(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملتان او پښتانۀ

[11.Nov.2015 - 01:21]

لیک: لطيف جان بابى 

پۀ پښتو کښي تان،تو، تون، ته، ستان، ستؤ،ستون په همورته ډول د ځاى او ټاټوبي مانا لري.تان پۀ ملتان کښي،تو(پۀ پستؤ) کښي، تون(پۀ پوهنتون ،روزنتون،روغتون) کښي،ته(پۀدلته ،هلته،چيرته )کښي،ستان(پۀ افغانستان،او هيندوستان) کښي،ستؤ(پۀ پستؤ)کښي او ستون (پۀ مېلمستون) کښي.
د ملتان د نامۀ دوهمه برخه تان ده چي جوړښت يې سل پۀ سل کښي پښتو دئ.
ملتان او پښتانۀ
د ملتان زوړ نوم کاسياپوره/کسياپوره ؤ، چي د کاس(ساک) له نوم سره کلکي اړيکي لري. په ٦٦٤ زييځ/٤٤ سپوږميز کښي عربي سالار مهلب بن صفره د کابل او پېښور لخوا تر بنو او لاهور پوري ولاړ، او د ملتان لخوا يې د بلوڅو قندابيل او قيقان(قلات) ونيول. په ٧١٣ زييځ/٩٣ سپوږميز کښي د نامتۀ حجاج ورارۀ او زوم عربي سالار محمد بن قاسم ملتان او سيند ونيوئ او تر کنوجې(قنوجه)پوري ولاړئ.
د سلطان شيخ حميد لودي پښتون پاچا د پاچهۍ سرحدؤنه د شمال او سوهيل لخوا د ملتانه تر لغمانه پوري وې او د لمر لوېديځ خوا تۀ يې بنؤ او شمال مغرب تۀ يې ټل پروت ؤ،لوېديځ پلو تۀ يې سيوۍ(والس) او سوهيل تۀ يې الور(الرود) ښار ؤ چي د منصوري پۀ پاچهۍ پوري تړلى ؤ.تر ښار د بامندي د جندوار لښکري چوڼۍ وه او يو وړوکى ښار ؤ چي پاچا بۀ پکښي اوسېدئ.د ملتان پاچهي ختيځ پلو تۀ تر جالندهرا پوري غزېدلې وه اوق جالندهرا د کنوج(قنوج٠ پۀ پاچهۍ پوري اړه سرلودله او لهور او راميان د ملتان پۀ پولؤ کښي شامل ول. په ٩٨٠ زييځ کښي د سلطان حميد لودي او سبکتگين تر منځ په ملتان کښي روغه وسوه.په ١٠٠٤­١٠١٠ زييځ په ملتان کښي د لوديانو د څلرم پاچا ابولفتح داود بن نصر د واکمنۍ مهال ؤ چي په ١٠٠٥زييځ سلطان محمود غزنوي بريد باندي وکړ او ابولفتوح داود بن نصر بن حميد لودي دوهم پاچا ججه ومنله.بهرامشاه غزنوي په ١١١٨ زييځ په ملتان کښي محمد باهليم او د دۀ زامنو ته ماته ور کړه او په سوالک کښي يې د ناگوار کلا جوړه کړله. په ١٠٢٧زييځ کښي سلطان محمود غزنوي وروستى بريد پر ملتان باندي وکړ او د هغه ځاى جتان يې ايل کړل. محمد باهليم د ملتان واکمن ؤ چي په ١١١٨زييځ بهرامشاه غزنوي مات کړ.په ١١٧٤زييځ کښي سلطان معزالدين محمد غوري ملتان ونيوئ.په ١٢٤٦زييځ د هرات پاچا شمس الدين محمد مهين د ابوبکر کرت زوى د سالين نوين مغول سره ملتان او لاهور ونيول او کرت د لاهور حمکران سؤ.گوډ تېمور په ١٣٩٨زييځ خپل لمسى پير محمد يې د کابل،غزني او کندهار حکمران کړ او دې بې رحمه لمسي يې تر اباسين پوري د سليمان غرۀ افغانان وکوټل، اواچه او ملتان او سيند يې ونيول.په ١٦٣٠ زييځ د شاجهان مغولي پاچا لخوا احمد بېگ اتکه کابلى د ملتان پوځدار وټاکل سؤ. پۀ ١٧٢٧ کښي ملتان د شاحسين خان هوتک د پاچاهۍ يوه برخه وه.پۀ ١٧٢٢زييځ/١١٣٥ سپوږميز احمد شاه ابدالي په ملتان يا هرات کښي وزېږېدئ.په ١٧٤٨زييځ سردار زاهد خان سدوزى د ملتان حکمران ؤ.شاکر خان سدوزى د ١١٦٣ سپوږميز څخه تر ١١٧٠ پوري د ملتان حکمران ؤ.په ١٧٦٠ زييځ ياقوب خان خواجه سرا د ملتان صوبه دار سؤ او سردار علي محمد خان سدوزى په ملتان کښي د پښتنو مشر ؤ.په ١٧٦٠ زييځ کښي سردار شجاع خان سدوزى لومړى پلا تر ١١٩٧سپوږميز پوري د ملتان حکمران ؤ. شجاع خان سدوزى پۀ ١٧٧٩ کښي د ملتان حکمران ؤ.تېمور شاه پۀ ١٧٨١ زييځ ملتان بيا له سيکانؤ څخه ونيوئ او شجاع خان سدوزي تۀ يې وسپارئ.رکن الدوله نواب مظفر خان سدوزى پۀ ١٧٩٢ کابل تۀ راغلئ او د شاه زمان لخوا بيرته د ملتان حکمران سؤ.پۀ ١٧٩٨مظفر خان رکن الدوله د شجاع خان سدوزي زؤي د شاه زمان لخوا د ملتان ناظم سؤ .د شاه زمان د پاچاهۍ پر مهال مظفر خان صفدر جنگ سدوزى پۀ ٣ لکه روپۍ اجاره د ملتان حکمران ؤ. پۀ ١٨١١ شآه محمود سدوزي د وزير فتح خان پۀ مرسته شاه شجاع تۀ د کندهار پۀ جکان کښي ماته ور کړله او شاه شجاع ملتان تۀ ولاړ.پۀ ١٧٧٢ زييځ سردار محمد شريف خان سدوزى د ملتان حکمران ؤ.ملتان په ١٨١٨ مېلادي/زييځ سيکانو لاندي کړ.او د پاکستان د جؤرېدو سره پنجابيانؤ خېټه باندي واچوله.

-
بېرته شاته