ذبیح الله خورشیدی

افغان حکومت لا هم د بېلابېلو اقتصادي برخو په اړه کره شمېرې نه لري.
ویل کېږي چې اوس هم د هېواد لپاره ډېری پراختیايي پلانونه او پالیسۍ د اټکلي شمېرو له مخې جوړېږي.
ولسمشر غني څه موده وړاندې ویلي و، چې د مرکزې احصایې ادرې په شمېرو یې باور نه لري.
د نور هر څه ترڅنګ تر اوسه د افغانستان نفوذ لا اټکلی دي. لومړی ځل په افغانستان کې سر شمیرنه په ۱۳۵۶ کال کې پیل او په کال ۱۳۵۸ کې پای ته ورسیده، چې د مرکزي احصایې له نظره یې پایلې نیمګړې وې.
په هغه سر شمېرنه کې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي د شمېر او پاتې نور د اټکل له مخې ویل شوي وو.
۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د بن کنفرانس پر مهال افغان چارواکو پرېکړه کړې وه، چې سرشمېرنې ته به لومړیتوب ورکوي، خو د مرکزي احصایې مشر شیر محمد جامي زاده وایي دا طرحه لا نه ده پلي شوې:« موږ ته لویه ننګونه د امنیت نشتوالی دی، که امنیت ښه وي زموږ کارونه ورسره سم وي او بله ننګونه د مسلکي کارکونکو کمښت دی.»
د قانون له مخې د کره رسمي شمېرو خپرول د مرکزي احصایې ادارې پر غاړه دي.
تېرو ۱۴ کلونو کې ډېر شمیر بنسټونو د احصایو برخه کې کار وکړ، چې د ډېرو شمېرې د پروژې له پای ته رسیدو سره بې درکه شوې او یا هم د افغانستان دولت ترې ګټه نه شوای اخیستلای.
د دغو طرحو لګښت میلیونونه ډالره و، چې د افغانستان دولت له بودجې او یا له نړیوالو مرستو څخه ورکول کېده.
خو په دې ادارې بې باوري دومره ده چې افغان ولسمشر پخپله د دغه بنسټ په شمېرو باور نه لري.
د کره احصایې نشتوالی نه یوازې دا چې اقتصادي او اجتماعي ستونزې یې په هېواد کې راپورته کړي هغو بنسټونو ته یې هم کار ګران کړی، چې تګلارې او خپرونې لري.
د اقتصاد وزارت تخنیکي مرستیال محمد اسماعیل وایي، کره احصایو د د دغه وزارت کارونو ته ستونزې نه دي راولاړې کړې، خو وایي خپله د مرکزې احصایې ادارې ته یې ننګونې ډېرې کړې دي:« د اقتصاد وزارت په کچه چې موږ کومو شمېرو ته اړتیا لرو هر کال یې له مرکزې احصایې سره شریکوو او بحث پرې کوو، ځکه ډېری شمېری موږ له نورو دولتي ادارو نه شو تر لاسه کولای، چې دې برخه کې احصایې اداره موږ سره مرسته کوي خو د کار پر وړاندې یې خنډونه شته.»
افغانستان یو کرنیز هېواد دی، چې د چارواکو په وینا یې ۷۵ سلنه وګړي یې په کرنې بوخت دي، خو دغه هېواد نوی په دې بر لاسی شوی چې د ځکمو د پوښښ نقشه یا (لند کاور) د ملګرو ملتونو په مرسته د هوا له لارې جوړه کړي.
د کرنې وزارت د کرنیزې احصایې مشر غلام ربانی حقیقت پال د دې طرحې په اړه بي بي سي ته ویلي:«
د لند کاور یا سټلایټ سیسټم له لارې چې د ځمکو او کرنې په هکله کومې شمیرې راټولوو کره او د باوړ دي.»
په مرکز او ولایتونو کې د وزارتونو او دویمو واحدونو ترمنځ د معلوماتو د لیږدونې د ټولیز سیستم نشتوالی د دې لامل شوی، چې د معلوماتو پر راټولولو لګښت ډېر او ترڅنګ یې دوه بنسټونه د تخنیکي ستونزو له امله په اسانۍ ونه شي کولای له یو بل سره اړیکه ونیسي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي، هم په دولت کې د معلوماتو رسونې پر اوسني جوړښت نیوکه کوي:« په تېرو دیارلسو یا څوارلسو کلونو کې زموږ یو شمېر وزارتونو په خپلو ادارو کې سیستمونه جوړ کړل، چې په دغو سیستمونو کې ځیني یې ډېر لګښتي او ګران بیه دي، له هره پلوه که ووایو دا سیستمونه په راتلونکي کې نه یوازې دا چې ګټه به یې نه وي، بلکې خپله به یو ګواښ وي.»
د دغو ستونزو تر څنګ د افغانستاان د احصایو بنسټونو کې د ظرفیت نشتوالی، د دولتي او خصوصي ادارو نه همکاري،نا امني، په ناقانونه بڼه د توکو قاچاق، د شمېرو له ارزښته د خلکو بې خبري، د پرمختللو وسایلو نشتوالی، هغه لاملونه دي، چې له کبله یې افغانستان کې لا هم د اټکل له مخې شمېر کېږي.