(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دغمرازۍ څرګندونه

[08.Dec.2015 - 15:19]

په ډیره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ،چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دلومړي مرستیال ښاغلي محمد شیرین ګردیوال میرمن د 2015 ع کال د ډسمبر د میاشتې په شپږمه نېټه دیوه نۍ (اتوار/ یکشنبې) په ورځ، د جرمني دکولن په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل له پاره سترګې پټې کړې

انا لله وانا اليه راجعون

د ارواښادې جنازه د2015 ع کال د ډیسمبر دمیاشتې په نهمه 9 مه نېټه سهارنهه نېمې بجې کابل هوائې ډګر ته رسیږي او د2015 ع کال د ډیسمبر دمیاشتې په لسمه 10 مه نېټه د پنځه نۍ (زیارت / پنجشنبې ) په ورځ له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت په ګردي غوث کې د جنازې د لمانځه تر ادا‌ء کولو ورسته خاورو ته سپارل کیږي.

په جرمنې کې به د فاتحې وخت اونېټه وروسته اعلان شي .

 

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر، مشرانو جرګه او غړي د ښاغلي محمد شیرین ګردیوال سره په دې دروند غم کې ځانونه شریک ګڼې.

  ارواښادې ته د لوې خدای ج له درباره دجنت فردوس غوښتنه کوي.
روح دې ښاد وي .
په درناوي

 

-
بېرته شاته