(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داستاد بیلتون په مړینه

[09.Nov.2015 - 21:58]

په یوه ټولنه کې هنر د انسانانو په منځ کې د اړیکو وسیله ده، چې هدف او موخه یې د هغوی راویښول دي او د انسانانو هرډول ویده عواطف، احساسات او تمایلات را پاروي.
هنرمند د خپل کلام اوهنر په وسیله خپل واقعي او ریشتیني افکاراو احساسات په نوښتګرانه ډول نورو ته بیان اولیږدوي. په هره ټولنه کې بیلابیل هنرونه موجود دي.
خو د موسیقې هنر د نورو هنرونو تر څنګ یو ډیر په زړه پورې هنر دی چې خدای پاک هنرمندانو ته ورپه برخه کړې دی.  د موسیقۍ هنرهم لکه د شعر هنر یوالهامي کیفیت اوالهي حکمت دی، چې زیاتره هنرمندانو ته ډالي شوې دی.
زموږ د موسیقې په بڼ کې ډیر شمیر استادان، هنرمندان، سندرغاړي او سازیان راټوکیدلي اوغوږړیدلي  وُ او دي. زموږ د هیوا د سیمیزې او فلکلوریک موسیقۍ په برخه کې خدای بخښلی استاد (مومن جان) بیلتون هغه تکړه سندرغاړی دی چې د ده له نوم سر زموږ هیواد وال اشنا دي. دی هغه پیژندل شوې څیره، وتلی او خوږ غږ لرونکی هنرمند وُ چې ټول خپل ویاړلی ژوند یې د خپلو خلکو او مینه والو په چوپړ کې تیر کړې دی. دی  زموږ د موسیقې په آسمان کې یو ځلانده ستوری او په کلونو، کلونو د بزمونومشال ؤ.
خدای بخښلي بیلتون د لوګر په ولایت کې زیږیدلی دی. ده په کوچنیوالي کې خپل مور او پلار له لاسه ورکړي وُ او د خپلې خور په ژورې پاملرنې سره یې خپل ژوند ته دوام ورکړ. دی لا ماشوم وُ چې د موسیقۍ سره مینه لرله په پیل کې یې توله (شپیلی) غږوله او په (۱۵) کلنی کې یې د سندرو په ویلو پیل وکړ او د خپلو یارانو او دوستانو په مجالسو کې یې سندرې ویلې او د دوی مجلسونه یې په خپل زړه وړونکي او خوندور اواز تاوده ساتلي وُ.
دی د استاد دُری لوګري شاګرد وُ، استاد دُری ده ته د موسیقي هنر په ښه او مسلکي زده کړو کې زیاته پاملرنه کړیده او د ده په مرسته یې رادیو افغانستان ته لاره پیدا کړه او خپلې سندرې یې هلته ثبت کړې. کله چې د ده خوږې سندرې د رادیو افغانستان په څپو کې خپرې شولې، هغه وُ چې ده د خلکو په منځ کې نور هم زیات شهرت او ګرانښت پیدا کړ.
د استاد بیلتون د سندرې اوریدل او لیدل د اوریدونکواو لیدونکو په زړونو منګولی ښخوي اوهغوی ځانته راکاږي. دی که نن د خلکو په منځ کې نشته خو د ده تل پاتی غږ او هنر د خلکو په ذهن او زړونو کې خپل ځانګړی ځای او مقام لري. د ده ټولې سندرې او  کمپوزونه د ستاینې، درنښت او قدر وړدي.
ده په رایو تلویزون کې بې شمیره سندرې ثبتی کړې دي.
خدای بخښلی بیلتون په هیواد کې د ننه د سیمیزې موسیقۍ په برخه کې څلور واره د کال د هنرمند په توګه انتخاب شوې دی او پنځه مډالونه یې تر لاسه کړې دي. 
مرحوم بیلتون بیلابیلو بهرنيو هیوادونو ته هنري سفرونه کړې دي لکه : ترکیه، بلغاریا، یوګوسلاویا او همداسې کله چې له هیواده کډوال شو امریکا او اروپا ته هم سفرونه کړې دي چې د خپلو هیواد والو له توودو هرکلیو سره مخامخ شوی وُ.
په دې ورستیو کلونو کې د سختی ناروغې سره مخامخ شو، د خپلو سترګو لید او د غوږو اوریدل یې له لاسه ورکړل او د ناروغی په بستر کې یې خپلې دردونکې شپې او ورځې تیرولې او هيڅ دولتي مقامونو ده ته پاملرنه و نه کړه.
خو په خواشینۍ سره  استاد بیلتون پر (۹) د نومبر پر (۲۰۱۵) زیږدیز کال کې له دې فاني نړۍ څخه خپلې سترګې پټې کړئ.
(انالله وانا الیه راجعون)
د خدای بخښلي مومن جان بیلتون مړینه زموږ د هیواد لپاره او په ځانګړي توګه د سیمیزو موسیقي د هنر په ډګر کې یوه ستره ضایعه ده.
زه نه یوازې د ده د مړینې په مناسبت د زړه له کومې خپګان او ژوره خواشیني څرګندوم، بلکې د ده کورنۍ او خپلوانو ته او د موسیقي ټولومینه والو ته د صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم، او دلوی خدای(ج) څخه ده ته د فردوس جنت غواړم.
په درنښت : انجنیرعبدالقادرمسعود

 

****************

د موسیقۍ او هنر له هسکه ځلانده ستوری راپریووت

دهنراوموسیقۍ دښکلي بڼ 
خوږاوازه بلبل ومړهغه بلبل چې په خپل خواږه غږاومست تنبورپه غږولوسره به یې غمجن اوخوږمن زړونه ټکورول دیارانواودوستانوبنډارونه به یې له خوښیواومستیوتل تاوده اوډک ساتل .
هو!دیوه بې ساري هنري استعداداوطلایې حنجرې درولودونکی هنرمندارواښادبیلتون یادوم چې د خورابې وزلی اوسختې ناروغۍ په بسترکې یې دهنرې سرشارې میني زړه په آبدي خوب پریووت.
انا لله وانآلیه راجعون
استاذبیلتون هغه له هنري اوافغاني درنښته، ډکه سټه ده چې زموږدګران هیواد په کلواوبانډوکې د ده خواږه اوازاومستې موسیقۍ سره ټول هیوادوال اشنا اوورسره دزړه له کومي مینه لري اوکلونه ،کلونه دراډیوافغانستان هنري څپې د ده په ښکلي اوزړه راښکونکي غږښکلي اوپه زړه پورې وي خودریغه،دریغه استاذبیلتون دبیلتانه په څپیړه دخپل غمجن اوویرجن هیواد اوکړیدلوهیوادوالوډیری،ډیری غمونه له ځانه سره ګورته یووړل هوهغه ژمن اوپه خپل ولس مین هنرمند چې دبوډاتوب په سپینه ږیره کې یې هم په فولکلوریکه دمست تنګې مستې ځدراڼۍ په سندره خپل هیوادوال اودخوږې میني مینان نازول اودافغان ولس دخوښۍ لپاره تل دخپل افغاني تنبوردتارونوپه غږولواوورسره جوخت دخپل خواږه اوازپه وسیله دغمونواوناورینونونواوجنګ جګړوسره په جنګ اودخپلو هیوادوالوپه شونډودخوښۍ هیله من و.
زموږ دهیواد پیاوړی اوکومیدېن هنرمندحاجې کامران خپله ګیله اوخپګان پرځای وړاندې کوي هغه وایې چې زموږوطن هم عجیب اوغریب وطن دی .په دې وطن کې هغه څوک چې بې رحمه وژنې کوي په قهراوغضب بې وزلي ولسونه ګواښي اوپه لوی لاس دخپل هیوادوال له ژړاډکې سترګې اوله غمه شونډې غواړي په چوراودرغلے په هسکوماڼیوکې میشت دي اوهم ورته قهرمان اواتل ویل کیږي اوپه درنوالقابویادیږي خوله بده مرغه په دې وطن کې هغه څوک چې غواړي خپل خلک وخندوي سترګی یې له خوښی ډکې اوپه شونډویې خندا خوره کړي دتوت دپاڼې ارزښت نه لري اوپخپلوغریبوجونګړوکې دبې وزلیواوناروغیوسره لاس اوګریوان وي.
حاجي کامران پرځای وایې په نوروهیوادونوکې دموسیقۍ اوهنرخاوندان سوکاله اوخوشاله ژوندلري اوهرڅوک یې چوپړاودرنښت کوي اودستروشتمنیو خاوندان وي خوزموږپه هیواد کې ټول هنرمندان دبې وزلیو،خواریواوبیلایلوناروغیوسره لاس په ګریوان دي اووتلواوپیاوړوهنرمندانوپه ناپایه اوستروناهیلیوپه غمجن اویرجن تلپاتې ابدي خوب تللي دي چې یو هم ارواښاد استاذ بیلتون دی د ده مړینه هنري ستره ضایعه اودهغه یاد تل ژوندی اوروح یې ښادغواړم.
داستاذبیلتون آر،نوم مومن خان اودپلارنوم یې جمعه خان دی اوپه ۱۳۱۳کال دکابل دچکریوپه سیمه کې زیږیدلی اوپه خټه داودخیل وچې دورپیښې ناروغۍ له کبله د۱۳۹۴کال دلړم په  ۱۸  نیته دشیوه کیوپه سیمه کې وفات شو د ده زامنودکورنۍ غړو،دوستانواود ده هنرمېنه والواودافغا نستان ټولودرنواوګرانواغلواوښاغلوهنرمندانوته دزړه له کومي تسلیت اوډاډینه غواړم.اوهیله مندیم چې افغان ځوان هنرمندان داستاذ بیلتون داصیل هنرلاره ژوندی اوښیرازه وساتي.
راته پورته کړه لاسونه ژاړه مــــه             اوس مې مه کړه ارمانونه ژاړه مه
یوزه نه یم چې دتورلحد بندي یم        خــــــــاوري شـــوي عالمونه ژاړه مـه
په درنښت
بسم الله اکبري
۹/۱۱/۲۰۱۵هالینډ

-
بېرته شاته