(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په خپلو پوهانو او لیکوالو ویاړو

[02.Dec.2015 - 10:47]

په خپلو پوهانو، علمي شخصیتونو  او لیکوالو ویاړو 

لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد

نن تاسو ته دهیواد د یو تکړه لیکوا ل او علمي شخصیت  هغه  کتابونه درپيژنم چې دننګرهاردپوهنتون دکرنې په پوهنځي کې استاد دی او اوس دجاپان دهیواد  دهیرو شیما په پوهنتون کې  دکرنې په څانګه کې خپله دکتورا (Ph.D ) اخلي. دا علمي شخصیت ښاغلی  پوهنمل استاد خوشدل معروف دی چې په ۱۳۵۵ لمریز کا ل کې دننګرهار ولایت دسره رود ولسوالۍ دباغوانیو په کلي کې زیږیدلی دی .ده دنورو علمي مقالو تر څنګ په خپلې مورنۍ ژبې پښتو  پنځّه کتابونه   لیکلي دي چې دغه ټول کتابونه چاپ شوي دي او په رښتیا هم دده کتابونه ډیر ګټور او علمي کتابونه دي .هغه کتابونه چې ده لیکلي دي دادي :

۱-  د چرګانو روزنه :په دې کتاب کې د هګیو چرګانو روزنې باندې مکمل بحث شوي او کافي معلومات لري.

۲- د غوښېنو چرګوړو منجمنټ: پدې کتاب کې د غوښېنو چرګوړو په روزنه او منجمنټ باندې بحث شوی دی. بشپړ معلومات لري او ټول عملي پړاوونه پکې تشریح شوي دي.

۳- د شاتو مچیو روزنه : په دې کتاب کې د شاتو مچیود روزنې په اړوند بشپړ معلومات شته  دي چې د مچیو روزنکو هیوادوالو لباره ګټور ثابتیدلی شي.

۴- د وزو او پسونو روزنه :  په دې کتاب کې د وزو او پسونو روزنې ټولې چارې په ښه ډول تشریح شوي دي. تولې عملي کړنې لري.

۵- د کبانو روزنه : په دې کتاب کې د کبانو د روزنې او ګټې اخیستنې مختلفې لارې چارې تشریح شوي دي. په عملي کړنو بشپړ بحث شوی دی.

زه به په دې لیکنه کې هڅه وکړم چې دده چاپ شوی کتابونه  تاسو ته یو په یو  دروپيژنم.

۱- دکبانو روزنه :
 د ښاغلي پو هنمل خوشدل  معروف صیب یو مهم کتاب دکبانو دروزنې کتاب دی . ښاغلی پوهنمل   خوشدل معروف  ددې کتاب په اړوند لیکلي دي چې : 
د نړۍ دوګړو دشمېر زياتوالی د نړیوالو پاملرنه دي ته راګرځولې  ده چې د غذائې موادو د زياتوالي او د هغوي د کيفيت د لوړوالي په برخه کې هلې ځلې وکړي .
د کبانونه  د خوړو لاسته راوړل او د هغوي روزنه د هر هيواد په اقتصاد کې ځانګړی ځای لري،کبان د نورو فقاريو په منځ کې د شمير له مخې لوړه فيصدي48.1% تشکيلوي، کبان د پروټیني موادو په پوره کولو کې ستر رول لوبوي .
د اقتصاد له نظره د خوړو په توګه په نړۍ کې د کبانو اهميت د پاملرنې وړدی او د پروټيني موادو زياته برخه چې د انساجو په جوړښت کې پکار وړل کيږي توليدوي .کبان نه يوازې د انسانانو لپاره د غوښې اړتياوي پوره کوي بلکه په کورونو کې د زينتي کبانو په توګه او په زو پارکونو کې د نندارې کولو لپاره ساتل کيږي.
دغه راز يو ډول کبان چې د (Gum busia)په نامه ياديږي د ملاريا د غوماشو د لارواو د لمنځه وړلو لپاره ګټور ثابت شويدي،د کبانود غوړېو څخه د پوستکي په تداوۍ کې او د فلسونو (scales)څخه ئې په سپکو صنايعو کې کار اخيستل کيږي.
څرنګه چې زمونږ ګران هيواد افغانستان په وچې پورې تړلی هيواد دی نو د کبانو روزنې لپاره ضروري ده چې د خپل هيواد د شرايطو سره سم په مصنوعي ډول په ډنډونو،ويالو او بندونو کې د کبانو د روزنې لارې چارې زده او عملي کړو ترڅو له ېوې خوا د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کې او له بله پلوه د هېوادوالولپاره په زړه پورې او باکېفېته خوړو په برابرولو کې د خدمت مصدروګرځو.

۲-د شاتود مچیو روزنه:

مچۍ نه يوازې شات توليدوي ، بلكه موم او پروپولس هم توليدوي او نور اضافي مواد چې كولای شي ماركيټ ته وړاندې شي د بیلا بیلو موادو په جوړيدو او توليد کې ترې کار اخيستل کېږي لکه موم،كريم،صابون او نور محصولات چې دورځني  معيشت او د اقتصاد د پياوړتيا لپاره ښه وسيله او مصروفيت ګڼل كيږي.
  د ګرده افشانۍ په هكله ويلای شو چې دکرنې  محصولاتو زياتوالی  او د ميوو د ښه كيفيت ، لوړ حاصل ، ښه بڼه او جوړښت  او د ماركيټ د ارزښت او پايښت له پلوه د اهميت وړ كار بلل كيږي.د شاتو مچۍ د القاح لپاره ښه وسيله ده ، نو له دې حشرې سره په نرمۍ سره كړنه پكارده ځكه چې له يوې خوا د عايد منبع  او له بلې خوا په عمومي توگه چاپیریال سازګاروي.
د شاتو مچيو د اقتصاد له پلوه د ډير ارزښت وړ بلل کيږي.شات دمختلفو امراضو لپاره ښه دوا ده لکه سابندي،دپوزی بهيدل،دعضلاتو دردونه،ستړيا درفع کېدو لپاره،کم خونۍ لپاره همدارنګه په وينه کې ډير ژر جذبيږي او د حامله ښځو لپاره ډير ګټور دي ځکه چې د کلسيم مقدار زياتوي.
ځرنګه چې دګران هېواد افغانستان كرنيز سكتور، لكه د نورو سكتورونو په شان د اوږدې مودې تپل شوې جګړې له امله ډير تاوانې شوی اود هغه بيا رغونه حتمي ګڼل كيږي خو پخوا تر دې چې كرنيزې چارې بيا راژوندۍ شي بايد داسې پلان جوړ شي چې  د كرنيزوچارو ځينو برخو ته پكې د لومړيتوب حق وركړل شي، د شاتو مچۍ او چرګان  دكرنيزو چاروهغه برخې دي چې بايد د ګران هېواد افغانستان په بيا ودانولو او رغولو كې ورته لومړيتوب وركړل شي.
دښاغلي پو هنمل معروف صیب  درې نور کتابونه به په راتلونکي کې دروپيژنو.

-
بېرته شاته