(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولسمشر غني هوت خېل په حکومت ...

[16.Oct.2015 - 20:38]

ولسمشر غني هوت خېل په حکومت کې شریک کړل 
 

لیک:ذبیح الله خورشیدی

ولسمشر غني تازه د یو فرمان پر اساس د هوت خېلو قومي شورا مخکینی مشر محمد یونس هوتک له یوکال ځنډ وروسته په قومي چارو کې خپل ارشد سلاکار ټاکلی.

په دې فرمان کې راغلي چې هغه په قومي چارو کې زیاته تجربه لري او له دې وروسته به د قومي شخړو په اواري کې ولسمشر سلا مشورې ورکوي.

داخبر د هوت خېلو لپاره په تېرو ۱۴ کلونو کې هیله بښوونکی او له خوښیو ډک ځکه وه چې په لومړي ځل هوت خېل په حکومت کې د ننه کېږي.

د ولسواکۍ په روانه یونیمه لسیزه کې هوت خېل په سیاسي نظام کې د اشرف غني په ګډ حکومت کې شریک کېږي.
دغه قوم د حکومتونو په جوړېدو کې زیاته برخه اخیستې خو، وروسته د تېرو حکومتونو د ناغېړې له امله په حاشیه کې پاتې شوي دي

 زه باور لرم چې په نظام کې د هوت خېلو ورګډېدل به د ډېرو هغو زور واکو د اندېښنې وړ وي چې د ولسمشر څخه باج اخلي.

اوس به ولسمشر د دې جرت ښه حس کړي چې زور واکو او جنګسلارنو سره چڼې ووهي او خپل نظام دبقاء لپاره ګواښونو ته متوجه وي.

هوت خېلو په ولسمشریزو ټاکنو کې په لوی اکثریت دغني ملاتړ وو او ټولو هغو ګواښونو په محوه کېدو کې یې رول ولوبوه چې د غني پرضد د شمال ټلوالې له لوري رسم شوي وو.

که د برخو په تناسب وکتل شي دغه پوسټ هوتخېلو ته بسنه نه کوي او نه هم دغه قوم کولای شي خپلو سیلانو سره چې د نظام ریښې یې په تېرو ۱۴ کلونو کې ځبېښلي حساب وکړي.
له بده مرغه چې ډېر سیاسي او نظامي پوسټونه هغو کړیو تر لاسه کړل چې د نظام ثبات ته ګواښوونکي وو او پرته له څوکۍ یې په دې ملک کې خپلې تورې شتمنۍ نه شي ساتلی.
دا ښکاره ده چې هوت خېلو د پنجشېرانو په پرتله څو برابره رایي ولسمشر غني ته په بکسونو کې اچولي ولې نن لیدل کېږي په حکومت کې تر ټولو قومونو غوښنه برخه د پنجشېرانو ده هم په اجرایه ریاست کې پړسیږي او هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې.
اوس که د غني سره د هوت خېلو ملاتړ نه وه نن به هغه د ارګ په ګډۍ داسې غوړ او چرب نه وه ناست او نه به یې هم د حکومت کولو داسې ارمان پوره شوی وه.

له دې سره باید دا هم روښانه شي چې هوت خېلو غني ته رایې په دې پار نه دي ورکړي چې هغه دې هوت خېل په واک کې شریک کړي خو، اوس چې حکومت وویشل شو مونږ مجبور یو چې د خپلو سیاسي سیلانو پر وړاندې غښتلي شوو او د نظام لویه برخه وګرځو.
که چېرته ګمارنې په میعار شوې وې مونږ په دې یوه سلاکار بسنه کوله خو اوس چې په نظام کې نابلدې او غیر سیاسي ګمارنې وشوې زمونږ ګیله هم پرځای ده.
په زغرده وایو چې مونږ نور دا نه شو زغملای غني دې  شمال ټلوالې ته بې ځایه باج ورکړي او دغه ډله چې د افغانستان په بې ثباتۍ کې لاس لري نوره هم په واک کې شي.
احمدضیاء مسعود د ټاکنو پرمهال ولسمشر غني ته درې رایې هم نه دي ورکړي ولې نن د هغه واکونه تر مرستیال ولسمشره رسیږي خو هوت خېل چې غني یې واک ته ورسوه او هغه ته یې په زور او زر سره ټاکنو ته را ودانګل نن تش په خوله مشاوریت ورکوي.
لیدل کېږي چې دلته عدالت سم نه دی پلي شوی او نه هم د حکومت وېش د برابرۍ پر اساس شوی چې د ټولو قومونو برخه دې واضح وي.
ولسمشر نور باید شمال ټلوالې ته باج ورکول بس کړي او نور د دې وخت دی چې پاتې خلک په حکومت کې شریک شي څو له خپلو حقونو لاقل دفاع وکړي.
غني باید په دې هم سر خلاص کړي چې هوت خېل په یوه مشاور بسنه نه کوي او نه به هم په دې سره هوت خېل ولسمشر ته ګلان په غاړه کې واچوي.
 مونږ غواړو خپلو سیالانو سره سیال شوو او په راتلونکې کې د خپل قوم او ملت څخه سمه دفاع وکړو داچې هوت خېل نن له لاسو او پښو تړل کېږي په اصل کې هغوی پړسیږي چې پرته له شخصي ګټو نور یې څه په یاد نه دي.
اوس وخت د ښاغلي محمد یونس هوتک ده چې خپل قوم څنګه په سیاسي ځواک بدلولی شي او څنګه د خپلې دندې د قوم د ښې ګڼې او د ملت هوساینې لپاره ګټه اخلي.
ولسمشر خو خپله پیرزوینه وکړه مونږ هیله لرو په نورو برخو کې هم هوت خېل د ولسمشر د پام وړ وګرځي او دغه قوم نور د نظام په حاشیه کې پاتې نه شي.
په همدې ستره هیله.

-
بېرته شاته