(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محصلانو نیول به د ننګرهار پوهنتون

[20.Nov.2015 - 22:43]

د محصلانو نیول به د ننګرهار پوهنتون ستونزه حل کړي؟ 

لیک:ارشاد رغاند

رسنیو خبر ورکړ چې د ننګرهار پوهنتون په لیلیه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا څه کم دېرش محصلان په وروستۍ نظام ضد مظاهره کې د ښکېلتيا په تړاو نیول شوي دي.

د دې خبر له خپرېدو سره په ټولنیزو شبکو کې د قانونیت او نظام ګڼو پلویانو خوښي وښوده او دا کار یې د ننګرهار پوهنتون د ستونزو د حل لپاره یو ښه اقدام وباله.

زه هم د دغه پوهنتون وضعیت ته اندېښمن وم او تر اوسه پورې یم؛ خو وروستی ګام راته د دې ستونزې د حل لپاره اساسي، دایمي او موثر حل نه مالومېږي. ځکه د پوهنتون د افراطي کېدو هڅه، له محصلانو څخه نه؛ بلکې د پوهنتون له یو شمېر استادانو څخه چې اکثره یې د پوهنتون ادارې، امنیتي او کشفي ارګانونو او حتی رسنیو ته مالوم دي او نومونه یې هم په ځینو مواردو کې افشا او خپاره شوي، سرچینه اخلي.

دغه استادان چې له کلونو کلونو په افراطي ذهنیت د محصلانو په روزنه بوخت دي، ژر به وکړای شي د بندي شويو محصلانو تشه په نورو هغو ډکه او بیا په پوهنتون کې د وروستۍ مظاهرې په شان نورې مظاهرې او ناقانونه عملونه تنظیم او تطبیق کړي.
د ننګرهار پوهنتون له وضعیت او ستونزو سره د اشنا کېدو هڅه که وشي، مالومه به شي چې وروستۍ مظاهره چې د داعش او طالب بیرغونه پکې بدرګه کېدل، د یوې ورځې، یوه کال او یا لسو کلونو ستونزه نه ده، دا ستونزه په سیسټماټیک ډول څو لسیزې کېږي چې پسې غځېږي، له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوې او د پوهنتون په همدې جوړښت او کار‌بڼه کې به ممکن کلونه نور هم دوام وکړي.

څو کاله وړاندې همدا د ملي امنیت لوی ریاست د ننګرهار ‌پوهنتون یو شمېر محصلان له یوه اندازه وسلو، مهماتو او دولت ضدو تبلیغاتي پاڼو سره نیولي وو او وېډیوګانې یې د افغانستان پر ملي ټلوېزون خپرې کړې.

په وېډیوګانو کې نیول شويو محصلانو په خپله خوله اعتراف کاوه چې څو ځلې د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته په قبایلي سیمو کې جنګي او د ماین‌جوړونې زده‌کړې ورکړل شوې او دلته یې له هغو زده‌کړو څخه په استفادې سره د دولت خلاف په مخامخ جګړو او نورو چارو کې برخه اخیستې.

د وېډیو ګانو له خپرېدو څخه څو ورځې وروسته د پوهنتون یو شمېر استادانو له ځایي زورواکيو سره د خپلو اړیکو په برکت خپل نازولي محصلان له ملي امنیت څخه راخوشې او بیا د پوهنتون پر انګړ ننه‌ایستل.

په دې پوهنتون کې د افراطیت فعاله کړۍ چې د پوهنتون یو شمېر مخکښ او بانفوذه استادان پکې برخه لري، له مظاهرو پرته په نورو بڼو هم قانونیت، نظام او عدالت ګواښي، ډلبازي او قانون‌ځپنه كوي او د دوی له فکر سره ناهمغږيو محصلانو ته ستونزې جوړوي.
د ننګرهار پوهنتون د ستونزو د حل لپاره په کار ده چې د پوهنتون په مختلفو برخو کې ژور اصلاحات راوستل شي.

په دې اصلاحاتو کې له پوهنتون څخه باید د سیاسي لاس‌وهنو لنډول، په سیاسي او شخصي اړیکو د ټاکل شويو او مخته تلليو نااهله استادانو سره جدي قانوني چلند، د پوهنتون د مختلفو او په ځانګړي ډول د شرعیاتو او حقوقو پوهنځيو د تدریسي نظام او چیپټرونو بیا کتنه او اصلاح، د نويو، ځوانو او مسلکي استادانو د ګمارنې لپاره د شفافې پروسې رامنځته کول او نور جدي او موثر اړخونه لومړیتوبونه وي.

په کار ده چې په لوړه کچه یو باصلاحیته او د مختلفو اکاډمیکو، امنیتي او کشفي ارګانونو مختلط او اغېز نه‌منونکی پلاوی ننګرهار ته د پوهنتون د وضعیت د څېړلو لپاره واستول شي، څو له مختلفو اقشارو سره له نږدې او په ازاده فضا کې د پوهنتون پر ستونزو وغږېږي او د حل لپاره یې هراړخیزې مشورې او همکارۍ تر لاسه کړي.

له دې پرته د اوسني جوړښت په چوکاټ کې لنډمهالې او سرسري هڅې به ننګرهار پوهنتون د افراطیت له اغېزو، ګواښ او زیانونو څخه خوندي نه کړای شي.

-
بېرته شاته