(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افضل خان لالا او امان کاسي

[03.Nov.2015 - 14:30]

افضل خان لالا او امان کاسي د یوې مبارزې مخکښان

لیک:ذبیح الله خورشیدی

په تېرو ۱۴ کلونو او له هغې ور اخوا د پښتونو زرګونه د سر سړي یا په ړنده جګړه کې ووژل شول او یا هم د افضل خان لالا او امان کاسي په څېر د عدم تشدد مبارزین په داسې بدو مرضونو له دنیا لاړل چې په درد یې یوازې خدای (ج) او دوی پوهېدل خو، بلا غمونه یې په خپل  سیاسي ژوند کې وګالل.

افضل خان لالا او امان کاسي د لوی افغانستان ستر ارمان درلود او د دې داعې لپاره یې د ډېرو افغان ضد څېرو سره ډغرې ووهلي خو، داچې د پښتونو کمبختی به څه و چې خپل د سر سړي یې له لاسه ورکړي یوازې او یوازې خدای پاک ښه عالم دی.

هغوی د لوی افغانستان او محکومو پښتونو د حقونو پر سر د پنجاب زندانونو ته هم ولوېدل خو، هېڅکله د خپل قوم له حقوقو تېر نه شول.

د پاکستان حکومت د عدم تشدد دې مبارزینو ته څو ځله د لوی امتیاز ورکولو وړاندیز وکړ چې ګواکې په دې سره به افضل لالا او امان کاسي د ډیورنډ له کرښې تېر شي او دغه خاوره به د پاکستان وبولي خو، د دوی په ژوند کې پاکستان دې هیلې ته ونه رسېده.

افضل خان لالا او امان کاسي که چېرته موقف او پیسې غوره ګڼلای او د باچاخان له مبارزې په شاه کېدل له شک پرته چې د پاکستان دې ناوړه غوښتونو ته به تسلیم شوي وو.

د خان لالا او کاسي دا پښې خبرې به د هېچا له یاده ونه وځي چې ویل به یې هېڅوک نړۍ ته قوي نه دي راغلي خو دا خلک دي چې نور قوي کوي نو مونږ ولې د خپل امتیاز  او سترې داعیې څخه پاکستان ته تېر شو او د سرټیټۍ ژوند غوره کړو.

د افضل لالا او امان کاسي د مبارزې صداقت له دې ځایه څرګندیږي چې د خپل قوم او ولس د حقونو لپاره یې د پنجاب په زندانونو کې سختې ترخې شپې سبا کړې خو پنجاب ته یې سر د عمر تر اخرې سلګۍ هم ټیټ نه کړ او د غلامۍ ځنځیر ته یې غاړه کې نه ښوده.

افضل خان لالا به ویل د دوی ستر مشر باچاخان په همدې لاره کې سختۍ او زندانونه ګاللي خو، هېڅ کله له خپلې برحقې مبارزې نه دی په شاه شوی، هغه به ټولو ته هیله ورکوله چې په زندان کې د ده لپاره خواشیني ونه کړي ځکه باچاخان په دې زندنانو کې شپې کړي او مونږ باید د هغه د مبارزې مشال بل وساتو.

نن که مونږ سره باچاخان ، صمد خان ، افضل لالا او امان کاسي نه شته خو، د هغوی مبارزه او فکر په دې دنیا کې لا ژوندۍ ده.

پښتانه باید د خپلو مشرانو لارې وڅاري او د دوی پرضد جوړې  شوې توطیې لکه څنګه چې افضل لالا او له هغه وړاندې نورو پښتون سیاستوالو شنډې کړي دوی هم هلې ځلې وکړي او خپل کړېدلی ولس د افغان ضد دښمنانو له شومو اهدافو وساتي .

د دې ارمانجنو هغه ارمان باید پوره شي چې په خپل ژوند کې لوی افغانستان غوښته او په خپل ګران هېواد  افغانستان کې یې ځان ته مېلمه ویلو کنځلې بللې.

دوی چې زمونږ د حقونو لپاره خپل خوږ ژوندی تریخ کړی وه مبارزې او حوصېلې ته یې دوه لاسي سلام روح دې ښاد او مبارزه دې تل پاتې وي.

د یو لوی او واحد افغانستان په هیله

 
-
بېرته شاته