(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ازادي د ابادۍ مقدمه ده

[28.Oct.2015 - 15:22]

لیک: استاد حبيب الله رفيع

اعليحضرت امان الله چې په ۱۲۹۸لمريز كال كې په كلكه اراده او د ملت په غوڅ ملاتړ د افغانستان خپلواكي تر لاسه كړه، په يوه وينا كې يې وويل:
“ما خپل ژوند د هېواد د ابادۍ په لاره كې قربانۍ ته وقف كړى و، خو اوس چې خپلواكي تر لاسه شوه او هم زه ژوندى پاتې يم، نو پاتې ژوند به د هېواد د ابادۍ له پاره وقف كوم.”

همداسې يې وكړل، په نه ستړي كېدونكي عزم او اراده يې د هېواد ابادۍ ته ملا وتړله. د هېواد په ګوټ ګوټ كې يې ښوونځي پرانيستل.

د هېواد بچيان يې هم په كور دننه په درس بوخت كړل او هم يې بهرنيو هېوادو ته د زده‌كړو لپاره ولېږل. مطبوعات يې چې تر دې وړاندې يوازې په مركز كې وو، په ولاياتو كې هم رامنځته كړل. لارې او واټونه يې د هېواد هر لور ته وغځول. د دارلامان عصري ښار يې جوړ كړ او د هېواد په ځينې نورو ولاياتو كې يې هم عصري تاسيسات ورغول. ټلېفون او ټلګراف شبكې يې په هېواد كې وغځولې. د هېواد د چارو د قانوني پرمختګ لپاره يې اساسي قانون او تر اويا زيات فرعي قوانين جوړ كړل. په هېواد كې يې د قانون د حاكميت د تطبيق لپاره لاره هواره كړه او اقتصادي پرمختګ ته يې پاملرنه وكړه.

اعليحضرت شاه امان الله خان چې په ۱۳۰۶ لمريز كال د نړۍ هېوادونو ته يو شمېر سفرونه وكړل، له راستنېدو سره سم يې اراده وكړه چې افغانستان هم د نړۍ د پرمختلليو هېوادونو غوندې بېړنۍ وده او پرمختګ وكړي او افغان ملت نېكمرغه او هوسا شي.

نوموړي بېړنۍ اراده درلوده چې هېواد چټك پرمختګ وكړي او له بلې خوا غدار، مكار او فرېبكاره دښمن په چوكۍ ناست و، نو زموږ د ځوان او په كلك هوډ پرمخ روان حكومت مخې ته يې خنډونه او ځنډونه پيدا كړل او غوښتل يې چې د خپلې غوڅې ماتې غچ له دې لارې واخلي.

افغانستان تر خپلې ازادۍ وروسته په لسو كلونو كې په بېړه پر مخ روان و. دښمن د جاهلانه پاڅونونو ډېرې هڅې وكړې، خو څه يې تر لاسه نه کړل. په پاى كې يې د غلو يوه ډلګۍ تنظيم كړه او په هېواد كې يې بې نظمي رامنځته كړه.

غازي پاچا د دې لپاره چې د قدرت په جګړه يې د هېوادوالو وينې توى نه شي، د پاچاهۍ تخت پرېښود، خو بدبختۍ او بدې ورځې د دښمن له پلان سره سم، سر په سر په هېواد راغلې او د ابادۍ لار يې بنده كړه.

بيا هم تر نجات وروسته هېواد د مېږي پر پله پر مخ روان و، خو د كمونسټانو او شوروي ګوزار دا هر څه له منځه يوړل او له رنګا رنګ بدبختيو سره مخامخ شو.

قهرمان ملت بیا هم مېړانه وکړه او لکه څنګه يې چې له تور ښکېلاک نه آزادي تر لاسه کړې وه، همداسې یې سره ښکېلاک ته ماتې ورکړه چې نتېجه یې د ختیزې اروپا او منځنۍ اسیا د ګڼو هېوادونو د سره ښکېلاک له منګولو نه وتل او آزادېدل وو.

موږ له دې ازادۍ نه د ابادۍ لپاره زمینه مساعده نه کړه، بلکې په نویو بربادیو واوښتو او د سیمې د نورو وړو هېوادونو او د نړۍ د ستر ښکېلاکي ځواک امریکا تر برید لاندې راغلو او یو ځل بیا د آبادۍ هيله ناهیلې شوه.
ابادي له علم او پوهې او د خپل ځوان نسل د روزلو له لارې رامنځ ته کېدلای شي، نو راځئ دا ځل د علم انقلاب راولو او د خپلو ځوانانو په روزلو سره دا وران وطن ودان کړو اود ابادۍ په لور ګړندي ګامونه واخلو.

پردي چاته وطنونه نه جوړوي، وران وطن به په خپله ودانوو اود دې ودانولو لپاره خپلې مټې پیاوړې کوو.

ازادي د ابادۍ مقــــــــــــدمـــــــه ده
یو هېواد هله اباد شي چې ازاد شي

-
بېرته شاته