(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ګلونو قتل

[07.Dec.2015 - 23:26]

لیک: محمد نعمان دوست
ما ویل که ګلابونه دي او کوم بې رحمه ګلچین له څانګو جدا کړي.
ما ویل که کوچنۍ پرښتې دي، په اسمان کې یې زړونه تنګ شوي او خاکي کُرې ته را ښکته شوي دي.
ما ویل که ګلان دي او د ژمي سړو سیلیو ترمې ترمې کړي دي.
او...
خو، دریغا! 
ټول تصورات مې غلط وو. ښه ځیر شوم. د زړه ضربان مې په لوړیدو شو. په ساړه ژمي کې خوله شوم. لکه د اوړي روژتي، حلق مې وچ شو او لکه کم خونه ناروغ په سترګو مې توره شپه راغله. لکه زمکه چې مې له پښو تښتي...
هوښ مې په ځای کړ، د ټلویزیون پر سکرین د وردګو ماشومان او تنکي ځوانان ښکاره شول، کتار پراته وو. لکه ټولو چې سپینې جامې کړي وي او په یوه لیکه ویده وي. 
هو، دوی ویده وو او هغه هم  په داسې خوب چې بیا به هیڅکله سترګې خلاصې نکړي.
ما ویل که (۲۰۱۲)کال دی. د مارچ یوولسمه ده. نیمه شپه ده . له جنګه ستړي افغانان په خواږه خوب ویده دي. خو رابرټ بیلز * (Robert Bales)  ته خوب نه ورځي. هغه راویښ شوی، له خپلې پوځي قرار ګاه وتلی او خپله تنده یې د افغانانو په وژنې ماته کړې ده.
ما ویل که د دولت کوم بې رحمه وسلوال مخالف دی او د عامو خلکو د وینې تویولو هوس یې کړی دی 
او...
خو، داسې نه ده. خلک وايي د اردو سرتیري دا کار کړی. هغه هاوان فیر کړی او ټول سید اباد یې په وینو لړلی دی.
خلک وايي دا کار هغه چا کړی چې یونیفرم ته یې ولس درناوی لري. د خپل وطن ساتونکی یې ګڼي.
خلک په دې پوهیږي چې جرم فردي عمل دی، نو ځکه وايي:
سرکاره!
  موږ د دې ګلونو قاتل ته سزا غواړو. دا جرم نه بخښل کیدونکی دی. د زغم وړ نه دی. که دی سزا ونه ویني، شاید دا پیښې بیا بیا تکرار شي. 
که دی سزا ونه ویني شاید خلک د اردو ټولو سرتیرو ته د قاتلینو په سترګه وګوري. هغه سرتیري ورته هم قاتلان ښکاره شي چې د خپلو سرونو په قیمت د خلکو ژوند ژغوري.
 شاید دا عمل قصدي نه وي، خو ایا دومره لویه تیروتنه توجیهات لرلی شي؟ ایا توجیهات به یې د سید اباد غمجنو او ویرجنو کورنیو ته خپل اولادونه بیرته ورکړي؟ ایا هغه تنکي ماشومان به بیرته د کور په لور ګامونه واخلي کوم چې نورو پر اوږو تر  هدیرې ورسول؟ 
او...
خبر شوم، د دې پیښې په تړاو درې سرتیري نیول شوي دي، خو نه ده معلومه چې څه به ورسره وشي؟ 
دلته ډیر مجرمان  ونیول شي، د قانون منګولو ته وسپارل شي، خو دلته تل ژمی وي، د قانون منګولې کنګل وي، بیرته ترې مجرمان خوشې شي.
رابرټ بیلز، امریکايي و. د داسې وطن  و چې پر نیمايي نړۍ راج چلوي، خو بیا هم په حبس محکوم شو. ګورو به چې زموږ عدالت څه کوي؟
خلک شکمن دي. له خلکو د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عبدالحکیم شجاعي (**) نه دی هیر. شجاعي په ارزګان کې د لسګونو ملکي خلکو پر وژنو او شکنجو تورن و، خو د هغه وخت ارګ د میلمه په توګه وساته.
های!
وطن کې مې جګړه ده او تر څو چې دا جګړه وي؛دغه شان خبرونه به د رسنیو سرټکي وي. 
د جګړې ښکیلې غاړې دې، نور په دې ولس رحم وکړي. نور دې ورته له وژنو لاس واخلي. له دې خلکو دې د خدای ج ستر امانت ( ژوند) نه اخلي. 
اخر، تر کومه وژنې؟ تر کومه قتلونه؟ ....
تاسو خبر یئ؟ تاسو په تیر میلادي کال کې د خپلو خلکو له مرګ ژوبلې معلومات لرئ!؟
های!
په (۲۰۱۴ ) کال کې له درې زرو ډير ملکي کسان وژل شوي او نږدې شپږ نیم زره ټپیان شوي دي. 
خو دا رقم به له دې هم لوړ وي، شاید ملل متحد د لرې پرتو سیمو د خلکو له انفرادي وژنو نه وي خبر.شاید ملل متحد ته هغه خلک نه وي معلوم چې په وژلو یې یوازې کورنۍ خبریږي او هغوی بیا له ویرې چا ته حال هم نشي ویلی.
خو، روان کال کې هم بهبود نشته. هره ورځ یې له بلې خونړۍ ده. هره ورځ زموږ نفوس کمیږي او هره ورځ مو هدیرې پراخیږي. 
نور بس دی، نور جګړې ته نه ووایئ، نور د خپلې پاکې خاورې مخ په وینو مه لړئ، نور د میندو له غیږو د هغوی د زړه قطرې مه جلا کوئ، نور د چا د هیلو څلۍ مه نړوئ او نور...
--
(*)رابرت بیلز، هغه امریکايي پوځي و چې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې نیمه شپه له قرار ګاه ووت، په کلي یې برید وکړ، (۱۶) ملکي وګړي یې ووژل او (۶) نور یې ټپیان کړل.
) **)  حکیم شجاعي چې اصلاً د غزني د اجرستان اوسیدونکی او بیا ارزګان ته تللی و، هلته د محلي پولیسو قوماندان و. د ۱۳۹۱ کال د لړم په ۲۳ مه، د ولسي جرګې د شکایاتو د اوریدو کمیسیون مشر عبیدالله بارکزي په دغه جرګه کې ویلي و چې شجاعي د (۱۲۱) ملکي وګړو په وژنه او غلاوو، تورن دی. د شجاعي پر ضد څو ځلې مظاهرې هم شوي، هغه ته د اعدام غوښتنه هم شوې وه، د وخت د کورنیو چارو وزیر( مجتبی پتنګ ) یې د نیولو امر هم کړی و، خو ویل کیده چې د حامدکرزي د حکومت ځینو لوړ پوړو مقاماتو یې ملاتړ کاوه. یو ځلې نیول شوی هم و، خو بیرته ژر خوشې شو. 
محمد نعمان دوست، جلال اباد
-  سرخط  ـ

-
بېرته شاته