(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغانستان ترهګرو سره د جګړې ...

[09.Nov.2015 - 12:24]

افغانستان ترهګرو سره د جګړې لومړۍ لیکه

لیک:سرلوڅ مرادزی

دا خبره چې افغانستان تروریستانو سره په لومړۍ لیکه کې جنګیږي او د ترهګرو له شر څخه د سیمه والو او نړیوالو د خوندیتوب په لار کې بېساري ځاني تلفات ویني او مالي زیانونه ګالي، اوس نه یوازې د افغانانو له خولې اورېدل کیږي، بلکې سیمه او نړۍ هم لږ تر لږه په خبرو او ژمنو کې له افغانانو سره په دې پریکړه کې یوه خوله ده.

افغانستان ترهګرو سره چې هېواد  ته له بهر او په تېره بیا له پاکستانه استول کیږي، د انساني ځواک پتوګه د جګړې په ډګر په یوازې ځان جنګیږي. نورهېوادونه د امریکا او ناټو په ګډون له انساني ځواک پرته، افغانستان سره پیکه مالي او د وسلو نیمګړې او مړژوانده مرسته کوي. په دې تړاو په چهارشنبه د نومبر په څلورمه، د ناټو سرمنشي ینس ستوتنبرګ په هسپانیا کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ځواکونه به يی د افغانستان په جګړه کې برخه وانخلي.

همدارنګه یو شمېر نورهېوادونه هم چې د ترهګرو له نیغ ګواښ سره مخ دي، د نندارچي دریځ لري او ځینې نور په تېره بیا عربي نړۍ، د پاکستان په سرخېلۍ او لومړیتوب د ترهګرو ملاتړ کوي. د سیمې د هېوادو او د لویدیځ په داسې نیمګړي چلند سره، څرګنده ده چې افغانان ترهګرو سره په دې نابرابره او پراخه جګړه کې لوړه انساني مرګ ژوبله ویني او له سترو مالي تاوانونو سره مخامخیږي!

دلته باید دا خبره یوځل بیا ښه په ډاګه وشی چې افغانان په سیمه او نړۍ کې داسې ګټې او موخې نلري چې د هغو د لاسته راوړلو لپاره ترهګر خپل هېواد ته اشر کړي، په کور دننه هغه وپالي او وروسته يي ګاونډ او نړۍ ته صادر کړي. د دې برعکس افغانان په پردۍ جګړه کې ښکېل دي، جګړه پر افغانانو له بهره تپل شوې او د ګاونډ او نړیوالو په نیابتي جګړه کې، هدیرې د افغانانو په مړو ډکیږي.

دوه خبرې ګاونډیانو او نړیوالو سره سپينې ویل پکار دي:

ــ دا چې افغانان، ګاونډ او نړۍ ته د تروریستي وحشت د خپراوي او سرایت په مخنیوي کې خپلې سینې سپر کوي، د اخلاقي معیارونو په لامل هم افغانان په سیمه او نړۍ حق لري چې په دې جګړه کې يي بېدریغه ملاتړ او هر اړخیزه مرسته وشي

ــ افغانانو سره  په ملاتړ او هراړخیزه مرسته، نړۍ په حقیقت کې له  خپل ځان سره مرسته کوي، ځکه په داسې ملاتړ او مرسته، ګاوڼد او نړۍ د افغانانو د سر په بیه او مالي تاوانونو، خپل هېوادونه د تروریزم له شره خوندي کوي او جګړه له خپل ټاټوبي او د هېواد له پولو او انګړه لیري ساتي.

افغانان یو متل لري، وايی« هغه ځای سوځي چې اور پرې بلیږي»

افغانستان په کور دننه د داعش په راټوکېدو، تروریزم سره په جګړه کې نوې او پریکنده پړاو ته ورننوځي. داعش په ننګرهار کې د القاعدې، طالبانو او نورو جهادي ډلو ټپلو خونړي لاسونه ترشا وتړل او په وحشت او بربریت کې د تاریخ او بشریت په کچه له چنګیز، هلاکو، ګوډتیمور او انګریزه ورواوښتل!

افغانان دا حق ځانته خوندي ساتي چې د داعش او ترهګرو د نورو ډلو او د هغو د ښکاره او پټو ملاتړو او مرستګړو په وړاندې د سیمې او ټولې نړۍ ملاتړ او مرسته ځانته وغواړي او په وړاندې يي د سیمه یزې او نړیوالې اجماع او اېتلاف په مټ غوڅې او ټاکونکي جګړې ته چمتو شي. داسې اجماع او اېتلاف باید له افغانستان سره یوځای، تروریزم او د هغه ښکاره او پټ ملګري دولتونه او ډلې د واحد دوښمن پتوګه وپېژني او افغانستان سره د جګړې د لومړۍ لیکې پتوګه، هر ډول مرستو او ملاتړ ته راودانګي.

ځینې دولتونه لکه پاکستان او یا سیمه او نړۍ کې نورې ټاکلې کړۍ، د سیمه یزې اجماع او اېتلاف په اړه د افغان دولت له وروستیو او تازه هڅو څخه په ډار کې، غواړي د داسې ملاتړ او مرستو په اړه د افغانانو منځ کې شک او بې باوري رامنځته کړي او تروریزم سره په جګړه کې افغانستان له سیمې او نړۍ څخه ګوښه وساتي!

د داعشي طاعون په زیاتېدو سره، د روسيی دولت وروستنی وړاندیز چې که افغان دولت له هغه هېواده په رسمي توګه وسلې او یا پوځي ملاتړ وغواړي، روسیه به داسې مرسته د افغان دولت په واک کې ورکړي، باید وڅېړل شي او د درنو وسلو په ګډون، په ملکې برخو کې هم د هغه هېواد همکاري او مرسته وغوښتل شي. روسیه کولای شي په افغانستان کې د خپلو پخوانیو پروژو په رغونه او یا د ځینو نورو په بشپړتوب کې لکه د ننګرهار کانال، د درونټې بریښناکوټ، د سالنګ لویلار، سیلو، جنګلک او یا د نویو ملکي پروژو په لاراچونه کې افغانستان سره مرسته وکړي. سوړ جنګ چې د نړۍ په کچه پایته رسېدلی، نه ښايي د تل لپاره د افغانستان او روسیي پر اړیکو د پخوا پشان سیوري ولري.

همداراز تروریزم سره د جګړې په ډګرهم روسیه او د افغانستان د شمال نور ګاونډ هېوادونه، افغان دولت سره شریکه ژبه او ورته ګټې لري. په پاکستان کې عرب، پنجابي، ازبک، تاجیک او چیچنايي ترهګر روزل کیږي او وروسته دغو هېوادونو ته د ګډوډۍ، انارشیزم او د سیکولرو دولتونو د پرځولو لپاره استول کیږي.

خو دلته باید یو ټکي ټینګ په پام کې ونیول شي او هغه دا چې دغه هېوادونه د روسیي په ګډون باید له ترهګرو سره د جګړې په برخه کې ملاتړ او مرسته یوازې د افغان مرکزي دولت سره وکړي، نه له بېلابېلو ایتنیکي ګروپونو او یا د هغوی تنظیمې ډلو سره!

بلخوا تېره اوونۍ افغان دولت له چین سره ۳ مهمې موافقې د امنیت، رغونې او تعلیم په برخو کې لاسلیک کړي. چین په افغانستان کې د مسو د عینک کان او د شمال ډند د تیلو پروژو په خپلولو سره چې افغانستان کې د امنیت او سولې په بسیا سره په کار لویدلی شي، د تروریزم په ځپلو کې پر پاکستان اغیزمن رول لوبولی شي. چین د سینکیانګ په ولایت کې د مخالفینو له تاوتریخوالي سره تل مخ دي. د اویغور مخالفه تبعیدي ډله چې له چین خپلواکي غواړي، د هغه هېواد له امنیتي ځواکونو سره نښتې کوي. د چین مخالفین هم په پاکستان کې روزنه مومي او وسلې ترلاسه کوي او په چین کې جنګیږي. د تروریزم په ټکولو کې دلته هم چین له افغانستان سره شریکې ګټې لري.

په تازه ورځو کې هندوستان ته د ښاغلي حنیف اتمر، حکمت کرزي کاري او دوستانه سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو په لاټینګولو کې مهم ګام ګڼل کېدای شي. هند د کشمېر په سر د ترهګرو له ګواښ سره چې د پاکستاني دولت لخوا روزل او پالل کیږي، مخ دی. په دې لامل هم ترهګر د افغانستان او هند شریک دوښمن ګڼل کیږي.

په لنډه توګه ویلای شو، د داعش او ترهګرو په تړاو لاندې درې ټکي باید تل په پام کې ولرو:

۱ ــ پاکستان تروریستي محور:

پاکستان په سیمه کې  د تروریزم ځاله، ټاټوبی، محور او ټولې سیمې ته د ترهګرو د استولو لامل

۲ ــ افغانستان د تروریزم ضد محور

افغانستان د تروریزم قرباني او هغه سره د جګړې لومړۍ لیکه

۳ ــ د تروریزم د بعدی یرغل موخه او مورچل

په سیمه کې هندوستان، چین، د افغانستان د شمال ګاونډي هېوادونه او روسیه د تروریزم د بعدي یرغل موخه او مورچل

په دې توګه یوخوا پاکستان او د هغه ښکاره او پټ ملاتړي په تروریستي جبهه کې او بلخوا افغانستان او د داعش او ترهګرو تر ګواښ لاندې هېوادونه، په بل سیمه یز او نړیوال غورځنګ کې، یو د بل په وړاندې سره مخامخ دي!

بله هیڅ لیدلی نه شي په دا منځ کې

یا مغل له ملکه ورک یا پښتون خوار

خوشال بابا

د ۲۰۱۵ کال د نومبر ۷ مه

سرلوڅ مرادزی

-
بېرته شاته