(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابل:د جنګي جنايتکارانو

[05.Dec.2015 - 12:00]

ملي غورځنګ

څلور لسيزې کېږي، چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې په پرله پسې توګه هره ورځ په بېلا بېلو پلمو او بېلا بېلو نومونو جنګي جنايټونه روان دي او ورځ تر بلې د دغو جنايتونو ابعاد پراخېږي. د جنګي جنايتونو د دوام يو مهم لامل هم له سزا څخه د جنګي جنايتکارانو معافيت دی. د دې پر ځای چې جنګي جنايتکاران محاکمه شي، ورځ په ورځ لا پسې پياوړي کېږي او لا پسې واکمن کېږي. همدا جنګي جنايتکاران د ناامنۍ، فساد او بې عدالتۍ اصلي عوامل دي. 
د بشري حقونو خپلواک (!؟) کميسون د دې لپاره جوړ شو، چې په افغانستان کې انتقالي عدالت پلی کړي، خو کميسون نه يوازې ورسپارل شوې دنده ترسره نه کړه، بلکې حتی هغه راپور يې هم تر اوسه خپور نه کړ، چې دا درې کاله يې په اړه خبرې کېږي. کميسون د يوې ځانګړې ډلې په انحصار کې دی، چې د سولې شورا په څېر يې په لسګونو ميليونه ډالر ضايع کړل او په ډېرو مواردو کې يې د افغانستان د ملي ګټو ضد پروژې پرې تمويل کړې. دولس کاله کېږي چې سيما ثمر د کميسون ټېکه ترلاسه کړې ده او يوازې کله کله د ځينو تجملي حقونو په اړه غږ پورته کوي، خو د افغان ولس د ژوند حق او نور بنيادي حقونه يې هېر کړي دي.
زموږ په اند تر څو چې د جنګي جنايتکارانو پر وړاندې غږ پورته نه شي او له واک څخه بېواکه نه شي، نه په افغانستان کې امنيت راتلای شي او نه هم د قانون واکمني پلې کېدای شي. 
نو راځئ، چې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې ( د ډسمبر لسمه) په پلمه د جنګي جنايتکارانو پر وړاندې يو سوله ييز جهاد پيل کړو او افغان ولس د دوی له يرغمل څخه وژغورو.
افغان ملي غورځنګ راتلونکې پنجشنبه د جنګي جنايتکارانو پر وړاندې غږ پورته کوي او خپله سوله ييزه مبارزه پيلوي، هيله ده چې پدې مبارزه کې له موږ سره ملګري شئ، او زموږ ملا وتړئ. 
وخت: پنجشنبه، د لېندۍ ۱۹، سهار ۹:۳۰ بجې 
د راټولېدو ځای: له دهمزنګ سره څېرمه په نواباد کې د شهيدانو څلی
د لاريون لوری: د بشري حقونو کميسون

په درنښت
افغان ملي غورځنګ

د اړيکو شمېرې: ۰۷۰۰۶۷۰۵۵۲، ۰۷۴۷۰۴۳۸۸۶
برېښناليک پته: [email protected]

-
بېرته شاته