(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي د ...

[29.Nov.2015 - 20:03]

د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ ودانۍ 
د پـــــــروژې نــــــوم:   د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي د ځوانو رضاکارانو روزنيز کلوپ
تـمـــويــلوونـــکــــی:   د سرې مياشتې ځانګړې اوونۍ (د لغمان ولايت د مامورينو او اجيرانو د يوې ورځې معاش او مرستې)
تطبيق کـــوونــــکـی:   ذبيح الله هرمل ساختماني شرکت
ګـټــه اخســـتونـــکي:   د لغمان اوسېدونکي
د پروژې د پيل نيټـه:   5/4/ 1393
د پروژې د پای نيټه :  5/4/1394
مجـموعـــــي لګښت:   3907884 درې ميليونه نهه سوه اووه زره اته سوه څلور اتيا افغانۍ
داپروژه 3.5 جريبه احاطوي دېوال لري چې پخوا د سرې مياشتې رياست په امکاناتو جوړ شوی و، اوس په همدې محوطه کې يو تعمير چې د کنفرانسونو خونه، څلور صنفي خونې، کتابتون، يوه دفتري خونه، پخلنځی، يو لوی حال او څلور عصري تشنابونه لري په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي دي، همداراز نوموړې ودانۍ د بام پر سر د اوبو پلاستيکي ذخيره، د اوبو څاه، سپټيک څاه، د اوبو رسولو او کانالازيسيون او د برق لين غزونې پر مجهزو سېستمونو سنبال شوې ده چې د ايجاباتو سره سم د يو کال په موده کې يې چارې بشپړې شوې. د يادونې وده چې ياده ودانۍ د 1394 کال د تلې په 27 مه نېټه د لغمان والي محترم عبدالجبار نعيمي او د ختيځې حوزې سرې مياشتې رييس محترم الحاج محمد اقبال سعيد په مبارکو لاسونو افتتاح شو.
 په درنښت
 عزيزالرحمن  " ذکي "
د لغمان سرې مياشتې نماينده ګي مالي او اداري مدیر
 

-
بېرته شاته