(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د واورې سړی

[09.Dec.2015 - 23:11]

لیک:نصیر احمد احمدي

 د دلوې د مياشتې لومړی مازديګر و چې اسمان سپينو ورېځو ونيو، واوره پيل شوه او په لنډ وخت کې يې يوه لويشت پوټي سپين کړ. وريدا اوږده شوه. يوه ورځ، دوه ورځې، درې ورځې... تر دې دمه کليوال ورته خوشاله وو، واوره يې کاريزونو ته سره زر ګڼله، خو وروسته د بامونو پاکولو ستړي کړل، خلق يې تنګ شو او چې په څلورمه او پنځمه ورځ يې هم لمر ونه ليد، خدای (ج ) ته يې د اورښت د دريدو خواستونه شروع کړل. 
واوره ډېره اوريدله، ما په خپله متر ورسره ونيو، نوي سانتيوو ته رسيدله، څوک د باندې نه شو وتلی، ګشت وګام نه کېده، ان د نږدې کليو لارې هم بندې وې، نه پوله ښکاريدله او نه هم پټی، ټوله سيمه يو لاس، تکه سپينه وه. ځکه به نو د جومات تر څنګ اوږده کوټه له کليوالو ډکه وه او د تاوخانې په تاوده ځای به ځای نه کيده.
ماشومان به هم په دې خونه کې سره راټول وو، په جيبونو کې به يې له پرتو مردکيو ټکا ايسته او کله کله به يې له لويانو په پټه جفت او تاق کاوه.
په کليوالو کې يو پردی سړی هم ښکاريده، دی يو ژېړ مازديګر کلي ته راغی، شل دېرش افغانۍ يې ټولې کړې، په جومات کې يې شپه شوه او کله چې سهار وختي د باندي ووت، واوره په شدت سره اورېدله.
بوډا د ناچارۍ له مخې په جومات کې پاتې شو، کليوالو به ډوډۍ ورته راوړله، دی ډير نه غږيده، غلی سړی و، چورتونه به يې وهل، خو کله کله چې به د واورې بڅرکي غټ شول، د ده سترګې به وځلېدې، په څېره کې به يې خوشالي راټوله شوه او له خړو شونډو به يې څو ځله د ( شکر ) کلمه راووته. په پېل کې به د بوډا دا شکرونه په غوږونو ښه لګېدل، خو وروسته يې کليوالو ته دومره خوند نه ورکاوه او ځينو شوخو ځوانانو به لا ټوکې پسې کولې. 
دوئ به په ټيټ غږ ويل " بوډا ته خدای ورکړه، په توده تاوخانه پروت دی، مفته ډوډۍ ور رسيږي، نو واورې ته به ولې نه وي خوشاله." بل به په ملنډو ورغبرګه کړه: "څه يې کوې! ځمکې به يې ډېرې وي".. ماشومانو هم "د واورې سړی " نوم پرې کېښود.دوئ به بوډا ته اشاره کوله، له نوي نوم نه به يې خوند اخيست او پټ پټ به يې خندل.
په پنځم سهار واوره ودرېده، کليوال بامونو ته وروختل او د درېيم ځل لپاره يې واوره واچوله، خو کله چې ستړي ستومانه جومات ته راغلل، اورښت بيا پېل وکړ. بوډا تاويدونکوسپينو بڅرکو ته وکتل، په خوند يې وويل:
_مه کوه! مه کوه چې اووري!
دې خبرې ځينو ستړو کليوالو ته خوند ور نه کړ، يو ځوان بې حوصلې شو او په خشکه يې وويل:
_ کاکا! څه دې پکې ليدلي دي، کرار پروت يې، دا ځل به دې يوه بام ته ور وخېژوم، بيا به دا خبره ونه کړې.
يوه بل په ملنډو ورغږ کړ:
_ څه يې کوې ، ځمکې به يې ډېرې وي، د وچکالۍ غم ورسره دی.
په دې خبره څو ځوانانو وخندل.
بوډا يوه شېبه غلی و، مايې سترګو ته وکتل، اوښکې پکې رغړيدلې، وروسته يې يوې ترخې خندا شونډې سره وېړې کړې ، ورو يې وويل:
_بچيانو! زه نه ځمکه لرم، نه کور او نه هم کوم خپل پردی. اوياوو کلونو ته رسيدلی يم، ځکه نو د واورو د اچولو تمه هم مه را ته کوئ، وچکالۍ ته هم دومره زړه نه خورم،خدای مهربانه دی، له لوږې به نه مرو،خو زه دا سپين بڅرکي د بل څه لپاره غواړم.
بوډا غلی شو، کليوالو ته يې وکتل،هغوئ حيرانې سترګې ورته نيولې وې، بيرته يې سر وځړيد ، يوه سړه ساه يې واېسته، په خوابدي غږ يې وويل:
_ تېر ژمی واوره کمه اوورېده، يواځې يوه مياشت پرته وه، خو بيا هم ښه و، د کليو لارې بندې وې، تګ راتګ نه کېده، پښه يې نيوله، د موټرو، موټرسايکلو او ټانکونو سينې يې راګرځولې، کراره کراري وه، خو کله چې واوره ولاړه او لارې تورې شوې، ګولۍ اووريدې، زما ځوان زوی يې را وويشت او وينو يې د ديوال سيوري ته پرته واوره سره کړه. د واورې اوريدو ته مه خپه کيږئ، دعا وکړئ چې ډېره ووريږي، هومره چې لارې د ډېر وخت لپاره بندې کړي، ژر ويلي نه شي او څو ورځې د وينو د توېدلو مخه ونيسي.

-
بېرته شاته