(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ساده په یاد کښی کالیزه غونډه

[11.Nov.2015 - 22:46]

 ساده په یاد کښی کالیزه غونډه- مقالې اؤ مشاعره
روداد----- اعجازخټک
د عبد الرحیم ساده په یاد کښې کالیزه غونډه ګورنمنټ پوسټ ګریجویټ کالج کوهاټ کښې وشوه – صدارت ئې نوموړی شاعر اؤ ادیب ښاغلی سعادت سحر اوکړو، مشرمیلمه پکښې د دوبئ نه راغلې شاعر اؤ د عبد الرحیم ساده ډیر نزدې ملګرې ښاغلې جاوید انګار وو. د غونډې کوربه پروفیسر فضل الرحیم فاضل وو. د نظامت چارې ډاکټر پروفیسر وزیر شادان په ډیره ښه طریقه ترسره کړې. تلاوت کلام ښاغلی سعید رهبر اوکړو. 
ډاکټر پروفیسر وزیرشادان صیب د عبد الرحیم ساده پحقله ډیره بشپړه مقاله وړاندې کړه . هغوی اووئیل چه عبد الرحیم ساده صیب د خواجه خیلو کلی کښې د قدیر ګل ولد منور شاه شنواری کره زیږیدلی وو. د دوی نیکونه د کوهاټ په نمر خاته آړخ ته زیړې ته راغلی وو اؤ دلته ئې د ګل آباد په نوم یو کلې آباد کړې وو. هغه یو ګرځنده سړې وو، تر لرې لرې پورې ئي ګرځیدلې اؤ عالمانو بزرګانو سره ئې ناسته پاسته کړی ده. د پیرانو فقیرانو ډیر متعقد وو. ساده صیب په زیړه پټیالې کښې د محبت ساده ادبی ټولنې په نوم په کال ۱۹۷۸ کښې جوړه کړه چه اول صدر ئې هم دوی اوټاکلې شو.دوی وخت په وخت پخپلې علاقې کښې ډیرې مشاعری اؤ ادبی پروګرامونه کړی چه اثرات ئې ترننه پورې محسوسولې شی ګنی دا علاقه به په ادبی توګه بیخی ورکه وې. ساده صیب د خپل دور تقریبا ټول شاعران پیژنی ځکه هغوی تر ډیر لرې لرې مشاعرو کښې برخه آخستی . حمزه بابا، خاطرآپریدې، عبد الرحمن لوګې اؤ داسې نور ډیرو شاعرانو سره ئې مشاعرې اؤ ناسته پاسته کړی ده. حمزه بابا ورته د ساده تخلص خوښ کړې وو. دا تخلص په هغوی ځکه موزون راغلې چه ساده پخپل ژوند کښې ډیر ساده وو، کلام ئې ساده، خبرې ئې ساده، لباس ئې ساده، خوراک ئې ساده اؤ عشق ئې هم ساده وو لکه په شعر کښې وائی
ساده غوندې عاشق ئې اې ساده عبدالرحیمه 
ویړیا د ستا د پاره مې بیا بیا دمخ رڼا ده
ساده صیب دد غائبانه غږونه په نوم شعری مجموعه لری چه په کال ۲۰۰۴ .ء کښې د ناظم آباد کراچئ نه چاپ شوی ده. د ساده صیب کمال دا دې چه څه ئې په زړه راغلی هغه ئې د شعر په ژبه کاغذ ته سپارلی.د هغوی شاعری هم ډیره ساده اؤ د هرقسمه کږلیچومه پاکه ده. ځنه شعرونه ئې دومره عام فهم دی لکه چه وائي
ساده کښې هغه ده بیا وینه راغله
چه د پښتو خبره وشوه پکښې
حاجی ابراهیم بریکوټی د ساده صیب شاعرئ پحقله لیکی چه
د پښتو ژبې نوموړې شاعر عبدالرحیم ساده شاعری چه زما ورکوټی نظره تیره شوله نو ماته ترې درحمن بابا شاعرئ بوئې راغلې یا پکښې د قلندر مومند یا د حمزه بابا اؤ یا د خاطر آفریدی د کلامونو خوږوالې ضرورمحسوس کړې.
ساده صیب د چاربیتې په فن ډير ښه پوهیدو. هغوی به په مشاعرو کښې عموما یو لاس غوږ ته کړو اؤ ډیر په رعب دار اؤجذباتي انداز کښې چاربیته وئیله.همیش خلیل د چاربیتې ۱۱۰ اوسنی د چاربیتې شاعران په یو کتاب کښې راغونډکړی دی خو متأسفانه د دې شاعر نوم پکښې نه دې راغلې .
دهغوی نه پس د عبدالرحیم ساده صیب زوی پروفیسر فضل الرحیم فاضل د هغوی پحقله ډير ګټورې خبر ې اوکړې . د هغوی د خبرو نه دا اندازه اولګیده چه رحمن بابا وائی
که سړی کښې سل آتیا خویونه نور وی
خو یوه دوه پکښې ضرور د پلار و مور وی
بیا ورپسې جاوید انګارصیب د ساده صیب سره د خپلې ملګرتې اؤ کلک تعلق پحقله خبرې اوکړی اؤ دا ئې اووئیل چه کله مونږ په ساهو لیکونکی کوهاټ کښې وو نو یوه خواکه مونږ سره رومان ساغر، رحمت شاه رحمت، عدنان بخاری، سعادت سحر اؤ داسې نور شاعران ملګری وو خو په دو ټولو کښې زما ډیره ناسته پاسته د عبدالرحیم ساده سره وه. ما به چه کله غږ ورته اوکړو نو هغه به تیار وو اؤ دا پوښتنه به ئې نه کوله چه چرته اؤ څه کار پسې ځو. ځکه چه هغوی ته پته وه چه دا ما بیا چرته شاعر نیم پورې بیائی. هغه په شاعرانو ډیر مئین وو. په پښتو اؤ پښتونوالئ باندې مئین وو. هغوی سره زما ډير نزدی تعلق پاتې شوې دې.
د مقالو نه پس یوه غیرطرحی مشاعره وشوه چه پکښې د کوهاټ، لاچئ، هنګو اؤ خواو شا علاقو شاعرانو خپل کلامونه واؤرول. د هغوی نومونه څه په دې ډول دی
سعادت سحر، سعید رهبر، رحمت شاه رحمت، انجان آورکزئې، آمیر جان آورکزئي، محمد جان عاطف، پروفیسر ظفر تنها، پروفیسر ډاکټر وزیر شادان، یوسف آفریدی، پروفیسر سلطان عزیز، جاوید انګار، پروفیسر فضل الرحیم فاضل، اؤ د کالج زلمی شاعران چه نومونه ئې مانه لیکلو نه پاتې شوی دی .
سعادت سحر پخپلې صدارتی خطبې کښې اووئیل چه نن مونږ د کالج د طالبعلمانو کومه شاعری واؤریده هغه ډیره ښه شاعری ده. پکار ده چه دوی د پاره یوه ادبی ټولنه په کالج کښې جوړه کړلې شی . داسې په دوی وخت په وخت مشاعرې کوی اؤ د دوی به ادبی روزنه کیږی. هغوی د عبدالرحیم ساده د ادبی خدماتو ډیره ډیره ستائینه اوکړه. اؤ دا ئې اووئیل چه پکاردی چه د زیړې پټیالې شاعران پخپل مینځ کښې یوبل سره کلک تړون پیدا کړی اؤ کوم مشن چه عبدالرحیم ساده روان کړې وو چه هغه مخ په وړاندې بوځی. 
د مشاعرې نه پس ټولو شاعرانو اؤ نورو میلمانو د پاره د غرمی ډوډئ ډیر خوندور انتطام شوې وو. د دې غونډې ټول انتظام و انصرام پروفیسر فضل الرحیم فاضل، فضل محمود، محمد عارف ایډوکیټ کړې وو.چه مونږ ئې ډیره ډیره مننه کوو.

-
بېرته شاته