسه شوم، چې کوم اميدونه خلکو لرل بيا به نو څنګه کېږي، خو ده وويل، چي امنيتي تړون هم کوم، او سوله هم کوم. بيا چې کله کامياب شو، ما يوه طرحه ورکړه، چې خلاصه يې دا وه چې منځګړتوب بايد وشي، ځکه مخامخ سوله مشکله ده. همدا طرحه مې طالبانو ته هم ولېږله. انتظار مې دا و، چې د غني ځواب به ژر راشي. د طالبانو نظر څو هفتې وروسته راغی، نيمه مثبت و. هغوی ویلي وو، تر اوسه د سولې کار نه دی شروع شوی، چې شروع شي له دغو اشخاصو څخه استفاده کوو، چې تاسې ورته اشاره کړې. د غني ځواب وځنډېدی، د قیوم کوچي له خوا مې اطلاع  وکړه، ځواب منفي وو. هغه راته وویل، چې يا به سوله مخامخ کېږي، او يا دا چې نه يې کوو. پاکستان مجبوروو، چې طالبان راسره کینوي. هماغه وو په مري کې يې د طالبانو د صحت مسول سياسي خبرو ته کيناوه، دغه حالت ته په پام سره، جنګونو شدت پیداکړی، ماته سوله نژدې نه ښکاري)). ښاغلی متوکل د سولې په لار کې له یو شمېر نورو خنډونو څخه هم یادونه کوي او وايي، د سولې دوه نور عمده موانع، د بهرنيو اشغالګرو موجوديت  او بل انانيت او ټول غوښتنه يا ځانغوښتنه ده.
دولت ډېر څه کولی شي:  
په سوله کې باید هغه لوری، چې ځان دولت او مسوول بولي، ډېر مسوولیت لري او باید ډېر څه ترسره کړي او ډېر انعطاف هم ولري. مولوي وکیل احمد متوکل همدې ټکي ته په اشارې سره وايي، دولت ډېر څه کولی شي، دنیا ورسره ده. مطبوعات يې په لاس کې دي، پر دې بنسټ، نسبت هغه بل طرف ته ډېر څه کولی شي. هغه زیاتوي، په اساسي قانون کې مشترکات شته دي. او د بحث وړ مسايل هم شته دي. مثلا، د انتخاباتو مساله او رياستي سيستم.
منځګړیتوب او صالح میزبان:
د سولې د خبرو د پیلېدو او د سولې پایلې ته رسولو په موخه د منځګړیتوب او صالح میزبان شتون، هغه مسله ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل ورته څرګندې اشارې لرلې. د ښاغلي متوکل په باور، منځګړیتوب مهم دی. او بايد افغانان يې وکړي. په مختلفو سطحو.
که څه هم اوس د سولې عالي شورا په نامه یو تشکل هم موجود دی، چې ځان د سولې د هڅو مسوول او یو شمېر خلک پرې د منځګړي ګومان او فکر کوي، خو ښاغلی متوکل وايي، چې دغه شورا د سولې لپاره منځګړی شورا نه، بلکې د سولې لپاره یوه دولتي شورا ده. هغه وايي: ((د سولې عالي شورا منځګړې شورا نه وه. هغه د تسليمولو لپاره يو ادرس و. د سولې لپاره هم نه و، او نه يې صلاحيت و، او نه يې غوښتل پوه شي، چې ولې هغوی جنګ کوئ او راشي سوله وکړي. هغه دولتي ادرس و. اوس موږ خپلواک او بې طرفه ادرس ته اړتيا لرو. او دا منځګړي بايد افغان وي)). ښاغلی متوکل زیاتوي، په منځګړیتوب کې، ځينې اشخاص د یو ګروپ په بڼه راټوليدلی شي، البته بانفوذه اشخاص، ګوند يا تنظيم نه، هغه کسان به وي چې ولسي ملاتړ ولري، او همدا ډول پر دواړو اړخونو فشار راوړي، چې ولې سولې ته غاړه نه ږدي؟ د ښاغلي متوکل په باور، د سولې لپاره يو قوي ادرس هم په کار دی. دغه ډول ډېر شيان دي، چې اختلاف پکې نشته، حتی چپ او راست پکې اختلاف نه لری. يو قوي صف د دغسې اشخاصو جوړیدلی شي چې متنازع مسايل تعريف کړي، توافق رامنځته کړي. هغه وايي، د طالبانو پر اوسنيو او پخوانيو قوانينو باندې دې کار وشی، او له اوسنيو سره پخلا شي.
د صالح میزبان شتون هم د سولې پروسې د پرمخ بیولو لپاره مهم دی. د ښاغلي متوکل په باور پاکستان صالح میزبان نه دی، چې دولت پرې اتکا کړې او داسې فکر کوي، چې هغوی کولی شي، طالبان سولې ته راضي کړي. هغه په دې باور دی، هغه اړخ، چې غواړي، د سولې لپاره میزبان شي، باید صالح میزبان وي. پاکستان او چین دواړه له افغان سولې څخه، ځانته ځانګړي اهداف لري. پاکستان د سولې له لارې غواړي، په خپلو حدودي مسايلو کې ګټه وکړي. چين غواړي د سينکيانګ مساله پرې حل کړي.
زور کارونه د سولې لامل نه ګرځي:
د سولې د ټینګښت په برخه کې یوه بله مسله چې مطرحه ده، د زور کارونه او د پوځي فشار استعمال دی. خو د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي، زور او فشار د سولې د ټینګښت لامل نه ګرځي. ښاغلی متوکل وايي: ((د زور او فشار له لارې سوله نه راځي)).
اوربند او مسووله میډیا:
ښاغلي متوکل د سولې خبرو د پیلېدو لپاره دوه نور مهم لاملونه هم په ګوته کوي. هغه وايي، یو مهم لامل په دې برخه کې د اوربند ټینګښت دی. هغه وايي، هغه سيمې چې اوس د طالبانو په لاس کې دي او په همجواره سيمو کې چې دولت پرې واکمن دی، امکان لری هلته يو افغاني اوربند رامنځته شي. د اوربند ساتلو مساله مهمه ده. دغه کار باید په مختلفو ولاياتو کې ترسره شي. په دغو سیمو کې دې نه خارجي او نه افغاني اړخونه ډزې وکړي. ښاغلی متوکل د سولې خبرو د پیلېدو او باور جوړونې په برخه کې د مسوولې میډیا شتون هم اړین ګڼي. هغه زیاتوي: ((اوسنۍ رسنۍ داسې ښکاري چې دې ته ناست وي، چې سوله څنګه خرابه کړي. مسؤله ميډيا دې ته کار وکړي چې څه ډول تصالح/تسامح راولي)).
د ده په باور مسووله میډیا باید د دواړو لورو خبرونه او نظرونه خپاره کړي، ښاغلی متوکل وايي، ذبيح الله مجاهد وويل، چې څوارلس کاله د طلوع تلویزیون له پیلېدو څخه پوره کېږي، خو دغه تلویزیون تراوسه پورې څورالس ثانيې هم د ده غږ نه دی خپور کړی او فقط د پاکستان لاسپوڅي يې بولي. پر دې بنسټ ښاغلی متوکل څرګندوي، که رسنۍ ډېر صفت او مدح ونه کړي، د تسامح لپاره خو دې محيط او زمينه نه خرابوي.
همدارنګه د سولې د ټینګښت په برخه کې نور لاملونه هم موثر برېښي، همدې ټکي ته په ټینګار سره ښاغلی متوکل د بهرنیانو خبره یادوي او وايي: ((خارجيان دا کار کولی شي، چې خپلې مرستې تر سولې پوري مشروطې او تعليق کړي. تر څو چې واقعي سوله راځي، دوی کولی شي ووايي، چې په سوله کې څومره پرمختګ راځي هومره مرستې به کوي، که مرستې په جنګ کې روانې وي، نو بيا د دوی مرستې هم په اوبو لاهو کېږي)).
د یادونې وړ ده، چې د سبا فکر ټولنه یوه خپلواکه او ناپیلې ټولنه ده، چې د یو شمېر کابل مېشتو ځوانانو له خوا رامنځته شوې او وخت په وخت د هېواد د روانو حالاتو د څېړلو په موخه علمي او څېړنیزې ناستې جوړوي.

-
بېرته شاته