(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مطبوعاتي بلنه

[16.Nov.2015 - 01:56]


یکشنبه،۲۴ لړم، ۱۳۹۴ کابل
د ټاکنيزو کمیسیونونو د غړیو د غوراوي کميټې او نورو مهمو ملي مسایلو په اړه د حکومت پر ناعادلانه کړنو د افغانستان د مدني ټولنې د چتر بنسټونو ګډ خبري کنفرانس

د ملي او نړېوالو رسنیو، کورنیو او نړېوال اړوندو بنسټونو او مدني ټولنې درنو استازیو ته په ډېر درنښت بلنه ورکوو، چې هغه خبري کنفرانس په خپل راتګ لا ښکلی کړي، چې له لارې يې د افغانستان د مدني ټولنې د چتر بنسټونو لخوا پر لاندې موضوعاتو  ګډ دريځ اعلانیږي:                                                                   

۱. د ټاکنيزو کمیسیونونو د غوراوي کميټې او نورو ملي مسایلو په اړه د حکومت پر ناعادلانه کړنې.                                                                                         

۲. د مدني ټولنې له نامه د ناوړه ګټې اخيستې او د افغان ولس د عقیدوي، کلتوري او ملي ارزښتونو پر وړاندې د مدني فعالینو او مدني بنسټونو تر نامه لاندې د یو شمير معلوم الحاله اشخاصو او ډلو ناروا کړنې او فعالیتونه.                                         

وخت او نیټه: د سهار ۱۰:۰۰ بجې، دوشنبه، د نومبر ۱۶مه، ۲۰۱۵ زېږديز کال

ځای: د مطبوعاتو نړېوال مرکز، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، غازي محمد جان خان واټ،‌ کابل


Media Advisory:
November 15, 2015 Kabul

All media outlets & representatives of the related national & international organizations & CSOs are cordially invited to attend the joint press conference by the umbrella associations of the Civil Society of Afghanistan on the following very important topics:

1.     The illegitimate acts of the National Unity Government regarding the selection committee of the commissioners for the electoral commissions & other important national issues.

2.     The illicit acts against the faith, culture & trusts of the people of Afghanistan by some ordinary people or groups.


Date & Time: At 10:00, Monday, November 16,2015

Venue: International Media Hall, Ministry of Information & Culture, Mohammad Jan Khan Watt, Kabul  

-
بېرته شاته