(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خوست کې ادبي بڼدراونه

[16.Oct.2015 - 18:45]

نجیب الله الوخیل
په وروستیو کالونو کې په خوست کې ادبي او فرهنګي هڅو د ځوانانو د ژوندانه په ټولنیز اړخ ډېر اغېز پریباسلی، دوی نه یوازې په پراخه کچه زده کړو ته مخه کړې ده، بلکې تر څنګ يې د کلتوري او علمي جوړښتونو او ټولنو له لارې د علم، ادب او کلتور په ډګرونو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.

په خوست کې دا مهال په لسګونو ځوانانو علمي او ادبي کتابونه، شعري ټولګې، یونلیکونه، ناولونه، داستانونه، کیسۍ، مجلې او نورې ګټورې ریسالې خپرې کړي او دا بهیر د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په بره روان دی.
په ټولنیزو برنامو کې هم د ځونانو د ګډون پراخیدل د دې لامل شوې، چې دوی با جرئته شي او د ملي او نړیوالو مسلو او بهیرونو کې په پراخه کچه او ډېره لیوالتیا برخه واخلي.
نن د جمعې پر ورځ د تړون اونیزې مسوول مدیر سپین ګل روان نورزي مشال راډیو سره په خبرو کې د خوستیو ځوانانو د یو شمېر کلتوري پرمختګونو په اړه داسې یادونه وکړه:
((موږ چې ګورو اوس ډیری ځوانان له پخواني حالت څخه راوتلي دي، کتابونه يې چاپ کړي دي، په یوازې ځان مجلې چاپوي، نو دا د مدني او کلتوري فعالیتونو یوه بېلګه ده، چې په ځوانانو يې اغېز کړی دی او ځوانان يې مثبت لوري ته سوق کړي دي.))
شاعر او کره کتونکي فریدالله قربان د فرهنګ په ډګر کې د خوست ځنېپرمختګونه یاد کړل:
((په دې ولایت کې زیات شمېر مشاعرې جوړیږي، چې ځوانانو په کې د دریځ نه د غږیدو جرئت پیدا کړ، همدا کلتوري ټولنې ادبي او هنري پروګرامونه جوړوي، یو بل ډېر اړین کار د کتابونو لیکل او د چاپولو ډيریدل دي.))
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد نورالله ښاد لیونخېلو وايي، چې په دې ولایت کې وروستي فرهنګي پرمختګونه له هیلو او امیدونو ډک دي.
لیکوال، شاعر او ژورنالیست زاهدشاه انګار په خوست کې شته پرمختګونو ته په کتو وايي، که چیرې موجودو ستونزو او نیمګړتیاوو ته پاملرنه وشي، نو لاسته راوړنې به تر دې هم ډېرې وي:
((د فرهنګیانو او فرهنګي کړیو تر منځ د همغږۍ پیاوړتیا، د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د فرهنګي ودې له پاره د بیلابیلو پروګرامونو په لاره اچول، په دې اړه د رسنیو له لوري په دوامداره توګه د خپرونو چمتو کول او خپرول، د دولت له خوا د کتابونو د چاپ له پاره زمینه برابرول، د علمي سیمنارونو، غونډو او ورکشاپونو جوړول،د رښتینو فرهنګیانو هڅول او تشویقول دا به فکر کوم په فرهنګي وده کې ډېر اغېز ولري.))
د خوست د ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسوول مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې سیمه ییزه اداره د مدني او کلتوري ټولنو د فعالیتونو په اغېزمنتوب باور لري او له همدې کبله ده، چې دوی د مدني ټولنو د همغږۍ او پیاوړتیا له پاره ډېرې هڅې کړي دي:
((دا چې مدني بنسټونه په ځانګړي توګه مطبوعات د ټولنې د سمون او اصلاح له پاره ډېر بهترین رول لوبولی شي، همدغه مهمترین رول ته په پام سره ولایتي اداره پلان لري، چې لومړی د دوی ترمنځ همغږي پیدا کړي، ګډ تفاهم رامنځته کړي او بالاخره دوی سره په همغږۍ کې هغه اړین اقدامات ترسره کړي، چې د مدني ټولنو او رسنیو د پیاوړتیا او غښتلتیا سبب ګرځي، موږ له نیکه مرغه په خوست کې د مدني ټولنو سره او د رسنیو سره ډېره له نږدې همغږي لرو او په تفاهم کې ځني مشترک فعالیتونه پر مخ وړو.))
د یادونې وړ ده، په خوست کې دا مهال خواوشا اویا بیلابیل مدني او ټولنیز جوړښتونه فعالیت لري، چې ځني بنسټونه او ټولنې توانیدلي د خلکو او ځوانانو په وېښتابه، د دوی په هڅونه او د ځونانو په علمي او فکري وده کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

-
بېرته شاته