(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلويديځ په زړه كښې چاودني

[27.Nov.2015 - 19:15]

محمد نعيم كاكړ

              په تيره جمعه چي داروپاپه زړه پيرس كښې كومي چاودنې او تهره ګري وشوه په رښتيا هم هر بشر ددهغه غيربشري عمل غندنه كوي ځكه كه په لويديځ كښې وي او په ختيځ كښې ياكه دهر مذهب سره اړه لري د داسي اورپكي او وراني غندنه كوي او دغيرانساني عمل ملاتړكله هم نه شي كولي تهره ګري كه هر ډول وي هغه وچاته دمنلو وړنه شي كيدي ددي دمخه چي تهره ګري يواځي په مسلمان امت پوري تړل كيده خو دپيرس دپيښو وروسته داهر چاته څرګنده شوه چي دايو نړۍ وال ناورين دي چي ټوله بشر يې په مخه كړي دي او چي دهغه وران كارو غواړي هر وخت او هر ځائي بشري وژني كوي شي خو دبده مرغه په نړۍ والو باندي تراوسه دانه دڅرګنده شوي چي دهغه وران كار څوك دي؟ د دوي ملاتړ څوك كوي؟ او دوي څه غواړي؟ هر هغه وخته چيونړيوالو ته ددي ځواب نه وي وركول شوي او دهغو غوښتنو دهواري ليار نه وي په ګډه تراشل شوي تهره ګري نه شي ختم كيدلي او هغه لاسونه نه وي بربنډ شوي چي مرسته ورسره كوي دهغه ورانول به نوره وده هم كوي چي وبشپړه نړۍ ته به نور خطر جوړسيږي ځكه چي دزور دلاري دوران كارو مخ نوي په افغانستان عراق سوريه(شام) يمن او نورو ډېرو ملكو كښې ونه شو چي په يادو او نورو ملكو كښې د وراني او تباهي په چپه بل څه رانه وړو بلكې دوي نوره وده وكړه چي تر پيرس پوري ورسيدو او نوري پرمخ تللي نړۍ ته هم ګواښونه دي دوي چي وروسته پاته نړۍ نوموي په هغو كښې خودكلونوكلونو څخه دهغه وراني روان دي.
             كه په رښتيا ورته وكتل شي نو دهغه وران كار او تهره ګر هم انسانان دي او دوي هم په زړه كښې زړه خوږي لري څه دبلي سياري څخه نه دي راغلي دوي چي خپل ځانونه په بار دوالو ځوي كه څه هم نه بشر ددي اجازه وركوي نه مذهب نه دنړۍ يو آئين خو بيا هم دوي داهر څه وراني كوي پخپله داعمل كوي كه دنورو په لمسون ؟ داځان ته پوښتنه ده خو دوي هم څه پلمه او جوازوړاندي كوي چي هغه دنړۍ هر وګړي په پوه دي داهر څه دهغه غبرګون (REACTION) دي چي دنړۍ والي كچي څخه تر وروستي ځايه دبشر سره په يوه او بل نامه باندي كيږي هغه بي عدالتي بي انصافي نابرابري زور زياتي تشدد ناحقي او بي شمېره نوري ناخوالي  ورسره ملګري دي داهر څه دملكو په كچه هم كيږي دسيمو اودقاموژبو كلتورو په نامه ه كيږي او تر هغه وخته چي بشپړه نړۍ والو د بشريت په نامه ددهغه ناخوالو مخ نوي نه وي كړي دهغه تهره ګري او ورانو نه نه شي دمنځ څخه تلي او داكار هم دهغه پرمخ تللي نړۍ كوي شي خو دبده مرغه دوي خپله په يوه بڼه او بله بڼه ددهغه نړۍ وال ناورين ملاتړ كوي چي لوئي بثوب يې دبشر ترمنځ هراړخيزه توپير دي چي دوي دخپلو ولسونو دپاره بيله كچه (پيمانه) ساتي او نورو ته بيله كه د دوي په ملكو كښ دفرانس وارو پيښه وشي دوي ټوله نړ ۍ په سرواخلي او په پاته نړۍ كښې چر هره ورځ داسي پيښي كيږي دوي په كيسه كښې نه وي ددي دڅنګه دوي خپل هر څه په نوري دبيلو بيلو لاروتپي اودنورو هراړخيزه وياړونه دمنځ څخه په بيلو بيلو پلمو وړي نو دځپل شووولسونو دپاره آپابله ليار شته؟ هوشته اوس چي لويديځي (غربي) نړۍ دهري خوا په ختځي(شرقي) او نورو وروسته پاته ملكو په ژبو دودونو كلتورو نو آن داچي په مذهبي وياړونو يرغل كړي دي چي په لويه كچه دبريښنائي رسنېو څخه كار په لويه كچه اخلي او ځموږ ځان ته پرمخ تللي (تش په نامه) كهول هم د دوي ملاتړي دي دوي هم خپل ځانونه د دوي په رنګ رنګوي  نووخت راغلي دي چي موږ خپلي ژبي ددونه كلتورونه او خپل مذهبي ارزښتونه او وياړونه ددهغه يرغل څخه خوندي وساتو او هر وګړي ځان په دي پوه كړو چي ځموږ هراړخيزه وياړونه تر لويديځ ډېر ارزښناكه اومعتبردي ځكه په دوي كښې دماده پرستي په چپه بل څه نه شته او پخوايي ويل كيدل چي لويديځ دځان ځاني او نفسانفسي په ناروغي كښې راګيردي داځكه چي د دوي موخه يواځي شتمني او دولت وو او دي لويديځ چي دهغه ناروغي وموږ ته راوليږله نو دادي موږ هم دا ډالرو او شتمني په تلاش شو او نن د دوي د زرپرستي دناروغي داخستلو څخه موږ هم دځان ځاني په ډګر كښې ورننونو نن چي ځموږ دټولو څه حال دي په هغه موږ ټول خبر يوزر شتمني دهر چاايمان ګرځيدلي دي خو دهغه ناخوالي دومره بي شمېره دي چي دلته ذكر كول اړين دي خو سرچينه يې وړاندي بيان شوه ددي سره سره چي موږ داسلام وارو سپيڅلۍ دين او مذهب لرو چي دبشري ژونددتيرولو ټولي ښه لاري موږ ته راښودل شوي دي ددي سره سره چي لويديځ ځموږ سوچه دين هم دخپلو لاس پوڅو په مرسته دخپلي ګټي دپاره ګار كړي دي ځما ددي خبرو كله هم دامطلب نه دي چي موږ دنړۍ داوسني پرمختياباندي سترګي پټي كړو يادجوړيدونكي نړۍ وال كلي څخه ځان ګوښه  كړو موږ دا هر څه منو خو دخپل دين مذهب دودكلتور او خپلو ژبو او نورو وياړونو په ملګرتيا سره ولي كه موږ خپل دهغه وياړونه او ارزښتونه دلاسه وركړو نو به موږ هيڅ پاته نه شو ددي سره سره چي لويديځ وموږ ته دبشر په سترګه نه ګوري چي ددي دپاره ډيري بيلګي وړاندي كيدي شي.
           ددهغه لويديځ غيربشري يرغل څخه دځان دخلاصون او د دوي دمخ نوي دپاره په كار دي چي موږ خپل هر اړخيزه وياړونه ولكه هغه څومره هم وي دهغو يواځي درناوي وكړو بلكې دوي ته نوره وده وركړه او وخپلو زده كړو او تعليم ته زياته پاملرنه وكړو ځكه چي ځموږ هر څه تر دوي ښه دي كه هغه په رښتني ډول موږ خپل كړو د دوي بشر دوستي هم موږ وليده د دوي جمهوريت هم غرب  چي څه ځان ته غواړي هغه يې په نورو خلګو نه رابليږي او دوي هر څه دځان دپاره كوي خو موږ هر څه دبشپړه بشر دښګيڼي غوښتونكي يو.
................

-
بېرته شاته