(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دصديق الله کاکاپه یاد

[28.Nov.2015 - 07:49]

دريښتيني ښوونکي صديق الله کاکاپه یاد

لیک: ډاکټر حمیدالله زړءور ساپی
په خواشينۍ سره مې پرون د یوء کاکا(ترء)، ملګري، دوست، ښوونکي او لیارښوونکي ،د سختو وختونو یار، ا.د.ن. ښو صفتونو خاوند ارواښاد معلم صاحب ( صديق الله خان مهمندیار) د ناڅاپي د زړء د سکتې له امله دمرګ ، زړه دردوونکی خبر واورېد. ''اِنا لله و اِنا اِلیهِ راجعون''.
ما او زما وروڼو ورته ځکه ترء وېلې چې زما ارواښاد پلار (دادا عبدالملک خان صافي) ورته له تقريباََ ۵۰ کاله پخوا ورور خطاب کړی و، یو دء ته او یو هم څو کاله پخوا وفات شوی مرحوم شهزاده خان< زیارن شينواری> ته ېې هم ورور وييلي وء. او دادا مې وييل چې په مشرقي کې همدا ۳ لوی-لوی قومونه دي( ساپي یا صافي+شينواري +مهمند یا مومند) او مونږ درېواړه باید دورورۍ یوه نمونه واوسو.
مالِم کاکا صدیق الله ، د ڼنګرهار د څلورکءلي(چاردهي) او غازیآباد په کلي کې په یوه نسبتاََ غريبه کورنۍ کې زېږېدلی و.د پلار نوم ېې محمد مير خان و. یو ورور ېې د عبدل غفور په نوم درلود چې ډېر پخواد ناروغۍ نه مړ شوی و؛او یوه خور ېې وه چې اوس هم په بره مومندو کې واده ده. دوی په اصل کې فکر کوم له برمومندو <ګنداو> څخه د انګریزانو وخت کې غازیاباد ته راغلي ول.
د رحمان بابا د لېسې څخه د فارغېدو وروسته ېې د کابل عالي دارلمعلمين ولوسته او له اوله تر اخره مالِم صایب پاتې شو.
د کابل پوهنتون د پښتو کورسونو کې ېې ډیر زیات شاګِردانو ته پښتو ښودلې وه او بې له ستړتیا څخه ېې د زده کوونکو هر ډول پوښتنو ته ځوابونه ورکول. یوڅه وخت خوست کې د معلم په حیث او بیا وروسته د ثور د انقلابه د رحمان بابا او خوشحال خان لېسو کې ښوونکی پاتې شوی دی.
ارواښاد به هر وخت دا بیت تکراروء:
مه وایه رشتیا راباندې سر به مې په دار شي ****** څوک به په رشتیا کې د رښتينې طرفدار شي!
د مالِم کاکا په ژوند کې یوه ډیره جالبه قصه د هغء د کوژدن او واده وه.خدای وءکي په اولادونوېې اوکاني بده وءنءلګي؟
د هغء د ماما لور ېې له وړوکتوبه د دء په نامء وه.مُلا ماما ېې (خدای دې وبخښي) ،د هغه وخت د رواج پر بناء چې له بده مرغه تر اوسه په افغاني ټولنه کې دوود ده، ډیر زیات جګ وَلوَر پرې اِيښی و، او مالِم سایب ایله په ۲۰-۲۵ کلونو معلمي معاش څخه هغه ورپوره کړې ، دکوپون اوړء،غوړي ا.د.ن.به د اختري او براتي اومړي-ژوندي کې تلهء.خو دا ښء شو چې اوس ثمرې نه ېې ۳ لوڼې او ۵ زامن ،خدای ورکړل او د ژوند پای کلونو کې که څه هم امنیتي او روغتیايي ستونزې ډیرې وې ، خو د اِقتصاد لحاظه او د اولادونو په مرسته ېې وضعه ښه شوې وه، او د وَلوَر پیسو ربړې به ېې هېرې شوې وي ګوندې!!
مالِم کاکا په هومره غريبي او د ماما جبر سره، د هر ملګري او آشنا سره له خپل توان نه زیاتې مڼډې وهلې او حتی که د یو ملګري لاس به تنګ و او پیسو ته به ېې ضرورت و، نو دء به هرومرو د بل چا څخه قرضولې مګر د ملګري خبره ېې ځمکې ته نه غورځوله ؛ همدا رنګه شخصاََ ېې ماته ډېر ښهء کتابونه د مطالعې لپاره راکول ، چې زه مې د پښتو اوسنۍ لیکنې د هغء د لیارښوونو نتیجه ګڼم.
معلم کاکا څو کاله وړاندې د بیت الله په حج کولو هم وتوانېدء ، نو په پای کې به ووایم چې: خدای تعالی دې (حاجي معلِم صاحب صدیق الله مومندیار کاکا)وبخښي، د فردوس جنتونه دې نصیب شي او پاتې کورنۍ غړو، ملګرو، عزیزانو او دوستانو ته جميل صبرونه ورکړي.آمين یا رب العلمین.
ډاکټر حمیدالله زړءور صاپی / بلجیم/ د جمعې مبارکه ورځ ۶قوس۱۳۹۴=۱۵ صفر المظفر۱۴۳۷=۲۷نوامبر۲۰۱۵

-
بېرته شاته